د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غنی خان طنزي شعرونه

پوهنمل محمود نظری 23.09.2008 18:46

غني خان د خپل پېړ یوازینی شاعر دی چې د طنز په وسله يې د پښتني ټولنې په نه ویل شوو ستونزو پر جرړې باندی بریدکړ ی او په پوره زړه ور تیا یې غولونکو ته ګوته نیولې ده او بېله کومې ویرې يې هغوی غندلي او سپک سپاند کړي دي هغه له هرچا نه د پښتني ټولنې په نیمګرتیاو او کمزورو ټکو ښه پوهیږي نو د سمون لپاره يې نیغ په نیغه د ستونزو ریښو ته ځان رسوی او بیا په خپلو سیاسي او ظرافتي شعرونو کې هغه راسپړ ي او لوڅوي
هغه وایي:
.
څه که خلق ليونی غنی ته وايی
ډير ښه پيژنی خپل يار او د نور يار
دا هرومرو نه ده چې دطنز خندا او مالګه ډیره وي خو دطنز اصلي موخه چې د ټولنې سمونه ده مهمه ده چې دا موخه بیا د غنی خان په شعرونو کې تر بل هر شاعر ډیره ځلا لري هغه په طنز سره داسې مهمو شیانو ته ګوته نیسي چې ولس يې تر پزې رسولی دی خو څوک څه ویلی نشي او هغه په ډیر جرت دا د ټولنې ریاکاران ولس ته ښیي د هغوی عیبونه او فسا دونه سپړي
عجیبه دا سودا ګړدی
په لاس تیغ په سر قران
شنه قبايي دامام ده
کلکې سترګې د شیطان
په ځیګر لکه چنګیزدی
چلولی لکه ماهان
په خوله د ګلو باغ دی
په زړه سخا لکه ډیران
غړمبیده لکه زمری کړه
غریده لکه حیوان
پنجې ډوبې په سرووینو
سر يې بره په اسمان
یا
یا په بام د حرم د مستۍ ترانه
یا په شپه د وصال د نفلونو بهانه

یا

اې د ليو نيا نو نيکه ما ر ښه که مُلا ښه دې
تن م ِ ډ ک له ز هرو که زړه ډک مِ د بلا ښه دې

د ده په مستانه ليونتوب کې شاعرانه هوښياري او بيداري نغښتې ده
ټـــټــودوست کا ســـنـــډا یــا رکا
خر کړه خپل مطلب پــري بــار کا
خوار لوهــار تـــــــه لا لا وایــــه
چــــه تــیــره د رلــه ســـپـــــار کا
سرکار مر ګ له چه څوک بیا ئې
یـــــو کپــټــان بـل صوبــه دار کا
د مـــسـتئ چــه خر شې پــاتــــي
دشـــیخــي چــوغــه اختــیـــار کا
چـــه نــری رنځ ورشـــروع شې
ځان حاجــې کا پــرهـــیـــز ګارکا
چـه میږې تــه خدای پـه قــارشې
د وه وزر ورلــــــه تــــیــــــار کا

 


داچې کله کله د ټولنې فضا دا اجازه نه ورکوي چې لیکوال شوخی وکړی او په پښتنې ټولنه کې هم داسی کسان شته چې د مسخرو زغم نه لري، خو غنی خان په زړه ورتیا دا ټوله شا ته غورځوي او په میړانې بېله ویرې خپل د زړه خبرې بیانوي.

له هغه ځایه چې طنز ونه نیغ په ټولنې او د هغې له پېښوسره اړیکې لري نو د غنی خان شعرونه هم په نیغه ټولنیزو ستونزو ته ګوته نیسي د هغه طنزونه ډیر سربېرن او لږ ژور دی دا ځکه که په ټولنه کې چې هر څه ترنیګلتیاوي، پېښې، او نظرونه ډیر وي هغومره طنز سربیرن کیږي
عقل ترینه ږیری وخـــــوړ
خیـــــټې تری ایمان وخوړ
ګــوره په وربشوکښـــــې
خـــره لأل دبـدخشان وخوړ
ګــوړه یې نه خـــــرسیږې
خوارلاله دغمه ځان وخوړ
قبــــــض شـــــو دآ صیب
ډیرې هنـــدوستان وخوړ
ځارشـــــم دلیډر کولمو
خیټه یې دښــــــــکلولوده
چا مهار چا اوښ وخوړ
او ده واړه کاروان وخوړ
کوڼ ملا شهـــــــید دې
په مـــزار یې ډیوه بله کړه

