د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا نا امني د چا ډالۍ ده؟ (پنځمه برخه)

حبيب الله غمخور 29.09.2008 02:35

څلورمه برخه دلته ولولئ

پاکستان دافغانستان په کورنيو چاروکې لاس وهنې دځان طبعي حق بولي

دفرهاد شعر :
دلته مرگونه دي بقا نشته دى
دلته ژړا ده هيڅ خندا نشته دى
ډيموکراسي ده څه چې زړه دې غواړي
هر څه کوه دلته سزا نشته دى

افغانستان  ته داسامه بن لادن  راتگ دناامنۍ ديوبل عامل په توگه  :
دسړې جگړې دتودوبادونوپه پايله کښي  دنړۍ په يوشمير هيوادو دهغه جملې په افغانستان کي حوادثو داسي تغير وکړ چي  په حاکم گوند کښي يوسلسله ناخوالو،نيمگړتياواوتيروتنويوځل بيادمرستي په نامه ديوبل گانډي دتېري امکانات برابرکړه ،دروسانولپاره دحاکم گونددغه اړخ  چي په واک کښي و،نوردمنلو وړنه واوغوښتل ئي دخپلې پخوانۍ پټې ستراتېژی دپلې کېدوپه موخه  په افغانستان کي داسي يوتغير راسي چي له يوې خوا افغانستان ددوي په کوټلې پايگاه بدل شي اودبلې خواددوي جنوبي جمهوريتونه دافغانستان له لوري په امان کي پاته وي . دوي  د۱۳۵۸ل کال دجدي پر شپږمه پر افغانستان  پوځی تېرئ وکړ اوپه افغانستان کښي ئي  تردې نامه لاندي چي زموږ جنوبي پلوته داپکستان له لاري امريکايي پوځيان رانژدې کيږي ، اوگويادحاکم گوند دواړي خواوي (خلقيان اوپرچميان ) ئي سره پخلا دي وطن ته راننوتل . ددولت مشرحفيظ الله امين ئي وواژه ،اودواحد گوند مرکزي کمېټې غونډه ياپلينوم په نوم ئي  غونډه داير ه اودنوي حکومت بنسټ ئې داسي کښېښود چي دانقلابي شورا رئيس ببرک کارمل اومرستيال ئي اسدالله سروري  وټاکل شو،دولتي اوگوندي مقامونه دپرچم داړخ په گټه اودپلې په دروندوالي ووېشل شوه . دخلقيانوداړخ  يوشمير گونديان ئي دحفيظ الله امين دطرفدارانوپه نامه اعدام اويازنداني کړه ،چي بياپه دنجيب  الله دفرمان له مخې له زندان څخه راووتل ،خوډير ژر بيادپلچرخي په زندان کي دهغوي ځاي دخلقيانوبلې لي ته وسپارل شو .په هر حال دابل موضوع ده چي اوس زمادليکنې موخه نده .
کله چي شورويانوپر افغانستان پوځی يرغل وکړ اوپه افغانستان کي دامريکا اوشوروي  تر منځ جگړه کښي چي د پاکستان داستخباراتو سازمان  ISIئې ستر مسوليت اوتشکيلاتي دنده پرغاړه لرل ،دامريکا په غوښتنه له سعودي عربستان اودنړی له ۴۳ نورو هيوادونه اسلامي بنسټپال اوسرشوخه کسان پاکستان ته درضاکاروپه نامه راولېږل شوه چي دافغانانوسره په  جهادکي ونډه واخلي،په حقيقت کي دشوروي امريکاتر منځ  پوځی سيالي اوجگړه دهمدغوکسانو اوافغانانودسرونو په قيمت روانه وه . ددغوهيوادو دولتي چارواکو داکسان ځکه پاکستان  ته لېږل اويا ئې دوي هڅول چي جهاد وکړی تر څودوي په خپلو هيوادوکې ددغو بې بندوباره اوتنگ نظروافراطيونوله شتون اوشرڅخه خلاص شي .
دپاکستاني  ژورناليست احمد رشيد په وينا له ۱۹۸۲ کال نه تر ۱۹۹۲ کال پوري  ددغو بنسټپالو رضاکارو شمير چي منځنی ختيځ ،شمالي اوجنوبي افريقا اومنځنۍ اسياله هيوادونه پاکستان ته لېږل شوی وه ((۳۵۰۰۰)) کسانوته رسېده .
