د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روسيې ولسمشر دميتري مېدوېديف به افغانستان ته سفر وكړي

محمد طاهر كاڼى 13.09.2008 00:07
ژباړن : محمد طاهر كاڼى
د روسيې ولسمشر د ميتري مېدوېديف به د خپل افغان سيال حامد كرزي په بلنه افغانستان ته سفر وكړي . د روسيې د ولسمشر مرستندوى (( سيرگى پرېخودكو )) د پنجشنبې په ورځ ژورناليستانو ته خبر وركړ چې څه موده مخكې د تاجكستان په پلازمېنه دوشنبه كې د دوو هېوادو د مشرانو د كتنې په پاى كې (( كرزي مېدوېديف ته بلنه وركړه چې افغانستان ته يو رسمي سفر وكړي . دغه بلنه د روسيې له لوري ومنل شوه . د سفر مهال او موده به وروسته وټاكل شي )) .
د پخواني شوروي اتحاد له ټوټې كېدو نه وروسته به افغانستان ته د روسيې د دولت د مشر دا لومړى سفر وي . مېدوېديف له كرزي سره د كتنې په پيل كې وويل : (( خوشاله يم چې له تاسو سره د لېدنې كتنې او پېژندګلوۍ شونتيا تر لاسه كوم . دا زموږ لومړنۍ ليدنه كتنه ده چې د شانګهاى د همكارۍ سازمان په اډانه كې ترسره كيږي )) .
د روسيې مشر حامد كرزي ته وړانديز وكړ چې د ماسكو او كابل ترمنځ اړيكو كې نوې پاڼه پرانيزې . دميتري مېدوېديف د تاجكستان په پلازمېنه دوشنبه كې له حامد كرزي سره د لېدنې كتنې په ترڅ كې وويل : (( زه داسې ګڼم چې موږ كولاى شو د روسيې او افغانستان تر منځ اړېكو په وده كې پاڼه پرانيزو . په داسې حال كې چې هغه ګواښونه او ستونزې چې زموږ هېوادونه ورسره مخامخ كيږي ، په خواشينۍ سره نږدې دي )) .
اړينه ده يادونه وكړو چې افغان ولسمشر څه موده مخكې د تاجكستان په پلازمېنه دوشنبه كې د شانګهاى د همكارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه كې د مېلمه په توګه ګډون كړى وو .
د روسيې د مشر په وينا د روسيې او افغانستان تر منځ اړيكي (( پخواني دي چې ددغو اړېكو په تاريخ كې هم ستونزمن او هم روښانه پړاوونو شتون درلود )) . مېدوېديف وويل چې د شانګهاى د همكارۍ سازمان په غونډه كې د افغانستان په اړه د مسايلو بحث پيل شو او اوس دا شونتيا شته چې په دوه اړخيز ډول ادامه وركړو .
د روسيې مشر همدا راز په افغانستان كې د څه موده مخكينۍ غمجنې پېښې په اړه چې د ايتلاف ځواكونو د بمبارۍ په پايله كې ګڼ شمېر ولسي وګړي ووژل شول ، افغان مشر ته خواخوږي څرګنده كړه . بايد وويل شي چې پر شينډنډ باندې د امريكايي ځواكونو د هوايي ګوزار لامله په دغه سيمه كې ۹۰ وګړي ووژل شول چې د هغوى له شمېر نه يې ډېرى ماشومان او ښځمنې وې .
د افغان دولت مشر پخپل وار څرګنده كړه چې د روسيې او افغانستان تر منځ اړيكي ژورې تاريخي رېښې لري ، په دود او كولتور كې مو ورته والى شته ، زموږ د هېوادو ولسونه يو بل ښه پېژني . (( كه چيرې له پخواني شوروي اتحاد سره اړيكي ياد كړو نو ويلاى شو چې دغو اړيكو هم ښې او هم بدې پاڼې درلودې ، خو له روسيې سره موږ ډېر ښه اړيكي لرو )) .
