د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبر څنګه ولیکو؟

محمد کریم نور 13.09.2008 04:11

کله چې په اتلسمه پېړۍ کې د تېلېفون او تلګراف لیکې نوې جوړې شوې، د دې وړتیا یې نه درلوده چې یو خبر د په بریا سره ولېږدوي . د دې ګواښ تل شتون درلود چې د خبر دوه درې کرښې ورسېږي، خو بیا د اړیکه غوڅه شي . نو له دې وېرې چې تېلېګراف به سم کار ونه کړي، ژورنالېستانو د خبرزړی یا د خبر آر برخه د خبر په لمړیو کرښو کې لیکله . دوی په دې اند ول، چې که ټول خبر ونه رسېږي، اړینه برخه خو به یې رسېدلې وي . د وخت په تېریدا سره دغه وېره پر یوه دوی بدله شوه . نو ځکه په اوسني وخت کې هم خبریالان د خبر ډېره اړینه برخه د خبر په سر یا لمړۍ برخه کې لیکي .

بلخوا ډېر ژورنالیستیک پوهان او خبریالان بیا له دې \"خیالي کیسې\" سره ناباندې دي او وایې چې دغه فورمول د وېرې او اړتیا له امله نه، بلکې د ژورنالېستي پوهې او څېړنو په پایله کې منځته راغی چې اوسمهال یې د یوه بنسټ په بڼه په ټوله نړۍ کې منل شوی دی . دوی په دې اړوند وایي چې که چېرې یو لوستونکی د پوره خبر د لوستلو وخت ونه لري، نو کولای شي چې د خبر دوه درې کرښې ولولي . او دغه دوه درې کرښې باید لوستونکي ته د پېښې په باره کې هغه اړین مالومات ورکړي چې څه شی، چېرې او څه وخت پېښ شول .

دغه فورمول یا دوی چې د نسکور هرم یا منشور په نامه یادېږي، دا مانا لري چې د خبر سټه، اړینه، مهمه یا آر برخه باید د خبر په سر کې او هغه چې لږ اړینه ده د خبر په پای کې ولیکل شي . همداراز باید لمړی پراګراف د دویم، دویم د دریم او . . . په پرتله اړین وي .

د خبریال لپاره دا بې توپیره ده چې د کوم الواک پلوی دی، خو باید تل په پام کې ولري چې د خبر زړی، د خبر اصلي یا اړینه برخه د خبر په لمړیو کرښو یا سر کې ولیکي .

د خبر لیکدود

خبر باید د کېدون تر بریده لنډ ولیکل شي . دا په دې مانا نه، چې لوستونکی، هغه د چاه خبره، تر ګودره له ځان سره بوزئ او بېرته یې تږی راولئ . هر خبریال باید لوستونکي دومره مالومات ورکړي چې د ده تنده پرې ماته شي . سر بېره پر دې خبریال کولای شي چې د روانې او ساده ژبې د کارولو په موخه یوه یا دوې غونډلې ډېرې ولیکي .
د ورځپاڼې لپاره خبر باید د کیسې په شان، کرونولوژیکه یا نیټه ییزه توګه (لمړی څه پېښ شول، دویم . . . بیا . . .) ونه لیکل شي .
که چېرې خبر په برخو وویشو، نو لاندې بڼه ځانته غوره کوي :

لمړۍ برخه (سرېزه یا لنډیز):

دغه برخه باید لوستونکي ته ډېر اړین مالومات ورکړي، لوستونکی د پاتې خبر لوست ته وهڅوي، او لاندې پوښتنو ته ځواب ووایي :

څوک؟ څه شی؟ څه وخت؟
دغه برخه کېدای شي چې په دوو غونډولو کې راونغښتل شي .