ښاغلی ډاکتر کاکړ دطالبانوتر حاکميت وړاندي  ۱۹۹۵ کال کي په خپل يوه خپاره شوی کتاب  کښي دهمدې رضاکارانو په اړود دپيټربرگن  دنظر سره هم غږی اودهغه نظر رانقلوي ليکي : په افغانستان کي  دمرکزي حکومت  دنه اغېزمن توب له امله سياسي تشيه  رامنځ ته شوې وه  اود وطن سرحدونه دټولوپر مخ خلاص وو. ((له څلويښتو ملکونونه په زرگونو اسلامي افراطيان ،رټل شوی کسان،سياسي خيال اوبدونکی اوټوپکيان افغانستان ته ننوتل ددې لپاره چي هلته دجهاد تاکتيکونه زده کړي ،دوسله والو پاڅونونو لپاره وروزل شي اوبيا بيرته  مبارزه خپلو هيوادونوکي مخ ته يوسي.)) 
دهمدغو رضاکارنوپه جمله کښي ډاکتر عبدالله عزام ،بن لادن اوايمن الظواهري هم پاکستانه ته ولېږل شوه اودسعودي عربستان دشاهزاده اوداستخباراتو مشر ترکي الفصل  سره دبن لادن دښو اودوستانه اړېکو پر بنياد هغه دعربو مسول اومشر وټاکل شو. همدلته وچي بن لادن وتوانيد دخپل نظر اواډياپر شاوخوا کسان يوازي په پا کستان  کي راټول کړي . پروفيسر مگنس رنسټارپ وايي چي  ،اسامه بن لادن په افغانستان کي دخپلو گوريلايي تجريبو په دوره کي له اوه زرونه تر نهوزرورضاکارانوسره په  تماس کي شو.  بايد دې ټکي ته اشاره وشي چې دافغانستان  په جگړه کي ټول تنظيمونه ،ددوي اړېکې ،تشکيلات ،مالي سرچينې ،دوسلو ويش ،وسلتونونه ،دوسلوداستعمال ځايونه ،افغانستان اودنړۍ نورو هيوادوته سفرونه د CIA  ،انگلستان  اوسعودي عربستان   دڅارگرو سازمانولخوا تنظيمېدل  اواسامه بن لادن له دغوامکاناتو ،معلوماتو اواړيکونه خپلې موخي ته رسېدولپاره په ورستيو کي پراخه استفاده وکړه . تر کومه ځايه چي  ټوله پروسه  له يوه سره دپاکستان  داستخباراتو تر کنترول اونظارت لاندي تر سره کېدل  بن لادن وکولاي سول دپاکستان داستخباراتي اوپوځی جنرالانوسره نږدې اودوستانه اړېکي ټينگي کړي ،دهمدغو ښواومحکمو اړيکوپايله ده چي بن لادن تر اوسه پوري تر بل هر ځاي په پاکستان کشي ځان مسون اوپه امن کي بولي .
زموږ دهيواد په دغه سياسي او جگړه ايز گيرودار کي اسامه بن لادن چي  د CIA په مرسته دساړه جنگ په دوران کي دشوروي پلوه رژيمو په مقابل کي په اسيا،عربي نړۍ اوافريقايي هيوادوکي ښه ځلېدلۍ و يوځل بيا افغانستان ته راولېږه ،البته دا هغه وخت دۍ چي طالبان لا واک ته نه دي رسېدلي په کابل کي حاکميت داستاد رباني پلاس کي دۍ. هغه دننگر هار له لاري افغانستان ته راځي لومړۍ دجلال آباد دښار ظاهر شاهي ماڼۍ ته نږدي کور ورکړه سو،خو ډير ژر له ډارنه دهډي سيمي ته دمولوي خالص يوې کلا ته کډه سو او تريوي مياشتي ورسته دسپين غره هغه سمڅو ته چي دوسلو دزيرمتون په خاطر جوړي سوی وې کوچ وکړ .داستاد رباني دآمر اوفرمان له مخې اسامه بن لادن او۱۹ نفروته چي داسامه پلويان ول دافغانستان دتابعيت په ورکولوسره افغاني پاسپورټونه ورکړه شول . له دغه وخت نه بن لادن  ته افغا نستان خوند ورکړ ،اوپدي پوه شوچي دخپلوفعاليتونودسرته رسېدولپاره ئي اوس اصلي اوپه امن کي يوستر اوپراخ هيواد اوداسي خلک پيداکړه چي ځان به دهغوي په منځ کي ډاډمن احساسوي ،اوله دې ځاي نه به دده ايستل تر ډيره مشکل وي .  سره لدې چي دبهرنيو هيواددڅاراداري بايد پدې خبرې وی چي بن لادن  اوملگري ئي چيري دي  ،خواوس ئي  دافغانانواوپه ځانگړې توگه دپښتنودميلمه توب  ددودنه په استفادې سره داسي  تبليغات پيل کړي چي بن لادن اوملگري ئې گويا نه پيداکيږي . که حقيقت ته راشوکه دادومره غښتلي دڅارگرۍ  ادارې  ونشې کولاي يوه وړوکې ډله پيداکړي بيانوپر دوي باندي په ميليارډونو ډالرو لگښتونو ته کومه اړتياشته ؟
همدا د۲۰۰۸ کال دسپتمبرپر اوله دپاکستان دصدراعظم سرسلاکاررحمان ملک خبریالانوته  و ویل : ((د دغه هیواد امنیتي ځواکونو دالقاعده شبکې دمرستیال ایمن الظواهري دنیولویوښه فرصت له لاسه ورکړ.))
