د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

پوهنمل محمود نظری 17.09.2008 18:11

پینځم کښت

لکه چې مخکې وویل شول دحاضر ځوابي یا سمدستې نظر ورکولو لپاره چمتو ذهن په کار دی . ژر ځواب ورکول یوفوق العاده استعداد او توانایي غواړي چې ځینې ځینې خلک ذاتاً دا توانايې لري.
کله کله څوک د یوې داسې خبرې یا پوښتنې سره مخامخیږي چې په هغه ګړۍ یې ځواب نه شوای ویلای خو په ذهن کې وروسته وروسته یو ښه ځواب ورته پیدایا جوړ کړي خود بد مرغه د ویلو وخت يې تیر وي نو ویلای شو حاضر ځوابي یو امتیاز دی.
وايي ملا عبدالرحمن جامي چې کله د یو کاروان سره حج ته تی په لاره کې د« سمنان » په سیمه کې غلو د هغو په کاروان برید وکړ، یو د غلو وویل:
زه ان ستاسو په پرتوګو کې ګورم چې هلته مو شی پټ کړی نه وي.
جامي ورته وویل:
راشه ویې پلټه! هر څه چې دي زموږ په پرتوګو کې وموندل هغه یې ستاسو .

په هرات کې یو ناشولټه کازي اوسیده یو ورځ جامي د هغه نه وپوښتل:
ولې خپل هیواد ته نه ځې؟
کازي ورته وویل:
- زما په هیواد کې یږان ډیر دي ویریږم پر ما برید ونه کړي نو ځکه نه ځم .
جامي سمدستې ورته وویل:
ستا له راتلو وروسته به لږ شوی وي.

یوورځ چرچیل په یوه نرۍ کوڅه کې رهي وو چې له هغه بلي خوا څخه د هغه سیاسي رقیب راتی، هغوی یو بل ته رډ رډ سره وکتل.
دهغه رقیب وویل: زه هیچکله دا کار نه کوم چې په یو اړخ شم او احمق تیر شي.
چرچيل په داسې حال کې چې په یو اړخ کېده وویل:
خو زه دا کار کوم.

یو نوی شاعر ملا عبدالرحمن جامي ته وویل:
د شپې مې حضرت خضر (ع)په خوب لیده چې خپلي مبارکي ناړی يي زما په خوله کې را واچولې!
هغه ورته وویل: تیروتۍ يې، هغه غوښته ستا پر مخ او ږیره توکړ ي خو ستا خوله خلاصه وه، ورې توی شوې.
یو سیاستوال د ځان ستاینه کول او ویل یې: شخصیت او متانت زما څخه تویږي.
رقیب يې سمدستې ورته وویل:سوچ کوم اوس ټوله توی شوی دي!!
دلته د حافظ څو خواږه غوڅ ځوابو نه راوړم چې معشوقه يې هغه ځوروي او غاښ ماتونکي ځوابونه ورکوي دهغه هره غوښتنه په خوږه ژبه ردوي او دهغه ګیلې او شکایتونه ټوکې ګڼي او دهغه ترخې پوښتنې په خوږو ، پستو ، مالګینو او خوږو خنداوو ورکوي.
دی گله ای ز طره اش كردم از سر فسوس
گفت كه اين سياه كج گوش به من نمي كند!
حافظ غواړی خپله معشوقه ځان ته نژدې کړي خوهغه په خندا دی په چل ول تورنوي

چو نقطه گفتمش اندر ميان دايره آی
به خنده گفت كه ای حافظ اين چه پرگاريست!؟
حافظ غواړي دهغې مینه له زړه وباسي خو معشوقه یې بیاپه ټوکو هغه لیونی بولي:

دوش سودای رخش گفتم ز سر بيرون كنم
گفت: كو زنجير تا تدبير اين مجنون كنم!؟
حافظ دمعاشقې څخه یوه مچه غواړي هغه په مسخرو ورته وايي ما او تا دا راکړه ورکړه نه لرو. تمه هم مه کوه!