طنزد سربېرني مانا پرته هرومرو یوڅه پټ په ځان کې لري او ممکن په یو وار ویلو سره څوک په هغه پوه نه شي خو بیا هم دطنز لومړی اغیره دهغه موسکا ده بیا د هغه سربیرنه او بیا ژوره مانا.
هغه د مچ او ميږی د چرګ او ملاچرګک ، د اوښ او نورو
ځناورو له خولې ژور سياسی او ټولنیز طنزی مطالب بيان وي او وايي

مچ دزمرې ستـــــــــــــــرګي شکوې ماشی داوښ وینه
خــــــــدایــــــــــــه ! ستــا عجیبه دنیا توره ده که سپینه
مړ لسو ګیدړو ببر شیر په بونډې چــــــــرګــــــــــه کــــــړ
سپور شغال په پړانګ دی دغرڅو ښکارله ځــــــــــــینه
پریوځې چواړې ته ځان ګا ڼه په رتې زورکــــــــــــــــړې
ښکلې ستا دګوتو جوړه ځـــــــــوانــــــــــــه نــــــــازنیــنه
ناسته ده دډم دلندن لور په ســــــــــــرو وریښمو کښې
لور دلــــــوی شیرشاه لور ئې په لاست دی لو له ځینه
مست مغروره سر دپښتون ټیټ سترګي ئې ښکته دې
شـــــــــرم داســـــــــــی شـــــــــــرم چـــه شرمونه شرموینه

هغه دټولنې هر بد کاره سړی غندي ان د بدو ښځو څخه هم مخ نه اړوی او وایي

یو واده د خدائ رحمت دې
یو طاعون دې یو وبا ده
په کالو نه ښکلې کیږی
دا بدخویه دلربا ده
په ګیلو نه ستړې کیږی
تل ویرونه دی غوغاده
فلانئ داسې فلانئ داسې
دا ئې کار دا ئې سودا ده
وائې غنی مئین په غوا
چې دروغ دی که رښتیاده

او بل ځای وايي:

چاله شـــراب ورکړی چاله ســرې ویــنې د جام
چـــالــه خـــــربـانــو د پـاره چــالـــه ګـــل انـــدام

چــــالــــه د لـــــولـــکــې په شان چسته اؤ رنګینه
چـــالـــــه د ګـــونـګټـــې پـــه شــان توره اؤ مهینه
چــــالـــه قتــقتـــئ کـــوکـــاری کـــړکـــه زړه چرګه
چـــالـــه غـــونډه مــونـډه مستــه تکه سپینه ګرګه
چـــــالــــه داســـې ستـــغـــه لـــکـــه اوچـــه بکیاڼه
چــــــالـــــــه ډوبــــه مســـتـــه لــکه نوې دوک بیاڼه
چــــاکـــره صـــابــــره کـــورودانــــه درنـــــه مــــیښه
چـــاکــــره سیـــمه کؤترئ په هر چا چې شوه پیښه
چـــــاکــــــره چــــلــی د چــــلــی لــــوړه بـــده مـــکاره
چـــــــاکـــره کــمتــره چـــې هــم ښــځــه وی هم یــاره
چــــالـــه زړه خـــــره بیــخـــونــده بـــې نـــوره پـواړه
چـــــالـــــه لـــــکـــه ســــروه د خــنـــدا ډکـــه اولاړه
چـــالـــه ښـــه تـــرســـکونه چـــالـــه ښه خوږه حلوا
یـــولـــه د نـــیمبـــو اچـــار اؤ بـــل لــــه مــــــربــــه

ورکــړه دقسـمـــت دی چـــالـه ډیـــره چـالـه کـمه
خدائ دِ هغه درکړی چې وی ستا په شونډو سمه

دغه بې پروا او بې قيده شاعر که څه هم يې ډیر ناويلي ويلي دي ،خپل او د کړېدي ولس زړونه يی ښه يخ کړی دي ، خو بيا هم خپل ځان مقيد ګڼي او د زړه ځينې خبرې په زړه کې ساتي .
غنی وايی که دزړه خبرې وکړم
پښتانه به می په سر لرګی کړی مات
خوزړه یې نه صبریږي او وایي:
مړۍ وؤکم شوې خوار
د لـــــــــوږې نه قرآن وخړ
ځه دلیونې د مــــــــــــــرض
خـــــــوشـــــې دارومــه کوه
غم دمرګ غــورځنګ دزړه
ستـــــرګــــــو دجانان وخوړ
دغه د سر ډار که دده په سر کې نه وای ، ښايې چې دغه آزاد خياله طنزویونکی شاعر د فکری آزادۍ حق نور هم ډير ښه په ځای کړی وای او د جرت او جسارت ډيرې لوړې څوکې ته ختلی وای .
چه خازې شنې مې په قبر وی ولاړې
که غلام مړيم راځی توککړی پرې لاړې
هغه له تکفیره نه ویریږی ټول درواغ مقدسات رسوا کوي اود مذهبي ریاکاران ساتې باټې او درواغ بربنډ وي

