د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ ملي لوبډله نن تنزانیا ته ورسېده

خبري - څانګه 26.09.2008 03:32

دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ٢٠١١ زېږديز کال د کرکټ  نړيوالو سياليو ته دلارې موندلو په موخه په افريقايي هېواد تانزانيا کې کېدونکيو سياليو کې د ګډون کولو دپاره نن د تلې په څلورمه تانزانيا ته ورسېده.

د افغانستان د کرکټ فدراسيون نن د يادو شويو سياليو په اړه رسنيو ته ديوه خبري ناستې له لارې معلومات ورکړل. خبري ناسته په کابل کې د کرېکټ په نوي لوبغالي کې وشوه.

د ملي لوبډلې نوي روزونکي کبیر خان په کنفرانس کې وویل چې: زه له خلکو غوښتنه کوم چې د ملي لوبډلې د بریا دپاره دوعا وکړي.

نوموړي وویل چې هیله مند چې ملت او هېواد ته به ویاړ راوړي. نوموړي د ملي لوبډلې د لوبغاړو د استعداد څخه خوښي وښوده او وویې ویل چې ملي لوبډله د تنزانیا لوبو ته تیاره ده او په هر لحاظ د نورو لوبډلو څخه تکړه ده. خو په دې یې ټینګار وکړ چې د خلکو څخه د دعا هیله مند دی.


کبیر خان په خبري ناسته کې

کبیر خان وویل چې د نوموړي په اند د ده لوبډله د تنزانیا په لوبو کې په ټولو شپږو واړه برخه اخستونکي لوبډلو کې لومړۍ ده. نوموړي د نصیب په یارۍ هم ټینګار وکړ او ویې ویل: دا بېله خبره ده چې قسمت خراب شي او بنګله دېش له اسټرالیا څخه لوبه وګټي. په دې مانا چې ملي لوبډله غښتلې ده خو که قسمت ورسره یاري وکړي.

ملي لوبډله به د اکتوبر تر ۱۱ پورې په تنزانیا کې وي. ملي لوبډله به کوچنی اختر په تنزانیا کې په مسافرۍ کې تېروي.



په پېښور کې ملي لوبډله د تمرینونه په مهال

فخر کوم چې افغان یم. د لوبغاړي په کمیس لیکل شوي دي.

د تمرین بله برخه