دویمه یا تشریحي برخه :

دغه برخه د چېرې؟ څنګه؟ او خبرځای پوښتنې راځوابوي . همداراز د پېښې پر نورو جزیاتوراڅرخي لکه د پېښې د ښکېل کسانو، دولتي کارمنو او . . . چې کابو په درو یا څلورو غونډلو کې به څرګنده شي .

دریمه برخه یا شالېد:
دغی برخه د (ولې ؟) سربېره د پېښې پر شالېد رڼا اچوي .

څلورمه برخه یا راتلونکې

ډېر وخت د یوې پېښې راتلونکې څرګنده وي . لکه د ښاغلي کرزي سفر پاکستان ته . په داسې اکر کې خبریال د پېښې پر راتلونکي پرمختګ او د راتلونکې د پرمختګ پر جزیاتو هم باید خبرې وکړي . په دې مانا چې که ښاغلی کرزی په پاکستان کې له ولسمشر زرداري سره کوم تړون لاسلیکوي، نو دابه یو راتلونکی پرمختګ وي، خو د تړون پر جزیاتو راڅرخېدل بیا د راتلونکي پرمختګ د جزیاتو څرنګوالی دی .

خبر لیکل د وخت پر بنسټ

که چېرې پېښه لا پر مخ روانه وي، نو لازمه ده چې دغه غونډلې په وسمهال کې ولیکل شي . لکه :
ولسمشر کرزی له ښاغلي زرداري سره د امنیت جرګه ګۍ په اړه خبرې کوي .

که یو پېښه په تېر مهال کې شوې وي، خو چې په اوسمهال پورې ټراو ولري، نو باید دغه غونډلې په لنډ تېر مهال کې ولیکل شي . لکه :
ښاغلی کرزی پاکستان ته تللی دی .
دلته د ښاغلي کرزي سفر په تېر وخت کې پېښ شو، خو لا تر اوسه روان دی او په اوسمهال پورې اړه لري . په ټولیزه توګه د خبر لمړۍ برخه یا لنډیز په همدې دواړو وختونو یا زمانو کې (اوسمهال او لنډ تېرمهال) کې لیکل کېږي .

د پېښې دویمه یا تشرېحي برخه معمولاَ َ د نکل په ډول په نابشپړ او بشپړ تېرمهال کې لیکل کېږي . لکه :
د سړک جوړونکې کمپنۍ کارمن کارځای ته راتلل چې طالبانو پرې برید وکړ .
ماشومانو ډوډۍ خوړه چې ناټو ځواکونو پرې بمونه وغورځول .

د پېښې دریمه برخه یا شالید چې ډېری وخت پر هغو مالوماتو راڅرخي چې په تېرمهال کې پیښ شوي وي، نو د هغوی لپاره باید لرتېرمهال وکارول شي . لکه :
مشرف له ولسمشر کرزي سره ژمنه کړې وه چې له طالبانو سره به مرسته نه کوي . . .

د څلورمې برخې لپاره وسترمهال یا راتلونکې زمانه کارول کېږي . خو د پام وړ دا ده چې خبرلیکنه د وخت پر بنسټ، لکه برېسره چې څرګنده شوله، هېڅ وخت دوی یا قاعده ګرځېدلای نه شي، بلکې یوازې یوه لارښوونه ده . ځکه چې د خبر لمړی برخه یا لنډیز چې د پېښې د راتلونکي پرمختګ په باره کې وي، نو بیا به هرومرو وسترمهال یا راتلونکې زمانه کارول کېږي . همداراز کېدای شي چې په یوه خبر کې هېڅ لرتېرمهال ته خبریال اړ نه شي .