که تش په عقل وي په لياقت دي
نه په نصيب وي نه په قسمت دي
شيطان به نن ؤ لوي لـــــه جبر يله
غني به هم لايق د ولايــــــــت دي
د نړۍ د خبرونو په اوریدو سر ښوروي او وایي:
د جهان خبـــــــــــري ګوره
بيل به نکړي سپين له توره
اي غني ګيله تري مه کړه
شوه ړنـــــــده دنيا شبکوره
بیا سترګی له نړۍ څخه د خپل هیواد خوا ته را ګرځوي هغه د وخت په کا بینې ظاهراً سربېرن نظر اچوی مسکی کیږی بدلون ته يې په ملنډو ګوته نیسی او وايي :
چه پخواني وو څه وزيران
وي به ئي ږيري لوي مچان
ته راشه ګوره دا دخداي شان
چه نيم لغړ دي او نيم ګنجيان
هغه په زړه کې زړې خاطرې ګرځي لودیځي خواته ځي هلته یوی جنۍ ته ګوته نیسي او وایي :
دا يورپ دي جينکو کـښي وفا نشته
بي وقوفه ته د مړونه مـستي غواړي

هغه پښتون ته نصیحت کوي او بې پردې په طنز ورته وایي:

چــه پښتون تــه خدای پـه قارشې
لــــوی مـلـک ئــې د ســـرکــارکا
خـــان او خــر دې سـکـه ورونــه
مـسـتی پـه جــر زنــا پـه جــار کا
پـښـتون هــغه وی چــه مـــړ شې
خــپــــل پـــردې ورتـــــه ازار کا
خـــر تــری لـوي په جهان نه وې
چــــه پـــه ږیـــــره اعــتــبـــار کا
زړه کــړه زهر خوله خــوږه کړه
خــره راشـــه ځـــان هوښــیـار کا
یــــو د یـــار شــونــډ ی خوږي دې
یــــــو مزه غــوښــــه د ښــــکار کا
دلته بیا یوې بلې پښتني غمیزې ته ګوته نیسي او وايي:

خان راخيــــستي دي مـــــــــلا پسي څو بــــاړي
خپل کور سم کړه څه پر دي غمونه ژاړی
بل تــــــــــه وائي د حرص وبــــــــاسه غــــاښــونه
او پـخپـــــله سوان په لاس تيروي داړي

بیا په طنز وايي:

تل وطن پخپله وران کړی بل بدنـــــــام کــــــړي
ملايـان دې کړل قارغان خواري خراړي
چه پخپله په بيه قام خــــــــــــــــــــــــرڅـــــــوي ته
بيا پــــه کـوم مخ په ملا کوي پيشاړي
چه پخپله دي مخ کال کښي نئ ويځـلي
بل ته مه وايــــه زړګيــــــه چـــــه پــواړي
ته اول دصاحب پـــــــــــريــــــــــــــــږده سلامونه
بيا په ده سرسايه پريږ ده پــــــــه دلاړي
د غني نصيحت واوره اوس ځان بسم کړه
خــــــــولي له نه راځي بيابياتو کلي لاړي
هغه دژوند په هلکه وايي:
چې په ژوند كې سخته نه وي

لكه بې مالګې طعام
چې په خوله كې خندا نه وي
لكه ډك د خاورو جام
ژوند كه تل فرني څټل وي
دا خو سپى هم شي څټلاى
كه تش نسل زياتول وي
دا غويي هم شي كولاى
ژوند نه خېټه نه ماڼۍ دى
نه ډېرى د سرو لالونو
نه ياران، نه معشوقې دى
نه باغونه د ګلونو

د غني خان له نظره ژوند څه دى، هغه داسې ځواب ورکوی:
ژوند خو تله دى يو په مخه
غورځېدل او پاڅېدل دي
ټكى سوز او ټكى ساز دى
څه خندل دي، څه ژړل دي
اخځلیکونه


۱-ټول افغان وب پاڼه
۲- زموږ افغانستان وب پاڼه
۳- ویکی پدیا
۴- دستار وب پاڼه
۵-لوی افغان وب پاڼه