د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبري ارزښت

محمد کریم نور 10.09.2008 17:51

 یو خبر کله ارزښتمن دی او کوم فکتورونه یې په ارزښت کې رول لوبوي؟

 

ډېر ژورنالېستان او ژورنالیستیک پوهان په دې اند دي چې په  ژورنالېزم کې خبري ارزښت کوم  ځانګړی او مالوم بنسټ نه لري . ځکه چې خبر کېدای شي د یوه ژورنالیست له خوا داسې ولیکل شي چې د ډېر ارزښت وړ وي، که څه هم چې له آره به لوستونکیو ته هېڅ پیغام هم ونه لري . په دې مانا چې له آره دا ژورنالېست او یا هم د خبري رسنۍ مدیر مسئول دی چې یوه خبر ته ارزښت ورکوي ، خو بل بي ارزښته کوي . ښه بېلکه یې په لاندې ډول ده:

 

کله چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د کارېز پر کلې  د جون پر ۳۰ د ۲۰۰۸ کال اېتلافي ځواکونو بمباري وکړه، ۳۳ ولسي وګړي یې ووژل . د دې شهیدانو له ټولي څخه ډېری ماشومان او مېرمنې وې .  همداراز سپین ږېري او ځوانان هم پکي ول . اېتلافي ځواکونو سربېره پر دې، څو مېرمنې په سپیو ډاړلي وې .  دغه پېښه ښاغلي نذیر احمد سهار په یوه راپورتاژ یا ګزارش کې  له انځورنو سره  رانغښې وه چې د هر لوستونکي لپاره یو زړه خوړینی خبر وو . دا ښه شونې ده چې د دې انځورونو په لید او د ګزارش په لوستلو ډېر لوستونکیو اوښکي تویې کړې وي . ښاغلی سهار خپل راپورتاژ داسې لیکي:

 

هلته، چې سپي هم په مرګ ويده شول...!! ((ګزارش((

http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=19316

 

درست دا هغه ساعت و، چې ماشومان د خوب او ارام لپاره د شپې په غېږ کې ويده کېدل. پر کلي سکوت خپور و او يوازې د سپيو غپا اورېدل کېده.
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ دغه خټين کلى له مرکز ښرنې څخه شل کيلومټره لرې، د کوچنيو غونډيو په منځ کې پروت دى. دغلته شملور، خو بېوزلۍ ځپلي پښتانه ګرد په پوله او پټي ژوند تېروي. د ابراهيم کاريز کلي وګړو ته د ميلياردونو ډالرو مرستو له درکه نه د ملي پيوستون پروګرامونه پلي شوي او نه هم دلته د بيارغونې نښې نښانې ترسترګو کيږي.

د ملا مُسلم اته کسيزه ډله:
کروندګر د نړيوالو ايتلافي ځواکونو تر بمبارۍ څو شيبې مخکې کورونو ته ننوتي وو.
نړيوال ځواکونه په ظاهره د ((ملا مُسلم)) او د هغه د ډلې په لټه راغلي وو. د هغوى هدف د مټاخان د ((ابراهيم کارېز)) کلى و.

 

 

د کلي پر ډاګ او کښتونو د ايتلافي چورلکو د بمبارۍ غږ تر لرې سيمو اورېدل کېده. په بمبارۍ کې د مېلمنو يو ټونس ډوله موټر او مېلمانه له منځه لاړل. ايتلاف پر همدغو مېلمنو د ملا مُسلم او د هغه د ملګرو شک کړى و.