رحمان ملک ادعا وکړه چې ظواهري  دپاکستان د قبایلي سیمو اودافغانستان دختیځوولایتونولکه کونړاوپکتیا ترمنځ تګ راتګ کوي . داپه داسي حال کې دي چې ظواهري څو ځلې په قبایلي سیمو په تېره بیا باجوړ کې لیدل شوی دی . ملک رحمان وايي  هغه په کونړاوپکتیا کي زيات وخت پاتېږي  .داچي هگه چيري دير يالږ پاتېي ممه نده مهمه خبره داده چي دپاکستان استخبارات خبرديچي هغه چيري اوسی ،نوه کوم دليل ومنل شي چي دوي ته ئي داوسېدو چاي ند معلوم ؟
رحمان ملک داهم وايي چې ظواهري اوښځه یې په عین حال کې په مومندوایجنسی کي اوسېږي . اوس نوتاسو قضاوت وکړی چي رښتياهم دوي نشي کولاي الظواهري پيداکړي اوکه نه غواړي دادنړيوال ترهگروسره دمبارزې ترنامه لاندي داستان پاي ته ورسېږي . دادقم قم سريال به ترهغودوام ولري ترڅوچي دزبرځواکودهغه په ليدوکښي گټه وي .
بن لادن د۱۹۹۶ کال داگست پر ۲۳ له توري بوري څخه  په خپله لومړی څرگندونه کي يوه اعلاميه خپره کړه اوپدې اعلاميه کښي ئي دنړۍ له مسلمانانوڅخه وغوښتل چي تاسو بايد دخپل هيواد اوفلسطين دازادۍ په خاطر دامريکا او اسرائيلوپر خلاف جهاد پيل کړي.  متاسفانه  زموږ په ټول هيوادکښي يوه سياسي رهبر،مجاهد اوپر وطن مين دغه پردي ميلمه ږگ ونکړ چي خيريت دی ؟اونه ئې دې ټکی ته متوجه کړ چي له افغانستان څخه دامريکا اوسرائيلو پرخلاف جگړه ستونزمنه اودافغانستان  لپاره چي تر اوسه لادخپل منځي جگړې داورپه لمبو کي سوځي ډيره زيانمنه ده .که غواړي داسلامي نړی وگړي دامريکا اواسرئيلوسره جگړې ته راوبولې بهتره داده چي لږ ورنژدې شي  اوبهتره به چي دخپل هيواد سعودي نه داچيغ پورته کړي .
 متاسفانه استاد رباني  دبن لادن په گډون ۱۲۰ عربوته دافغانستان تابعيت ورکړ او ډيرئې  ونازاوه،هغه ئي وساته ،بيا دطالبانو لخوا حمايه شو اوتر اوسه ئې ساتي ،له هغه نه هم مالي اومادي مرستي ترلاسه کوي . چي په پايلو کښي ئي افغان ولس دخپل منځی سياليواوامريکاسره دجهادتر نامه لاندي کړېږي  . طالبان اونب لادن  وايي افغانستان  دامريکا اوگربي نړی نه آزادوو اوپه مقابل کښي امريکا اونړيواله ټولنه بياوايي داوطن له تروريستانو څخه پاکوو،پدغه نامعلومه گيرودارکي بېگناه افغانان شهيدان اوافغانستان يوځل بياددي پر ځاي چي ودان شي په کنډواله بدل اودپښتنو ريښه ئي وايستل ،دواړي خواوی ئي په يوه اوبل نامه له منځه وړي .