د سکالو د ښه ترا پوهاوی لپاره به لاندې خبر تر یوې ځغلندې کتنې لاندې ونیسو .
پر دغه خبر د کنتې موخه پر لیکوال ګوتنیونه او یا خدای مه کړه لیکوال ته سپکاوی نه دی، بلکې یوازې او یوازې د سکالو د روښانولو لپاره غوره شوی دی!
د افغانستان په کندهار ولايت کې د يوې امنيتې پوستې اته تنه پوليس وژل شوي او يو بل
يې ټپي شوۍ دۍ دا پيښه بيګا شپه د کندهار ولايت پنجوايې ولسوالۍ په مربوطاتو کې
شويده او په هکله يې دا د ولايت نوي امنيه قومندان مطيع الله وه ويل چې پدي پيښه
کې د يوي امنيتي پوستي اته تنه پوليس وژل شوي يو يې ټپي شوۍ دۍ،
د ده په خبره تراوسه پورې د پيښې بشپړ جزيات ندي په ډاګه شوي، چې د چا لخوا څنګه رامينځ ته شوي
ده۰ پدې اړوند داسې راپورونه هم شته چې دوه تنه پوليس بې درکه شوي هم
دي،مګرقومندان مطيع الله نور څه وه نه ويل، خو وسلوالو طالبانو يې مسوليت په
غاړه اخيستۍ دي
http://www.benawa.com/details.php?id=19433
۱۴ جمعه د ١٣٨٧ لمريز کال د چنګاښ


دغه خبر نه یوازې دا چې په ګړدود لیکل شوی، بلکې ډېرې نورې غلطۍ هم لري . دلته به یوازې یو څو په ګوټه کړو .

دا چې دغه خبر د افغانانو لپاره دی، نو دلته د \"افغانستان\" د ویي راوړل بې ځایه دي . ځکه چې افغانان پوهېږي چې کندهار د افغانستان ښار دی .
د پولیسو وژنه دوه ځلې لیکل شوې ده . په خبر کې تکرار یوازې او یوازې د لوستونکې لپاره یو بې ځای بار دی .

دغه غونډله (( پدې اړوند داسې راپورونه هم شته چې دوه تنه پوليس بې درکه شوي )) له آره یوه انګازه ده چې انګازه په خبر کې ځای نه لري . که څه هم چې خبریال لیکلي دي چې \"داسې راپورونه هم شته \"، خو پوښتنه دا ده چې خبریال دغه راپورونه له کومه ځایه په لاس راوړي دي . که رښتیا یې په لاس راوړي وي، نو ولې یې لیکلي نه دي چې د کوم لاسوند پر بنسټ یا هم د چا پر وینا دا خبر لیکي چې دوه پولیس بې درکه دي . دغه انګازه ښاغلي خبریال له چا څخه، چېرته واورېدله؟ د خبریال وینا ((مګرقومندان مطيع الله نور څه وه نه ويل ))، نو بیا خو دا خبر چې ګواکي پولیس ورک دي، نوره هم خپله رېښتینولي له لاسه ورکړه .
د خبریال په وینا(( پدې اړوند داسې راپورونه هم شته چې دوه تنه پوليس بې درکه شوي هم
دي،مګرقومندان مطيع الله نور څه وه نه ويل، خو وسلوالو طالبانو يې مسوليت په غاړه اخيستۍ دي))، دغه غونډله لوستونکي ته یو نامالوم او یا نابشپړ پیغام رسوي . په دغه غونډله کې یو خوا د ورک شویو پولیسو یادونه شوې ده، بلخوا د قومندان مطیع الله ناخبري څرګندوي . سربېره پر دې، له دوهمی کامې وروسته (اوبن رنګ غونډله) بیا طالبانو د پېښې مسولیت پر غاړه اخېستی دی . دغه غونډله ګرد سره د وران پوهاوي سبب ګرځي . لمړی پوښتنه اوس دا ده چې :
آیا طالبانو د ټولې پېښې پازوالي پر غاړه اخېستې ده که همدارنګه د دوو لادرکه پولیسو؟
که دغه غونډله په دې مانا چې د پولیسو د تښتونې پړه هم رانغاړي، نو بیا د لادرکه پولیسو په باره کې خو باید د طالب جنګیالیو وینا په ډېره څرګنده توګه لیکل شوی وای چې دوی په رښتیا سره دوه پولیس تښتولي دي .


