د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

پوهنمل محمود نظری 02.10.2008 15:40

شپږم کښت
آصف الدوله د خراسان نائب السلطنه د شیخ الریس قاجار سره چې د وخت یو ادیب او پوه وو بد چلند کاوه نو شیخ الریس ناچاره عشق آباد ته مهاجر شو او له هغه ځای يې دا لاندې دوه بیته حاکم ته ولیږل:

نائب السلطنه برگو به شه پاک سرشت
که یک اهل خراسان به من بیت نو شت
آصف و ملک خراسان بتو ارزانی باد
ما ره عشق گرفتیم چه مسجد چه کنشت
« ای نائب السلطنه ښه پاچا ته ووایه اصف او خراسان دی ستا مبارک شي موږد عشق لاره نیولې څه مسجد وی څه کنشت»
کله چې ناصر الدین شاه دا دوه بیته واوریدل آصف الدوله ته يې وویل:
نائب السلطنه برگو به خراسانی زشت
که شهنشاه جواب تو به بدین بیت نوشت
آصف و ملک خراسان به من ارزانی باد
( هرکسی ـم درود عاقبت کار که کشت)
« اې نائب السلطنه هغه بد خراساني ته ووایه چې پاچا وایي اصف اوخراسان دی زما مبارک وي هر څوک اخیر هغه ریبي چې کرل يې دي »

یوه ورځ سلطان محمود د دربار شاعرانو ته وویل: د ایاز د حسن په هکله څه ووایاست؟
شاعرانو فردوسي ته وکتل، فردوسي دا شعر ووایه:

مستست همی چشم تو و تیر به دست
بس کن که ز تیر چشم مست تو بخست
گر پوشد عارضت ز ره عذرش هست
کز تیر بترسد همه کس خاصه ز مست

یو ورځ ناصرالدین شاه په ترکماني آس سپور د چوګان ( یو ډول لوبه ده) لوبه يې کوله پښه یې وښویده او ولوید،معتمدالدوله فرهاد میرزا دا دامیر معزی نامتو رباعي یې سمدستي هغه ته وویل:
شا ها ادبی کن فلک بد خو را
کاسیب رسانید رخ نیکو را
گرگوی خطا کرد به چوگانش زن
وراسپ خطا کرد به من بخش او را
«پاچا فلک( په لوبه کې د وهلو لرګی) ته جزا ورکړه چې ته يې خوږ کړی که دګینډ تیروتنه يې په چوګان( د لوبې په لرګې) يې وواهه که د آس تیروتنه وي هغه ماته وبښه»

ناصرالدین شاه فی البدیهه وویل:
بد خویی ترکمان و اسپش دیدم
در کوه ز رفتار بدش رنجیدم
آن استر اسپ نام بی معنی را
ز اصطبل دوانده بر شما بخشیدم

(د عربو او آسونو بد خویي می ولیدل ،په غره کې ځغستا وځوریدم. دا بې مانا آس غاتره مې له غوجلې ویستله او تا ته مې وبښله.

محمد د عبدالملک برهاني زوی چې د سلطان ملک شاه سلجوقي په وخت کې اوسیده او په دربار کې د پلار ځای ناستی وو دسلطان سره د روژې د میاشتي د لیدو په خاطر د ملکشاه دقصر بام ته وخوت . ترټولو لومړی سلطان ملک شاه میاشت ولیده او ټولو ته يې وښووله.
عطاالدوله د سلطان ندیم و محمد ته وویل ،چې څه ووایي
محمد فی البدیهه وویل :
هلال ماه چو ابروان یاری گویی
یا همچو کمان شهریاری گویی
لعلی زده از زر عیاری گویی
بر گوش سپهر گوشواری گویی
« ته به وایی نوی میاشت د یاروریځې دی، یا به وایئ لکه د پاچا لیندی ده یابه وایئ لکه په یاقوت کې د زرونښان(عیار) دی یا به وايئ لکه د اسمان په غوږ غوږوالی دی»
دسلطان دا رباعی ډیره خوښه شوه هغه ته يې صله ډالۍ کړه او خپل ستاینوم یې چې« معزی »وو هغه ته ورکړ.