ډاکترصاحب کاکړ ليکي : بن لادن کوم ديني عالم اومجتهد هم نه و چي دجهاد اعلامولوصلاحيت ولري اويادنړۍ ټول مسلمانان جنگ کولوته وبولي .  هغه څوک چي دخپل هيواد له تابعيت نه بې نرخي شوی وي ،له يوبل ملک نه شړل شوی وي اوپه دريم ملک کښې ئي پنا ه موندلې وي دجهاد دعلان حق اوصلاحيت نلري .۳۱۴ مخ
له يوې خوا دافغانستان له خاوري دنابللي ميلمه اسامه بن لادن داډول اعلاميې  اودبلي خوادافغانستان سياسي اوپوځی نا انډول حالت ،له طالبانو څخه دافغان ولس مخ اړونه اوخوابدي ،دسيمي اوغربي هيوادونوې ستراتيژي اوگټي ددې لامل شوې  چي دافغانستان په اړه يوه نوې طرحه جوړه اوپلې شي .دغي طرحي ته  دشپږ جمع دوه هيوادوطرحي نوم ورکړه شو . د۱۹۹۷ کال په دهمه نيمايي کښي دامريکا اوروسې په مشوره ددې فرمول  دپلي کېدولپاره کارپيل شو. پدې فرمول کښي  ايران ، پاکستان ،ازبکستان ،ترکمنستان ، تاجکستان اوچين شامل وه اوجمع دوه ئې امريکا اوروسيه ول . دوي غوښتل په افغانستان کي دملگروملتودسازمان تر څارنې لاندي دتنظيمونواوطالبانوپه گډون  يوپراخ بنسټه حکومت جوړکړي . خوپدې شرط چي دشپږ جمع دوه هيوادو لپاره هم دمنلي وړ وي . ددې کارلپاره دملگروملتو دسازمان ځانگړی استازي لخظر ابراهيمی ته دنده وسپارل شوه ،هغه دريا ض په گډون ددغو هيوادو پلازمينوته سفر وکړ اوپه ۱۹۹۹ کال دجولاي پر ۱۹ مه په تاشکند کښي  دطالبانو،شمالي ټلوالي اوشپږ جمع دوه هيوادوداستازو په گډون کنفرانس جوړ سو،متاسفانه دکنفرانس پايلي گټوري نه وې .  لخظر ابراهيمي له دغي دندي نه ځان گوښه کړ اوداسي گنگوسې خپرې شوې چي بهرنيان خپلو خبرو اوژمنوته وفادار نه دي  .داپروسه ناکامه  شول ،دپخواپه دود پاکستان طالبانو اوپورته يادشوو هيوادوله شمال ټلوالي سره مرستوته دوام ورکړ. 
دبن لادن او امريکا تر منځ دښمني هغه وخت پيل شوه چي  دامريکايي استخباراتو په قول دهغه لخوا دافغانستان څخه  په (۱۹۹۸) زکال داگست د مياشتي په اومه دکينيا په مرکز نايروبي او تانزانيا په پلازمينه دارالسلام کښي دامريکي په سفارتونو کي دنهو، لسو دقيقو په تفاوت غټي چاودني چي (( ۲۱۹)) افريقايان او(( ۱۲ )) تنه امريکايان پکښي ووژل سوه ،دامريکا پر خلاف دغه عمليات ددي باعث وگرځېدل چي امريکا دطالبانو څخه رسمي غوښتنه وکړي تر څو بن لادن  امريکا ته وسپاري اويايې له وطنه وباسي . کله چي طالبانو دپاکستان په مشوره دهغه دتسليمېدوسره مخالفت وکړ او پدې نامه چي گويا هغه مجرم نه دۍاو زموږ ميلمه دۍ . له افغانستان څخه دبن لادن دايستلو پر سرطالبان او امريکا سره جوړ نه سول . په همدغه وخت کي  پر افغا نستان اقتصادي بنديزونه ولگېدل او دافغانانو حالت خراب سو په داخل او بهر کي ټول افغانانو له ملا عمر نه غوښتنه وکړه ،تر څودا نابللۍ مېلمه چي موږ ته زموږ دملي گټو او افغانستان دويرانۍ په قيمت تماميږي له افغانستان څخه وباسي ، متاسفانه طالب  چارواکو يوازي دپاکستان  خبره منل د افغانانو او نورو پرخبره يي غوږ نه نيوۍ هغه ئي له ځان سره وساته ،البته ددغه ساتنې په بدل کي طالبانودبن لادن څخه مالي اومادي مرستی هم تر لاسه کولې   .
