د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايرانيان او تاجكستانيان له موږ سره د نوروز ميله په ګډه نمانځي

شماليوال 08.10.2008 16:48


د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د اطلاعات و فرهنګ وزارت چارواكو  ښه په خوند د ايرانيانو او تاجكستانيانو سره د نوروز دميلې په ګډه نمانځلو خبر وكړ.

په مزارشريف كې تېره ورځ (دتلې شپاړسمه)  د اطلاعات و فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال بارز راشدي په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل چې په مزارشريف كې به د راتلونكي كال  د نوروز جشن د ايران او تاجكستان هېوادونو سره په ګډه نمانځئ.

نوموړي زياته كړه چې دغه كار د ايران او تاجكستان سره د هغو ګډو فرهنګي كارونو څخه يو دى چې څه موده وړاندې په تاجكستان كې د يادو شويو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پرې فيصله كړې وه.

څه موده وړاندې د درېواړو هېوادونو بهرينو چارو وزيرانو د ايران، تاجكستان او افغانستان د يوې ګډې پارسي ژبې ټولنې د جوړيدو هو كړه كړې وه، چې همدا ټولنه به  په دې دليل چې درېواړه هېوادونه پارسي ژبي دي، ګډ پارسي ژبى تلويزون هم جوړوي.

د نوروز جشن په ګډه نمانځل هم د همدې لړۍ يوه كړۍ ده چې پرون يې راشدي صيب ښه به خوند، ته وا په رښتيا هم افغانستان يو پارسي ژبى هېواد دى، خبر وركړ.

يادونه:
دغه كار د ايران د مذهبي يرغل د لړۍ يو كړۍ ده، ايران ته به د دغه كار په ترسره كولو په افغانستان كې د لاسوهني قانوني لار پيدا شي.
كه څه هم د دې كار زيانونه بلا ډېر دي خو د افغاني هويت د له منځه وړلو لپاره به يې همدومره كافي وي، چې ومې ليكل نو!
له ټولو درنو ليكوالانو څخه د يو افغان په توګه هيله كوم چې د نوروز په ګډه نمانځلو، پارسي ژبي تلويزون جوړولو او د همدې تش په نوم پارسي ژپو هيوادونو ( ايران، تاجكستان او افغانستان) ټولنې پر وړاندې كلك غبرګون ښكاره كړي او د بېلا بېلو ليكنو له لارې يې وغندي.
ددولت لكه چې سترګې پټي دي او كه پټې نه وي نو له بېچاره ګانو لاره وركه ده چې څه وكړي، د ولسمشر، د بهرنيو چارو وزير او د اطلاعات و فرهنګ وزير سر ورخلاصول غواړي، څو له دې تل پاتې ملي خيانت څخه لاس په سر شي.

د يو افغانستان په هيله