ځینې غلطۍ چې د لیکلار په برخه کې دې، خبریالان پوهېږي، خو یو څو بېلګې یې په لاندې ډول دي :

وه ویل » وویل
شوۍ دۍ » شوی دی
اخیستۍ دي » اخېستی دی
. . . نورې غلطۍ هم لرې، خو همدا درې یې د بېلګې په توګه بس دي .

موږ کولای شو دغه خبر په لاندې توګه هم ولیکو :

تېره شپه د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې اته ساتندویان وژل شوي دي او یو ټپي شوی دی . د پېښې پخلی د کندهار امنیه قومندان مطیع الله کړی دی . ده په دې اړوند نور مالومات په ډاګه نه کړل چې پېښه د چا له خوا او څنګه رامنځته شوې ده .
((که چېرې د پېښې پړه رښتیا هم طالبانو په غاړه اخېستې وي، نو بیا خبریال کولای شي چې ورسره ولیکي ))
طالب ویاند . . . . د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده .
(( که چېرې رښتیا هم دوه پولیس طالبانو تښتولې وي، نو بیا کېدای شي چې خبریال ولیکي))
طالب ویاند . . . . زیاتوي چې دوه ساتندوی یې ژوندي نیولي دي، خو قومندان مطیع الله په ډې اړوند ناخبري څرګنده کړه .

د مجلي خبر

که څه هم چې د مجلي او ورځپاڼې خبر دواړه د مالوماتو د لېږد لپاره کارول کېږي، خو د مجلې خبر د ورځپاڼې هغه په څېر نه لیکل کېږي . که څه هم چې د مجلې په خبر کې سریزه (لیډ یا لنډیز)، تشریحي برخه او شالید هم شتون لري، خو د مجلې خبر پېښه په کرونولژیک یا د نېټې په څېر (چې لمړی څه وشول، دویم څه وشول او دریم . . .) او یا هم د کیسې په ډول لیکي .

د ورځپاڼې د خبر په لمړۍ برخه (سریزه، لیډ یا لنډیز) کې د پېښې اړین ټکي (څوک، څه شی، څه وخت) لیکل کېږي، خو په مجله کې د لیډ پر ځای داسې یوه غونډله کارول کېږي چې لوستونکي د خبر لوست ته وهڅوي . له همدې کبله د مجلي د خبر لمړۍ غونډله د \"کشولو غونډلې\" په نامه یادېږي . د مجلې د خبر په سر کې د (څوک، څه شی او څه وخت ) پوښتنې نه ځوابېږي .

د مجلې خبر د ستونزې تشریح، پرمختګ او د هغې د راتلونکې په باره کې مالومات ورکوي .

د مجلي د خبر په لوست سره لوستونکی باید پوه شي چې :
ستونزه چېرې وه او اوس چېرې ده؟
په کومو لارو چارو لاس پورې شو، او په کومو باید لاس پورې شي؟
د حل لاره څه ده؟
دغه ډول پوښتنې هغه وخت په ښه ترا توګه ځوابېدای شي چې خبر د کیسې په توګه ولیکل شي .

د مجلې د خبر په لیکلو کې له صحنې او همدارنګه له وینا یا نقل قول څخه هم ګټه اخستل کېږي چې دا د مجلې د خبر په لیکلو کې اړین رول لوبوي . په مجله کې یوه ستونزه تشریح کېږي او د یوې نوې ستونزې د زېږد او یا هم د موضوع یا پېښې په باره کې نورو پوښتنو ته اشاره کوي .

نور بیا . . .

په دې اړه نورې لیکنې:

خبري ارزښت
 په ژورنالېزم کې څېړنه
په ژورنالېزم کې د روانې او ساده ژبې اړتیا
ژورنالېستي لیکبڼې