ډاکترصاحب کاکړ هم په خپل طالبان او اسلامي بنسټپال نومي کتاب  کښي ددې خبري پخلۍ کوي   ليکي :
((دامريکا اوطالبانو تر منځ دبن لادن پر سره اختلاف راپيداکېدل ،هغه وخت پيل شوه چي دامريکا حکومت په افريقا کښي دچاودنوپه تور له طالبانو څخه دمحاکمې لپاره بن لادن  دتسليمېدوغوښتنه وکړ ه،ملاعمر دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايه .امريکادطالبانوپه وړاندي د۱۹۹۹ کال دفبروري دمياشتي وروستۍ نېټه وټاکل چي بن لادن وسپاري  ،يادي دنه سپارلوپايلوته انتظار وباسي . داچي دبن لادن پر سر دامريکا اوطالبانو تر منځ جنجال څومره اوږد شواوهمدا کشاله ددې لامل شوه چي دطالبانو حاکميت نسکورشو،ممکن دليکنې په نوروبرخوکي ورته اشاره وشي ، امريکا طالبانو ته ترهگر يادترهگرو ملاتړ ي ويل خو طالب چارواکو دانه منل اوتل ئې ويل چي موږ هم دترهگرو مخالف يو اودلته په افغانستان کي ترهگرو ته اجازه نه ورکوو،مگر په حقيقت کښي داسي معلومېږي  چي طالبانوددې پرېکړې صلاحيت نه درلود ،هغه لس کسيزه شورا چي دپاکستان داي اس اي  لخوا گمارل شوی وه ،هغوي دپرېکړنده خبري صلاحيت درلود،داچي ولي پاکستان  نه غوښتل چي طالبان دبن لاد تسليمېدوته وهڅوی ،فکر کيږ ي  دليل  به ئې داو چي  پاکستان پدي پوه شوی وچي  طالب مشرتابه ساده خلک دي ،کيداي سي تشويق شي چي بن لادن تسليم نه کړي .ددې کار په بدل کښي دوي له بن لادن څخه ډيري مالي مرستي ترلاسه کولې اودبلې خوادپاکستان داموخه وه چي امريکاڅخه هم دامتيازات تر لاسه کړي  . ))
دپاکستان دهغه وخت حکومت  په ځانگړې توگه استخباراتو اوداردوجنرالانو هم  داوس پشان امريکا غولوله، څو ځله دامريکا جمهوررئيس کلينټن  دټليفون خبرو په ترڅ کي  له نواز شريف  نه غوښتنه وکړه چي پر طالبا نو فشار راوړي ترڅو هغوي بن لادن امريکا ته تسليم کړي او يا يې بل هيواد ته دمحکمي لپاره ولېږي ،نوازشريف به هغه ته وعده ورکول مگر په عمل کي يې هيڅ  هم نه تر سره کول .
جالبه خولاداوه سره لدې چي  دپاکستان استخباراتي شبکو اودولت  دخپلي ستراتېژيکي ژورتيادپلان دپلي کېدو په موخه طالبانوته له وسلې نيولې دخوراکي توکوپه گډون هر څه برابرول بيابه هم پاکستاني چارواکوتل دايوه خبره کول چي دوي  غواړي  دامريکا اونړيوالو سره مرسته وکړي  خو متاسفانه پر طالبانو ددوي خبري چندان تاثير نلري .
دنوازشريف په وخت کي د((ستراتېژکي ژورتيا)) په نامه طرحه  داوه چي  پاکستان دهند اوايران تر منځ پروت دی  که هند پر پاکستان  پوځی ير غل  وکړي  هغه وخت به دپاکستان پوځ دافغانستان خاوري ته ننوزي اوهلته به ځان سمبالوي اودهند ير غل ته به ځواب وايي ،دوي دستراتېژيکي طرحه دشوروي پوځ دير غل اوافغانانو لخوادپاکستان له خاوري دهغه  دفع کولود تجربې له مخي جوړه کړې وه .اوپه همدې دليل ئې دطالباو غورځنگ  په افغانستان  واک ته ورساوه اودهغوي سره ئې هر اړخيزي مرستي کولې  .
پاکستان پدې ښه پوهېده چي امريکا دپاکستان په مقابل کي دسخت اوغوڅ دريزنه کار نسي  اخيستلاي ځکه امريکا پاکستان ته په منطقه کي دخپلو پلانونو دپلي کولوپه موخه دتل لپاره اړتيا لري .
دبن لادن دنيولواو يا وژلو لپاره څومختليفي  پروژي جوړي سوي ،پدې خاطرلومړۍ پنځه او بيا پنځه ويشت ميليونه ډالره جايزه وټاکل سوه . حوادثو داسي انکشاف وکړ چي د مرکزي اسيا دنفت او گازدترلاسه کولو په منظور دطالبانو سره مرستي عبث ولاړې،ديونيکال او دلتا دکمپنيو ټول پلانونه په اوبو کي لاهو سول ،خو بيا هم امريکادا ټول تاوانونه ومنل ،خو يوه ورځ کوم  امريکا يي جگپوړي مقام پاکستاني چارواکو ته ونه ويل شوه چي تاسوڅه کوۍ؟ او پر کومه لار روان ياست ؟ زما اودډيرو په باور پاکستان دامريکا لپاره هغه نازولۍ دۍ چي  هغه د چاخبره ټوله نړۍ يې تردوي  قربان کړې ده .دسياسي څېړونکوسره داسي يو نظر هم سته چي ممکن دامريکا استخبا راتي سازمان په منطقه کي دامريکا دسياسي ،اقتصادي او پوځي نفوذ تر ټينگولوپوري ونه غواړي داسامه بن لادن ،القاعدي دسازمان او طالبانو جنگي سيريال ته دپاي ټکۍ کښېږدي .د زيات شمير روڼ اندو افغانانو سره اوس دا ډار پيداشوی چي دامريکا په گډون دنړۍ             (( ۳۷)) هيوادونه له افغانانو سره يو ځاي خپل ځوانان دلاسه ورکوي ، تر ۶۰ زرو په مډرنه وسله بار پوځيان گويادامنيت په راوستلو اخته دي  ،او آهسته آهسته يي د نړيوالو په سترگوکي اعتبار ته  هم تاوان  رسيږي ، داسي نشي چي يو ځل بيا افغانستان دپاکستاني جرنيلانو تر ناولو غوښتنو قربان شي ؟ اويادغربي نړی  اونوی  سړې جگړې دتودېدوپه حال کي داور په لمبو کي وريت اودنړيوالي معاملې قرباني شي !
