د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرېکټ ملي لوبډلې په تنزانیا کې لومړۍ لوبه له فیجي څخه وګټله

خبري - څانګه 05.10.2008 09:57

د کرېکټ ملي لوبډلې د څلورم پړاو په لوبو کې - چې د تنزانیا په پلازمېنه دار السلام کې ترسره کېږي - لومړۍ لوبه له فیجي څخه په اتیا منډو وګټله.

د فيجي کپتان پچه يا قرعه وګټله او لومړى يې د افغانستان ملي لوبـډلې ته د لوبې ( بيټنګ) کولو بلنه ورکړه.

د لوبې له پيل مخکې او د لوبې په جريان کې په شېبو ،شېبوباران اورېده، چې له امله يې دغه سيالي د ٥٠ اورونو پر ځاى ٣٦ اورونو ته راټيټه شوه.
باران لوبغالى لوند کړى و، چې له امله يې افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

د افغانستان ملي لوبـډلې  په٣٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٢ منډې جوړې کړې ، چې دملي لوبډلې غړي احمدشاه تر ټولو زياتې يعني ٣٤منډې جوړې کړې.
ددې په ځواب کې دافغان تېز توپ اچوونکو (بالرانو) د ښې لوبې له امله دفيجي ټوله لوبډله په ٥٢ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دغه سيالي په ٨٠ منډو وګټله.

دملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي حميد حسن تر ټولو ښه لوبه وکړه او دمخالفې ډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره دنننى سيالۍ  غوره لوبغاړى ونومول شو .

دغه راز احمد شاه دسيالې لوبډلې درې ، دولت احمدزي دوه ، هستي ګل او محمد نبي ديوه يوه لوبغاړي په سوځولو سره افغانستان دنننۍ لوبې ګټونکى وګرځاوه .

دکرېکټ فدارسيون ویاند  جاوېد احمد هميم ټول افغان ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د کرېکټ فدراسیون رييس الله داد نوري د لوبې له ګټلو وروسته ملي لوبډلې ته ټېلېفون وکړ او هر يوه لوبغاړي ته يې  له خپلې ځاني پانګې څخه لس_ لس زره افغانۍ د انعام په توګه اعلان کړې.

نوموړي په خبرپاڼه کې ویلي دي چې نوري په پرونۍ بريا خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې لوبغاړي به يې په راتلونکو سياليو کې هم ښه وځليږي.

له بله پلوه په همدې سیالیو کې د جیرسي پیاوړي لوبډلې ته تنزانیا په ۳۴ او ايټالیا ته هانګ کانګ په ۴۶ مڼدو ماتې ورکړه.

افغانستان به بله لوبه نن د اکتوبر په پنځمه د جیرسي سره کوي. افغانستان جیرسي ته د پنځم ډوېژن په پایلوبه کې ماته ورکړې وه.

د څلورم ډوېژن د لوبو مهال ویش دپاره دلته ټک ورکړﺉ


په تانزانيا کې تر سره شوې دغه سيالۍ د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم پړاو دی ، چې شپږ هېوادونه پکې برخه اخلي.

 يواځې پايلوبې ته رسېدونکي دوه هېوادونه به درېيم پړاو ته د رسېدو حق ترلاسه کوي.
 په دغو سياليو کې له افغانستان سره ، تانزانيا ، جرسي ، فيجي ، ايټاليا او هانګ کانګ برخه اخلي .