بگفتمش: به لبم بوسه ای حوالت كن
به خنده گفت : كي ات با من اين معامله بود!؟
بل ځای وایي څه کیږی چې په یوه مچه د اخوار ونازوې؟


به خنده گفت كه: حافظ! خدای را، مپسند
كه بوسه تو رخ ماه را بيالايد
کله چې حافظ غواړي دمعشوقي له ناز ه ځان قربان کړي خو معشوقه یې د دې نه ډیر څه غواړي

عشوه ای از لب شيرين تو دل خواست به جان
به شكر خنده لبت گفت: مزادی طلبم
حافظ د عاشق اومعشوق په مناظري کې دوه ښکلي غزلونو لیکلي چې یو یې دلته راوړو

گفتم: كي ام دهان و لبت كامران كنند؟
گفتا: به چشم، هر چه تو گويي همان كنند
گفتم: خراج مصر طلب مي كند لبت
گفتا: در اين معامله كمتر زيان كنند
گفتم: به نقطه دهنت خود كه برد راه؟
گفت: اين حكايتيست كه با نكته دان كنند
گفتم: صنم پرست مشو با صمد نشين
گفتا: به كوی عشق هم اين و هم آن كنند
گفتم: ز لعل نوش لبان پير را چه سود؟
گفتا: به خنده شكرينش جوان كنند
گفتم: كه خواجه كي به سر حجله مي رود؟
گفت: آن زمان كه مشتری و مه قران كنند
گفتم: دعای دولت تو ورد حافظ است
گفت: اين دعا ملائك هفت آسمان كنند
وایي یوه شپه خیام څورلسمې سپوږمۍ ته ناست او شراب یې څښل ؛ناببره یو توند باد شو ، د خیام د شرابو کوزه لاندی ولویده اوماته شوه؛ خیام په غوسه اسمان ته ګوری او وایي:

ابريق مي مرا شکستي ربي
بر من در عيش را ببستي ربي
من مي خورم و تو مي کني بد مستي
خاکم به دهن مگر تو مستي ربي؟
پر هغه عضب نازیلیږي ، مخ یې تک تور کیږي . هغه بیا اسمان ته ګوري او وایي:
ناکرده گناه در جهان کيست؟ بگو
ان کس که گنه نکرده چون زيست بگو
من بد کنم و تو بد مکافات دهي
پس فرق ميان من و تو چيست؟ بگو!
خدای هغه بښي او مخ يې بیرته روښانه کیږي.

رحیم یو ماشوم ووچې پسونه او د اوښانو رمه يې پوول یو ورځ امير اسماعيل خان عامري(حکمران) د لښکر سره د هغه ځای تیریدی ټول هلکان وتښتیدل خو یو هلک (رحیم ) لاهلته ولاړ وو
امیر د هغه نه وپوښتل ستا نوم څه شی دی؟
هغه ورته وویل:

ما مردمك \\\"خور\\\"يم
از علم و ادب دوريم

امیر د هغه دا حاضر ځوابي او شعري طبع خوښه شوه او د هغه دپلار څخه یې وغوښتل زوی یې رحیم د ښوونې او روزنې لپاره هغه ته وسپاري. پلار يې ومنل دا ماشوم مشهور شاعر یغما وو

یو شاعر یوه ښکلې میرمن درلوده هغه مړه شو د هغې دسپين سری مور ساتنه د هغه په غاړه شوه دوستانو یې دهغه څخه وپوښتل: د ښځې له بیلتون سره څرنګه يې؟
هغه وویل :دهغې نه لیدل دومره ځورونکي نه دي لکه د مور لیدل يې
دیده بر تارک سنان دیدن
خوشتر از روی دشمنان دیدن

یو سړی له یو حاضر ځواب بخیل نه وپوښتل: د قران شریف کومه آیه دي ډیره خوښه ده؟
هغه ورته وویل : خپل مالونه بې عقلانو ته مه سپاری.\\\"(نساء/5)

یو سړي یوحاضر ځواب صوفی ته وویل: خپله چپنه وپلوره!
هغه وویل : که ښکاري خپل دام وپلوري نو په څه شی ښکار وکړي.

یو سړی د خدايي دعوا کوله . پولیسو هغه بندی کړ .
یوبل سړي د هغه نه په ملنډو وپوښتل : آیا خدای په زندان کې وي؟
هغه ورته وویل: خدای هر چیری وي.

یو واعظ پر منبر ویل: هر څوک چې د آدم او حوا نوم ولیکی او په کور يې وځړوي شیطان يې کور ته نه ورځي
طلحک ولاړ شو او ویي ویل: شیطان هغوی په جنت کې د خدای تر څنګه ختا ایستل نو زموږ کور ته دهغو دنوم په لیدو څرنګه نه راځي.

اخځلیکونه
tebyan .net-1
gamshadzahi.persianblog.ir-2
futurama.ir-3
journalist.persianblog.ir-4