 که داسي نده نو ولي امريکا دادنړۍ سوپر زبرځواک پاکستاني وسله والو ځواکونو اوستخباراي کړيو ته سپينه او لنډه خبره نه کوي ، او ورته نه وايي چي پرځاي دي کښېنه اوافغانان نور مه زوره وه . کوڼ او ړوند په دې پو هېږي چي دافغان ولس دټولو بد مرغيواولاس په گريوان نا امنيو يو له  اساسي لاملونوڅخه پاکستان دي اوبس  .
د امريکا دغه تلاښونه چي دطلبانو مشران راضي کړي ترڅو هغوي بن لادن امريکا ته دمحاکمي لپاره وسپاري له ناکامۍ  سره مخ سوه ،که څه هم امريکادطالبانولپاره وروستۍ نيټه د۱۹۹۹دفبروري  مياشت ټاکلې وه ، مگر ډير ژر طالبانو اعلان وکړ چي اسامه بن لادن له دوي څخه هم ورک دی ځکه ئې سپارل ستونزمن دي  . دملگرو ملتوامنيت شورا په  ۱۹۹۹ ز کال داکتوبرپه ۱۵ نيټه دپريکړي په ترڅ کي دطالبانو نه وغوښتل چي پخپله خاوره کي دترهگرۍ مخه ونيسي او هغه کمپونه چي  شته وتړي اواسامه بن لادن دي دمحاکمې لپاره وسپاري  .
دامريکا لخواپر طالبانو دوه ځله بندېزونه ولگول شوه ،لومړئ ئې په ۱۹۹۹ کال دجولاي پر ۶ مه له امارت سره دسوداگري اومال معاملې بندي کړې او دامارت پانگه ئې  قلف کړه ،هند ډير دمخه داريانا الوتکي پروازونه بند کړه .
امريکا وتوانېدل دمسکوپر ملگرتيا دامنيت شورالخوا د۱۹۹۹م کال  داکتوبر پر ۱۵ مه پرطالبانونور بنديزونه ولگوي .
 دامنيت شورا بل کال (۲۰۰۰)ددسمبر په ۱۹ نيټه په خپل بل ۱۳۳۳ لمبر پرېکړه ليک کښي پرطالبانو باندي خپل پخوا ني بنديزونه په ټينگار سره تايدکړه ، اوپردې ئي خواشني وښودل چي طالبانو  لا تر اوسه اسامه بن لادن  ته پنا ه ورکړېده ،هغه اوملگري ئې پرېږدي چي دطالبانوتر کنترول لاندي سيمه کي دترهگرود روزلوکمپونوکي خلک وروزي    اود افغانستان څخه دبين المللي ترهگري عملونودسرته رسېدوپه موخه ديوې اډې په توگه کارواخلي .
دامنيت شوراپرطالبانو ږغ وکړ دنړيوالي ټولنې او افغان ولس غوښتنوته غاړه کښېږدي ،اما طالب چارواکو په دغه پرېکړه ليکو نوغوږ هم ونه گراوه. نه يې بن لادن وسپاره او نه يې دالقاعدي دروزني کمپونه و تړل .
 د ۲۰۰۱زکال په پيل کي دامريکا نوي ولسمشرجورج ډبليو بوش ته دمنځنۍ اسيادهيوادو نودنفت او گاز مسله چي دچين او روسې دگډ قرارداد په اساس به دهغوي پلاس کي لويدلي واي جالبه وبرېښېده اودامريکا لپاره داسي يو تړون هم دمنلو وړ نه و،په مدې منظور امريکايي چارواکوخپلودغو  اقتصادي موخو ته درسېدوپه  خاطر پرېکړه وکړه دطالبانو سره يوځل بيا دخبرو له لاري مخ ته ولاړ سي . دخبرو چاري دبهرنيو چارو په وزارت کي  (( کرستين روکا)) ته وسپارل سوې هغه دطالبانو سره شپږ ځله اودوه ځله په برلين کي نوري پټي غوندي جوړي کړې ، دغوغونډوکومه نتيجه ورنکړه ،دبرلين په دوهمه غونډه کي دطالبانواستازي برخه وانه خيسته ځکه دوي بنديزونه غندل او دملگرو ملتو پر سازمان يې نيوه کي لرلي   .
