د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرېکټ ملي لوبډلې د پېښور په تجربوي لوبو کې جناح لوبډلې ته ماتې ورکړه

خبري - څانګه 16.09.2008 20:01

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال د نوي روزونکي کبيرخان له خوا په پېښور کې روزل کېږي. ملي لوبډله په تنزانیا کې د اکتوبر په میاشت کې د څلورم پړاو د سیالۍ دپاره تیاری نیسي.

د تمرینونو په لړ کې به ملي لوبډله د پېښور د سیمه ییزو لوبډلو سره څلور لوبې کوي. نن یې لومړۍ لوبه د جناح د سیمه ییزې ډلې څخه وګټله.

افغان ملي لوبډلې د جناح کلب لوبډلې ته په ۸۸ منډو ماته ورکړه. لوبه د ارباب نیاز په لوبغالي کې وشوه.

د ملي لوبډلې پلان

ملي لوبډله به څو ورځې نور هم په پېښور کې تمرینونه کوي . د سپتمبر په اخري ورځو کې به تنزانیا ته ځي او د څو ورځو تمرین څخه وروسته به د اکتوبر په څلورمه ورځ د څلورم پړاو په سیالۍ کې خپله لومړۍ لوبه د فیجي سره کوي.

افغانستان په پنځم پړاو کې د لومړي مقام لاس ته راوړلو په نتیجه کې څلورم پړاو ته بریالی شوی. د څلورم پړاو لوبې د تنزانیا په پلازمېنه دار السلام کې د روان زېږدیز کال د اکتوبر د ۴ څخه تر ۱۱ پورې کېږي.

په دې سیالیو  کې شپږ لوبډلې: افغانستان، جرسي، فیجي، هانګ کانګ، ايټالیه، او تنزانیا برخه اخلي.

د څلورم پړاو د لوبو د مهال ویش د کتلو دپاره دلته کېکاږئ.

 د ملي لوبډلې نوی روزونکی

د تنزانیا په لوبو کې به دملي لوبډلې رزونکی کبیر خان وي. کبیر په پېښور کې د ۱۹۷۴ ز کال د اپرېل په ۱۲ نېټه زېږېدلی دی. کبیر خان د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی. نوموړی ښه توپ ویشتونکی و.

د کبیر خان د ۱۹۹۷ کال انځور. هغه مهال یې د پاکستان د ملي لوبډلې سره لوبه کوله

کبیر خان په ۲۰۰۰ ز کال کې په یوه لوبه کې سوزي

کبیر خان د روان زېږدیز کال د می تر میاشتې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې روزنه کوله. د می په میاشت کې یې په دې موخه چې سکاټلینډ کې د څلورمې کتګورۍ روزنیز کورس ووایي له دندې استعفا ورکړه. 

 په مالیزیا کې د آسیا د غوراوۍ په سیالیو کې د ملي لوبډلې د ښه کردار د نه ادا کولو څخه وروسته د ملي لوبډلې روزونکي تاج ملوک استعفا کړې وه.

ستونزې او لانجې

 د افغانستان د کرېکټ په فدراسیون کې دا مهال بي اتفاقیانې شته دی. د کرېکټ د فدراسیون پخواني مشر شهزاده مسعود له دندې د شخصي مصروفیتونو په پلمه استعفا کړې وه، خو د فدراسیون د ټاکنو په نتیجه کې د الله داد نوري د ټاکلو څخه وروسته فدراسیون اعلان وکړ چې شهزاده مسعود یې د سرپرست مشر په توګه وټاکه. مخکې خلک خبر نه و چې په فدارسیون کې د سرپرست مشر دنده هم شته دی. داسې ښکاري چې د فدراسیون د یو موټي ساتلو په موخه شهزاده مسعود بېرته د فدراسیون مشرۍ ته زړه ښه کړی دی.

د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک د فدراسیون په اوسني مشرالله داد نوري تور لګولی و چې د ولایتونو استازو ته یې د فدراسیون په ټاکنو کې "ډالر" ورکړي دي تر څو الله داد نوري د فدراسیون د مشر په توګه وټاکي.


اړوند خبرونه:

 د کریکټ د فدراسیون مشر شهزاد مسعود سره مرکه

الله داد نوري د افغانستان د کریکټ د فدراسیون نوی مشر وټاکل شو