شیخ علی اکبر چې د شاهزاده هاشم میرزا دوست وو د هغه کره ورغی دا چې شاهزاده په کور کې نه وو نو هغه ناچاره مسافر خاني ته ولاړ او سبا یې دهغه په لیدو د ګیلې په پار دا دوبیته سمدلاسه وویل:

شب دوشین همی مردم ز سرما
لحاف ابر اگر بالا نمی بود
نمی پرسی از این مسکین بدبخت
چه میخوردم اگر سرما نمی بود
«په سړه شپه کې که دا د اوریځي بړستن له پاسه نه وای زما له بدمرغه مسکین څخه ولي نه پوښتې که ساړه مې نه وای خوړلي څه مې خوړلي وای»

صائب تبریزي د یارانو سره ناست و و یوې شمعي بنډار روښانه کړی وو؛ ناڅاپه د یو لاس له شمع سره ومښت اوهغه مړه شوه.
صائب تبریزی فی البدیهه وویل:
امشب ازساقی ز بس گرم است مجلس میتوان
شمع گر خاموش باشد آتش از مینا گرفت
«نن شپه بنډار له ساقي ډیر زیات تود دی که شمع مړه وی اور یې له مینا واخیست »
آخوند ملا محمد خویي چې د آذربایجان له پوهانو او د فتح علیشا هم پيړ وو یوازې یې ژوند کوی او د دنیوي کړوسره يې کار نه درلود
د هغه څخه يې و پوښتل :ته ولي جره یې او واده نه کوې؟
هغه يې په ځواب کې سمدستې وویل:
آن کیست که خاطر مرا شاد کند
وین گردنم ازبند غم آزاد کند
یا خرچ عروسیم به گردن گیرد
یا آنکه مرا به خویش داماد کند
«هغه به څوک وي چې ما خوشاله کړی او له دی غمه مې آزاد کړي یا مې د واده خرڅ په غاړه واخلی یا مې خپل زوم کړې»

یوه شپه سلطان محمود غزنوی ایاز ته وویل خپلي څوڼې لنډې کړه . سهار د خپل کړو څخه پښیمانه او غمجن شو
اوله غمه يې ټوله ورځ چا ته اجازه ورنه کړه د هغه سره وګوري خو عنصری له اجازې وروسته ورغی او دا رباعی يي ورته وویل:
کی عیب سر زلف بت از کاستن است
نی جای به غم نشستن و خا ستن است
وقت طرب و نشاط و می خواستن است
کاراستن سرو ز پیرا ستن است
« د زلفو په کمیدو بت نه عیبی کیږی غم مه کوه د خوشالۍ او می خوړولو وخت دی د سرو په منظمولو(سینګار) سره ښکلی کیږی »

ملک الشعرا بهار د صدراعظم وثوق الدوله ملګری وو
خو ځینو خلکو د هغو تر منځ دا اړیکې خرابي کړې ملک دا رباعی وثوق ته واستول

قلبم به حدیثی که شنیدی مشکن
عهدم به خطایی که ندیدی مشکن
تیغی که بدو فتحه نمودی مفرو ش
جامی که به دو باده کشیدی مشکن
«د خلکو په خبرو مې زړه مه ماتوه؛ په هغه ختا چې لیدلې دي نه وي وفا مې مه ماتوه ،د سوبې توره می پلوره او هغه پياله کې چې دی شراب څښلې وی مه ماتوه!»
هغه دا رباعی د هغه په ځواب کې ورواستول

ای تیغ شکسته من ترا بفروشم
وی جام زدوده در شکستت کوشم
هنگام جدال تیغ دیگر گیرم
در وقت صبوح جام دیگر نوشم
« ای زما ماتې تورې تا پلورم، ای خراب جامه ستا د ماتولو هڅه کوم، په جګړه کې بله توره رانیسم او می په بل جام کې څښم»
ملک بیا دا رباعی ورواستول:
ای خواجه وثوق وقت غرق تو رسد
هنگام خمود( رعد و برق) تو رسد
جامی که شکسته ای به پای تو خلد
تیغی که فگنده ای به فرق تو رسد
«ای خواجه وثوق! د ډوبید وخت دی رارسیدلی، ستا د رعدو برق (دوی نشریی چې وثوق چلولې) پای راغلی، هغه وخت راغلی چي دمات کړی جام کوکۍ دی په پښو ننوځي او غورځولی توره دی سر ته و رسیږی»

بیا دواړه سره پخلا شول

یوې د غلو داړې د غره سر نیولی وو کاروانونه يې شکول نو مشوره وشوه یو ورواستوی چې د هغو ی څار وکړی چې هغوی له غره څخه د غلا لپاره تاشی سپاهان دی خبر کړي چې هلته پټ شي دشپې دی پر هغوی برید وکړي