د۲۰۰۱ زکال  دجولاي په مياشت کي ((دشراپ شاير))په وسټن پارک کي چي دانگلستان په لوديځ کي يوه ډيره ښکلې سيمه ده ديويشت هغو هيوادوداستازو په گډون غونډه جوړسوه  کوم چي دافغانستان له موضوع سره علاقمندوه . دغه غونډه دملگرو ملتو په مشرتوب دانگلستان دباندنيو چارودوزارت لخوا په غير رسمي توگه رابلل سوې وه ، هلته پر دې وړانديز چي په افغانستان کي دي د پخواني پاچا محمدظاهر په مشرۍ يوه ائتلافي اداره جوړه سي مشوره وسوه . دامسله دشمال ټلوالي لخوا استقبال او پدي ډير خوښ سوه ،هغوي دا دکار پيل باله اويل يې بيا به وروسته گوروچي څه وشي ،دهغوي لپاره ظاهرشاه هدف نه بلکه هدف ته درسېدويوه وسيله وه . تر دغي غونډي لږ وروسته دپاکستان استازي ((نياز نيک)) په فرانسه کي داپه ډاگه څرگنده کړه چي دامريکي دهيئت يوه غړي ويلي وه ،((که طالبان دبن لادن په هکله په خپل دريز کي تغير رانه ولي پر خلاف به يې دزور نه کار واخيستل سي . هغه داهم وويل چي ددوي پر ضد به دتاجکستان له اډونه کار واخيستل سي )) هلته پخوا امريکا يي مشاوران ځاي پرځاي سوي وه ،ازبکستان هم خپله اماده گي ښودلې وه ،اودروسي يولس زره کسيزپوځ داماده گۍ په حال کي قرار درلود،روسې ځکه تياری ښودلی چي نه ئې غوښتل له يوې خواپه افغانستان کي دشمالي ټلوالي دقدرت کمبله ټوله سي اودبلي خوادطالبانو بنسټپال رژيم پخواني دشوروي  پلوته رانژدې شي . دپاکستان دغه چارواکي دا خبري اوپلان ددوي ديوه ځانگړي پلان په اساس چي دوي لاره افشاکړې ، او په غير مستقيم يې طالبانواو دهغوي پلويانو ته داڅرگنده کړه چي امريکا او دهغې ملگري هيوادونه طالبانو اوبن لادن  په هکله څه ډول پلان لري .يعني که طالبان دامريکا خبره ونه مني نودهغوي پر خلاف  وسله واله حمله کيږي ، پاکستان تل  دافغانستان په اړوند دا سياست پلي کړی چي  (( غله ته وايي غلاوکړه او دکور خاوند ته وايي بيدار اوسه .))
((فرانسس ويندرل )) لا د((۲۰۰۱ ز کال)) دمۍ له مياشتي نه راپدې خوا په روم کي له پخواني پاچا سره افغانستان ته دتگ په هکله ليدني  کتنې کولې ، دجولاي دمياشتي نه راوروسته ظاهر شاه ته داسي کتل کيده لکه دافغان واکمن چي وي .
په دغه وخت کي دطالبانو مشرانو ته دامريکا لخوا دوه پيغامونه واستول شوه چي په يوه کي يې غوښتي وه چي دبن لادن دنيولو لپاره دي عمل وسي ، اوبله دظاهر شاه په مشرۍ ديوې ائتلافي ادارې دجوړېدو په هکله دي خبري پيل  سي . دپردي شاته حالت داسي معلوميده چي امريکا نوره ديوڅه مودې  لپاره دطالبانو سرهديوائتلافي حکومت په جوړېدوسره  وداع کوله . په هغه وخت کي هم دا څرگنده معلومېده چي پاکستاني چارواکو او استخباراتي سازمان يې په افغانستان کي دملي پخلايني پر اساس دنوي حکومت له جوړېدو سره مخالف وه،هغوي تر وروستيو شيبو تلاښ وکړ چي طالب چارواکي په افغانستان کي پردولتي واک وساتي  . خو تروداع  دمخه يوه لويه  پېښه وسوه چي هرڅه يې پر دابله خوا راواړول .  
که څه هم د کتي کلارک په وينا (( دسپتمبر له تراجيدی نه څو اونۍ مخکښي دطالبانو دبهرنيو چارو وزير متوکل دکوم مرستيال په لاس په پېښور او اسلام اباد کي دامريکې قونسلگری اود ملگرو ملتودسازمان ادارې ته خبردارۍ ورکړۍ و چي بن لادن په دغه مقصد چي په زرگونو امريکائيان له مينځه يوسي،پر امريکې باندي دډير غټ بريد کوونکی دۍ خو دهغه دغه راپوراوخبر ته چا غوږ ونه نيوه. شايد له دې امله  وچي مرستيال يې دخبر سرچينه نه وه ښودلې .))