د افغان ولسمشر په وينا دواړه هېوادونه د اړيكو ژورتيا او پراختيا ته لېوالتيا لري . حامد كرزي وويل چې د افغانستان دفاعي كومپلكس د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوى دى ، د ډېرو افغان پوځيانو روسي ژبه زده ده . نوموړي له افغان ولس سره د غنمو او څلورو ميليونو ډالرو مالي مرستې په خاطر چې د ښوونې او روزنې د اړتياوو د پوره كولو لپاره بېلې شوې وې ، د روسيې له ولسمشر نه مننه وكړه ، بيايې وويل : (( تاسو د ولسمشرۍ دنده ډېره ښه پيل كړه )) . ښكاره خبره ده چې دلته يې مطلب له هغې بشري مرستې نه دى چې د ولسمشرۍ پر څوكۍ باندې د دميتري مېدويديف له كېناستو نه وروسته سملاسي له افغانستان سره وشوه . بايد يادونه وشي چې د خوراكي توكو د بحران په سخت پړاو كې د روسيې فدراسيون افغانستان ته پنځلس زره ټنه غنم د بشري مرستې په توګه ولېږل .
د دوشنبې د غونډې په بهير كې د روسيې ولسمشر وړانديز وكړ چې د افغانستان په اړه دې يو ځانګړى كنفرانس راوبلل شي . د شانګهاى د همكارۍ سازمان ټولو غړيو ددغه وړانديز ملاتړ وكړ . همدا راز مېدوېديف وويل چې د نشه يې توكو د لېږد رالېږد سره د مبارزې لپاره دې د شانګهاى د همكارۍ سازمان د ګډ كار يوه ستراتيژي طرحه او د افغانستان په اړه دې يو كنفرانس ترسره سي .
د اوزبكستان ولسمشر اسلام كريموف د (( افغانستان د مسئلې )) د هواري په برخه كې د شانگهاى د همكارۍ سازمان د رول د پياوړتيا په ګټه نظر څرګند كړ . نوموړي سيمې ته د ګواښ د زياتېدو ، په افغانستان كې د سخت درېځۍ (( راديكالېزم )) د پياوړتيا او ناامنۍ زياتېدو مسئلې ته د غونډې د ګډونوالو جدي پام راواړاوو . د اوزبكستان ولسمشر څرګنده كړه چې په افغانستان كې د سولې د راوستلو په لاره كې د افغان حكومت له ډېرو هلو ځلو سره سره ، په دغه هېواد كې وضعه د لا خرابېدو په لور كږون لري ، چې پرته له كومه شكه به د سيمې پر هېوادو اغېز ولري . اسلام كريموف زياته كړه : (( ددې لپاره چې د افغانسان ټولنيز-اقتصادي حالت په پښو ودرول شي ، وګړي يې د سختې نېستۍ او بېوزلۍ له حالت نه وايستل شي ، اړينه ده چې له دغه هېواد سره ډېره ستره مرسته وشي . خو تر ټولو مهمه داده چې له قومي او ديني ارزښتونو سره د درناوۍ د چلند لپاره بنسټ جوړ شي . زه فكر كوم چې په افغانستان كې د دښمنو لوريو ترمنځ د روغې جوړې لپاره دا مسئله ډېره اصولي او مهمه ده )) .
د ايران ولسمشر ، چې نوموړې غونډې ته رابلل شوى وو ، داسې ګڼې چې په افغانستان كې د ناټو پوځونه يو بي ثباتي راوستونكى ځواك دى . د احمدي نژاد په نظر په افغانستان كې د ناټو د پوځونو شتون په سيمه كې د امنيت له سمبالتيا سره مرسته نشي كولاى . احمدي نژاد د دوشنبې په غونډه كې وويل : (( په افغانستان كې د ناټو د پوځونو شتون نه يوازې چې د امنيت له سمبالتيا سره مرسته ونكړه ، بلكې ددغو ځواكونو د بمبارۍ په پايله كې بې ګناه وګړي وژل كيږي . همدا څه موده مخكې د يوه وحشيانه بريد په پايله كې په يوه كلي كې څه دپاسه سل كسه افغان ماشومان او ښځې ووژل شوې . په افغانستان كې د ناټو پوځونه نه يوازې چې نه كميږي ، بلكې شتون يې نور هم پسې پياوړى كيږي )) .
د شانګهاى د همكارۍ سازمان د دوشنبې غونډې ته د افغان مشر له راتګ نه څو ورځې مخكې افغان چارواكو پخپل هېواد كې د بهرنيو پوځيانو د شتون د شرايطو د له سره كتو غوښتنه وكړه . د ماسكو او لوېديځ ترمنځ د اړېكو د سړېدو ترسيوري لاندې ، د كابل دغې پرېكړې ، د تاجكستان په پلازمېنه كې د كرزي د خبرو اترو لپاره ښه فضا رامنځته كړه ، په تېره بيا دغه حالت ته روسي رسنيو ځانګړى پام واړاوه