قرص خورشید در سیاهی شد
یونس اندر دهان ماهی شد
«چې د لمر دایره په تیاره کې پټه شوه او یونس د ماهی په خوله ننوت»
هغوی همدا کا ر وکړ، چې هغو ی له غلا څخه راغلل؛ خپلي وسلې يې کیښولې ؛ د غلا مالونو یې سره وویشل؛ ویده شول سپاهیانو هغوی ونیول او ټوله يې لاس تړلي پاچا ته بوتلل .
پاچا د هغو د وژلو امر وکړ. په هغو کې یو نوی ځوان هلک وو وزیر را مخ ته شو د پاچا تخت يې مچ کړه اوپاچا ته یې په زاریو وویل: ستا خبره بلکل سمه ده خو دی لا ماشوم دی امید چی ښه او سم شی:
د دې ځوان د ژوند یو ګل هم نه دی غوړیدلی هغه وبښه !
پاچا ونه منل او ويي ویل
پر تو نیکان نگیرد هر که بنیادش بدست
تربیت نااهل را چون گردکان بر گنبدست
«د نیکوخلکوورانګی (نصحت) بد خلکو اغیزه نه کوی د ناهلو روزنه لکه د کان دوړه پر ګنبدې ده»
او بیايې وویل:

ابر اگر آب زندگی بارد
هرگز از شاخ بید بر نخوری
با فرومایه روزگار مبر
کز نی بوریا شکر نخوری
«اوریځ که د ژوندانه اوبه وه اوروي بیا به هم د ولې میوه و نه خورې. د پست سره روزګار مه کوه د بوریا د نل څخه به خواږه ونه خورې»
وزیر يې سمدستی په ځواب کې ورته وویل:
کلُّ مولود یولدُ علی الفطرةِ فَاَبواهُ یهوّدانَه وَ یُنصرانه و یُمجّسانِه
هر موجود له ازله مسلمان زېږې خو پلرونه یې هغوی یهودي نصراني اوجوسي کوي
با بدان یار گشت همسر لوط
خاندان نبوّتش گم شد
سگ اصحاب کهف روزی چند
پی نیکان گرفت و مردم شد
«د لوط میرمن د بدخلکو سره ملګری شوه د کورنۍ نبوت یې ورک شو: د اصحاب کهف سپی د ښو خلکو( نیکانو) سره ملګری اونیک شو»
پاچاقانع نشو او ويي ویل :
دانی که چه گفت زال با رستم گرد
دشمن نتوان حقیر و بیچاره شمرد
دیدیم بسی که آب سرچشمه خرد
چون بیشتر آمد شتر و بار ببرد
«پوهیږئ چې زال رستم پهلوان ته څه وویل دښمن خوار مه ګڼه .ډیر مو ولیدل چې ښه خلک وه چې وار يې برابر شو اوښ یې د بار سره یووړ»
پاچا د خپل وزیر په پار هغه وبښې او د روزنی لپاره يې وزیر ته وسپارئ
د هغه ښه روزنه پيل شوه د هغه په عاداتو کې تغیرات راغله وزیر هر وخت پاچا ته د هغه ددې لږ و بدلونونو یادونه کوله خو پاچا نه منل
او په خندا يې هغه ته وویل:
عاقبت گرگ زاده گرگ شود
. گرچه با آدمی بزرگ شود
«د لیوه زوی اخیر لیوه کیږی که څه هم د انسان سره لوی شی»
رښتیا هم هغه ته ښوونې او روزنې ګټه ونه کړه دوه کاله وروسته هغه په پټه د خپلو خلکو سره یو ځای شو هغه وزیر او دهغه دوه زامن یې ووژل او وتښتید او د پلار ځای یې په هغه غر ه بیا ونیوی
پاچا ددې خبر په اوریدو سمدستی وویل:

زمین شوره سنبل بر نیارد
درو تخم و عمل ضایع مگردان
شمشیر نیک از آهن بد چون کند کسی
ناکس به تربیت نشود ای حکیم کس
باران که در لطافت طبعش خلاف نیست
در باغ لاله روید و در شوره بوم خس
« له مالګینې مځکی څخه ګلان نه شنه کیږی ؛خپل زحمت او زڼې مه ضایع کوه. لکه له بدی وسپنې څخه ښه توره جوړیدای نشی . ای حکیمه ناکس په روزنه نه کس کیږی باران چې په ذات کې يې بدی نشته په بڼ کې لاله او په شوره کې ځوږ زرغون وی »

یو بد سړي یو درویزګر په ډبره وویشت هغه ډبره له ځان سره واخیستل او ولاړ
یو ورځ هغه بد سړی په کوم جرم د سپاهیانو لخوا ونیو ل شو او څاه ته يې واچوئ درویزګر راغی هغه یې په هغه ډبره په سر وواهه
هغه ورته وویل: ته څوک یې او ولي ما ولې؟
هغه ورته وویل: زه هغه څوک یم چا تا په فلانی وخت کې په دې ډبره وویشتم
هغه ورته وویل:
ته تر اوسه چیری وي؟
هغه ورته وویل :
د غنیمت وخت پسې ګرځیدم