د۲۰۰۱زکال ددسپتمبر پر ۱۱مه ، ۱۹ نفرو ترهگرولخواچي پنځلس يي دسعودي عربستان وه په نيويارک کښي دنړېوالي سوداگرۍ مرکز دوه غبرگوني (( ۱۰۷)) پوړيز ي ماڼۍ اوپه واشنگتن کي دملي دفاع پر وزارت يا پنتاگون دملکي الوتکو په استعمال حمله وسوه  او دريمه الوتکه چي غوښتل يې پر سپينه ماڼۍ حمله وکړي دسورليو دفشار پر اساس دپنسلوا نيا ښارته نږدي پر مځکه ولويدل ،په نيويارک کښي تجارتي مرکزپسله هغه چي الوتکه پر ولگېده اور واخيست  او ماڼۍ ونړېدې ، تر دريو زرو زيات انسانانو داور په لمبوکي خپل ژوند دلاسه ورکړ . دالقاعدې ډلېپر انساني تلفاتو سربېره  (٨٠) ميليارده ډالره مالي زيان امريکا ته  ور واړاوه.په امريکا کې دغه ناورين ددې لامل وګرځيد چي په افغانستان کې دطالبانود واکمنۍ ستنې دپوځي يرغل پوسيله  ړنګي شي ،اوبن لادن ونسي  .،پاله داسوه چي دطالبانو حاکميت ړنگ شو،خوطالبان له منځه نه ولاړل ،هغوي دحه وخت لپاره پټ سوه کله چي دولت له زياتو ناکاميو،اداري فساد اوپه حکومت کي دحکمتونوسره مخامخ شو،ددولت اوخلکو تر منځ واټن  مخ  پر زياتېدو شو،پاکستان بيرته هغه زړه لوبه په زړو لوبغاړو راپيل کړه . دامريکا په متحده ايالاتو باندى له تروريستي بريدونوڅخه دا دى اوه کاله په تيريدو دى،خو امريکا تراوسه  پر دې نه ده بريالى شوې چى دالقاعدې دډلې مشر اسامه بن لادن اودهغه نورملګري ونسي اوياپه افغانستان کي دخپلو مخالفينو نفوذکم کړي  . ددوي تر حمايي لاندي دولت  دساتلوپه موخه لومړی پنځلس زره پوځ افغانستان ته داخل شو،خو اوس ئي شمېره تر ۶۰ زرو اوړي مگر بياهم ددوي اوددوي تر حمايې لاندي دوت په مقابل کي  مخالفت اوجگړه په خرپ روانه ده . دسولي تامينېدل اودبن  لادن نيول لاتر اوسه خوب اوخيال دی .
  دامريکا ،نړيوالي ټولني اوپه افغانستان کي دسولي راتگ اوبياجوړونې ته دبن لادن اوامريکاتر منځ دښمني  يولوي گواښ دی .دالقاعدې سازمان دځان اوخپلو سړيو لپاره دډيورنډکرښي کوزي خواته بل ډاډمن پټن ځاي پيداکړی ، دهمدغو خلکو له اسلامي او ملي احساساتوڅخه دخپلو موخواوله امريکاسره دخپلو دښمنيوپه ترسره کولوکي گټه اخلي .هلته ئي دپاکستاني استخباراتوپ مرسته  دطالبانوپه روزنتونوکي خپل سړي روزي . دپاکستان په خاوره  کي دهمدې سازمان دشتون اوله هغوي سره دمبارزې په پلمه دپاکستان پوځي افسرانو اواستخبارتي سازمان  نه يوازي داچي له امريکا اونړيوالي ټولنې مالي ،مادي اوپوځی گټي تر لاسه کوي ، اوتل دامريکا اونړيوالي ټولنې لخوا دافغانستان دبرخه ليک ټاکلو په اړوند سلا اومشورې ورسره کيږي . دپاکستان استخباراتي سازمان اوپوځي جنرالانودطالبانو اوالقاعدي سره دمبازې تر نامه لاندي په کوزه پښتونخواکښې بې شميره هغه قومی مشران چي دپاکستان له پوځی جنرالانو اواستخبا راتي کړيوسره ئې  ددوي په خوښه دافغان ولس پر خلاف سرنه خوځاوه نيست اونابودکړه ،يعني یه حقيقت کي دکوزي پښتنخواپښتانه  له سپېڅلو مشرانو څخه خلاص شول ،اوس دگوتوپه شمير يو څوکسان  پاته دي چي هغوي هم سرنشي خوځولاي . دمنځني ختيځ  اسلامي هيوادونه په ځانگړې توگه سعودي عربستان  ددې لپاره چي له دې نړيوال شر نه لري  او خوندي پاته شوی وي هم ددې ليوال دی چي بن لادن په همدې سيمه کي دخپل ژوند تر ورستيو شيبو پوري پاته وي  .
البته زموږپه هيواد کي ددغوموجودۀ  نا امنيو نور لاملونه هم شته چي په نورو برخو کي به ورته لنډه کتنه وشي . نوربيا