د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولایاتو استازو پیسې خوړلي، ځکه یې زه د کرېکټ د فدراسیون مشر نه کړم. تاج ملوک

خبري - څانګه 13.09.2008 19:24

د شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک د فدراسون په مشرالله داد نوري تور لګولی چې د ولایتونو استازو ته یې د فدراسیون په ټاکنو کې "ډالر" ورکړي دي تر څو الله داد نوري د فدراسیون د مشر په توګه وټاکي.

د افغانستان د کرېکټ  د فدارسیون د نوي مشر د ټاکلو دپاره څو ورځې مخکې ټاکنې وشوي. الله داد نوري او تاج ملوک د فدراسیون د مشرۍ دپاره ځانونه کاندید کړي ؤ.الله داد نوري د ۱۹ څخه د ۱۸ رایو په اخستو د فدراسیون مشر وټاکل شو.

تاج ملوک شمشاد ته وویل چې ماد فدراسیون مشرۍ ته د دې دپاره ځان کاندید کړی و چې د کریکټ  په ملي لوبډلې کې بنسټیز بدلونونه راولم . نوموړي وویل چې زه ټولو تر منځ د یوالي ضامن وم . نوموړي وویل چې د ولایتونو څخه راغلو استازو ورڅخه پیسې وغوښتې او ورته یې وویل چې د"ډالرو" د ورکړې وخت دی. تاج ملوک وایي دا چې پیسې یې ورنکړې نو ځکه يې ټاکنې بایلودې. تاج ملوک زیاته کړه چې د کرېکټ په ملې لوبډله کې ماله اوله یووالې غوښتلو.

د اګست د میاشتې په ۲۸ومه د کرکټ د فدراسون پخواني مشر شهزاده مسعود استعفا ورکړې وه.

 د کرکیټ  فدراسون څخه هغه وخت هم د بې اتفاقۍ او اختلافونو بوی راتللو کله چې په مالیزیا کې د آسیا د غوراوۍ په سیالیو بوخت و. هغه مهال د لوبو د بایللو، د ښې لوبې د نه کولو، او د ملي لوبډلې د روزونکي تاج ملوک د استعفا ورکولوڅخه وروسته ټول افغان په مالیزیا کې د شهزاده مسعود سره د ټلیفون له لارې مرکه کوله او غوښتل یي چې د نورو لوبغاړو سره هم خبرې وکړي، شهزاده مسعود پرېنښودو چې مرکه ورسره وکړو او د تاج ملوک د لرې کېدو اصلي لامل معلوم کړو. شهزاده مسعود موږ ته  په ځواب کې وویل(( دا پرېکړه د ټولو لوبغاړو او تاج ملوک په خوښه شوې ده)).

 دا تور او ورسره تړلی غوغا او اینډه په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې ملي لوبډله تمرینونو ته اړتیا لري تر څو د اکتوبر په میاشت کې د څلورم ډوېژن په سیالۍ کې کم تر کمه دوهم مقام وګټي تر څو وکړای شي درېم ډوېژن ته لار ومومي او نړیوال جام ته خپل سفر روان وساتي.

تاج ملوک د ډالرو د کارولو د تور تر څنګ دا هم وویلې چې د نوموړي دوه وروڼه کریم صادق او هستي ګل به د ملي لوبډلې سره د احتجاج په توګه نوره لوبه ونه کړي.

داسې ښکاري چې تاج ملوک په دې خونړي غوبل کې ډېرې پاڼې په لاس کې لري چې د خپلو مخالفینو په ضد یې استعمال کړي. په دې کې یوه هم د نوموړو د وروڼو د لوبې کولو یا نه کولو پاڼه ده چې غواړي له دې لارې په فدراسیون فشار راوړي.

د تاج ملوک توریو څه دواقعیتونو سره سمون نه خوري . د افغانستان د کرېکټ فدراسیون په ټوله مانا فقیر په او په ګدایۍ مخکې روان دی. دا چې دا څومره واقعیت لري چې د یو داسې فدراسیون د مشرۍ دپاره دې څوک ډالر وکاروي، معلومه نه ده. خو تاج ملوک په خپله مرکه کې د ځينو شرکتونو د سپانسرشپ خبره وکړه چې ویې ویل الله داد نوري یې پر ضد دا حربه کارولې ده. تاج ملوک نه دي ویلي چې سپانسرشپ په څه توګه الله داد نوري د ده پر ضد کارولی دی.

یوه خبره چې تر اوسه ښکاره شوې ده دا ده چې د کرېکټ د فدراسیون بازان د تنزانیا د لوبو دپاره د لوبغاړو د تیارولو په ځای د خپل غرور په خړوبولو مصروف دي. هر یو په دې هڅه کې دی چې د فدراسیون مشري او یا هم کوم بل مهم منصب لاس ته راوړي.

موږ  بریالي نشو چې د تاج ملوک د څرګندونو په اړه د الله داد نوري غبرګون معلوم کړو.

اړوند خبرونه:

 د کریکټ د فدراسیون مشر شهزاد مسعود سره مرکه

الله داد نوري د افغانستان د کریکټ د فدراسیون نوی مشر وټاکل شو