ناسزایی را که بینی بخت یار
عاقلان تسلیم کردند اختیار
چون نداری ناخن درنده تیز
با ددان آن به که کم گیری ستیز
هر که با پولاد بازو پنجه کرد
ساعد مسکین خود را رنجه کرد
باش تا دستش ببندد روزگار
پس به کام دوستان مغزش برآر
« ای پوه! چې تیره نوکان نه لری د بدی بدل مه که د وسپنې سره وجنګیږی خپل لاس به مات کړی ،صبر وکړه چې وخت د هغه لاسونه وتړی بیا یې سر ورمات کړه»

یو شپه سلمان د سلطان اویس سره په یو مجلس کې ناست وو سلمان غوښتل خپل کور ته ولاړ شي شپه تیاره وه سلطان خپل ملازم ته وویل : د ا زرینه شمع دانی دهغه سره یوسه! هغه شمعدانی دهغه سره یووره او هلته يې پريښوده ،سلمان ورته وویل سبا زه خپله هغه دروړم
سهار ملازیم د سلمان څخه د زرینې شمعدانی پوښتنه وکړه هغه بدیهه دا دوبیته وویل:

من و شمعیم دو دلسوخته خانه سیاه
که شب او گرید و من از غم مردن
سوزم شمع خود سوخت شب دوش
بزاری و امروزگر لگن را طلبد شاه
«زه او شمع دتوری کوټي دوه عاشقان یو چې دواړه د شپې د مړینې له غمه ژاړو ،پرون شپه شمع په زاریو ژړل چې نن پاچا لګن ونه غواړی »
سلطان وخندل او لګن(شمعدانی ) يې هغه ته وبښي

یوې ناوی د خپل حاضر ځواب میړه څخه وپوښتل دا د واده لومړی میاشتي ته ولي د عسل میاشت وایي؟
نوعروسی زصفا گفت شبی باداماد
نام این مه چه کسی ماه عسل بنهاده است؟
زوم وخندل او سمدستې يې ورته وویل:
گفت دامادبه لبخند جوابش کاین ماه
ماه غسل است ولی نقطه آن افتاده است
« دا اصلاً د غسل میاشت ده چې تکي يې لویدلی دی»
د خوشحال بابا نه پوښتل شوه د چا نه ډار په کار دی
هغه ورته وویل
وى مې ډار او ترس له کومه شخصه بويه
وى يې هر چې ورته وي حرام حلال
په څه شی پوه ضایع کیږی؟
وى مې څه دي چې دانش پرې ضايع کېږي
وى يې لافې د دروغو قيل و قال

دیوپوه څخه وپوښتل شوه :که یوه ښکلې پيغله یوازې په یو کولپه کوټه کې دچاسره وي او رقیبان دی هم وید ه وي یانی د عربو په قول
التّمرُ یانعٌ وَ الناطورُ غیرُ مانع(خرما پخه وی باغوان هم څه نه وایی)
خو بیا هم دپرهیزګاری له مخي کیدای شی هغه سلامت پاته شي ؟
هغه وویل : نه ! له ښکلی څخه به سلامت پاته شی خو نه د بد ویونکو څخه

شاید پس کار خویشتن بنشستن
لیکن نتوان زبان مردم بستن
دعراق ظالم حاکم حجاج د یو درویش څخه وپوښتل:
کوم عبادت ښه دی؟
هغه وویل : تا ته دغرمې خوب چې خلک دی له ضرره
خلاص شی
ظالمی را خفته دیدم نیم روز
گفتم این فتنه است خوابش برده
وآنکه خوابش بهتر از بیداری است
آن چنان بد زندگانی مرده به
«په غرمه مې ظالم ویده ولید ومی ویل: ښه ده چې دا بلا ویده دی دبد سړی مړینه تر ژوند ښه ده »

یو حاکم یوروحانی ته وویل ما ته دخیر دعا وکړه.
هغه وویل: خدایه د ده روح قبض کړه!.
هغه په غوسه وویل :د خدای لپاره دا څه وايي
هغه ورته وویل: دا ستا او مسلمانانو لپاره د خیر دعا ده
ای زبردست زیر دست آزار
گرم تا کی بماند این بازار
به چه کار آیدت جهانداری
مردنت به که مردم آزاری
«ای واکمنو دلاس لاندی ځورونکو تر څو به مو دا واک وی دا پاچاهی موپه څه درد خوری مړینه دی د خلکو د ځورولو ښه ده »
اخځلیکونه
۱-kovsar.org/adbestan
andishaenau.com-2
sarapoem.persiangig,com-3
-4 لطایف الطوایف
5-سعدی.گلستان:باب_پنجم
Fa.wikibook.org-6