د پکتيکا امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوى له عملياتو ناخبره وو:  (( د ابراهيم کاريز کلي ته، چې د ايتلاف کوم پوځيان تللي وو، هغه په پکتيکا کې ميشت ايتلافي پوځيان نه وو. هغوى ښايي له غزني يا خوست نه راغلي وي)).
ايتلاف په خپله خبرپاڼه کې د ځان سپيناوي په اړه وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه جګپوړي قوماندانان وو، چې يوه يې دوى ته ماينونه ښڅول او بل هغه له طالبانو سره يوځاى دوى ته لاره نيوله، خو ذبيح الله مجاهد د طالبانو د وياند په توګه په (( ابراهيم کاريز)) کلي کې د خپلو جنګياليو د حضور رپوټونه چورلټ رد کړدي.  ايتلاف په پېښه کې يوازې د يوه ماشوم او دريو ښځينه وو مړينه منلې ، خو پوښتنه داده، چې د ماشومانو او سپين ږيرو په ګډون دا ٣٣ تنه نور مړي د چا وو؟ د پکتيکا د ولايتي شورا پخوانى رييس موسى خان يې ځواب وايي: (( په مړو کې دوه ماشومان او درې ښځې دي. ٢٧ تنه نور ځوانان او سپين ږيري دي. د طالب او القاعدې په نامه هيڅوک پکې نشته. دولت وايي، د ملا مُسلم په نامه يې يو طالب قوماندان او د هغه اته کسيزه ډله وژلې، خو هغه زموږ د کلي د جومات ملا محمد نبي وو)).

 

د پکتيکا والي محمد اکرم خپلواک په وار وار پر بهرنيو ځواکونو نيوکه کړې، چې له دوى سره له همغږۍ پرته خپلسري پوځي عمليات کوي او دا دوى ته په سيمه کې ستونزې ټوکوي.  هغه له شپږو نورو افغان واليانو سره يوځاى په سپينه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر جورج بوش ته هم دا شکايت وکړ، چې ايتلافي ځواکونه خلک له کورونو باسي او په نه ګناه يې زندانونو ته اچوي.
دا لومړى ځل نه دى، چې ايتلاف او ناټو ځواکونه ملکي وګړي په نښه کوي. پر ٢٠٠١ ز کال چې حامد کرزي نوې د واک شنه چپنه پرغاړه کوله، د ارزګان په دهراووت کې د واده مراسم په جنازو واوښتل. د واده شنې جوړې د قبرونو بيرغونه شول او يوازې سره او شنه بوټان وو، چې له وراييځ نه د يادګار په توګه پاتې شوي وو.
دا يوه وړه بېلګه ده، خو په لسګونو نورې داسې پېښې شته، چې نه يې چا انځور خپور کړى او نه هم پرې د بشري حقونو نړيوالې مدافعې ټولنې وغږېدې.

له رسنيزې زاويې يو متفاوت تصوير:
((
جسيکا لينچ)) او ((ريچل کوري)) دوه هغه امريکايۍ خويندې، چې په عراق او فلسطين کې وژل کېدې، له سي اېن اېن او بي بي سي نه رانيولې ترګردو لويديزو رسنيو پورې ټولو تر اونيو اونيو پر هغوى رپوټونه خپرول. جسيکا لينچ ، چې په عراق کې له القاعدې او عراقي پوځ سره جنګېده، تر مصنوعي برمته نيونې وروسته ژوندۍ ووته، خو ريچل کوري، چې په فلسطين کې د مسلمانو ماشومانو د روزنې چارې پرمخ بېولې تر اسراييلي بلدوزرونو لاندې شوه. جسيکا په يوه ناروا جګړه کې اتله وګڼل شوه ، خو کوري له اسراييلي ځواکونو سره په مبارزه کې تر مړينې وروسته ترهګره ونومېده. له (ISM) غورځنګ پرته، د بشري حقونو د دفاع ټولنو او لويديزو رسنيو پام له ((ريچل کوري)) واوښت
د لويديزو رسنيو له زاويو د افغانستان او عراق وضع همدغسې انځوريږي. دلته ((جسيکا لينچ)) اتله ده او ((ريچل کوري)) ترهګره

 
خلک د مړو پر ښخون لګيا دي

سپي غلي شول او شپه رڼا شوه...
بمبارۍ کلى په دوړو او لوګيو کې پټ کړ، خو هدف يې يوازې دښته ، باغونه او يو ټونس موټر و.
د کلي سپي د امريکايي پوځيانو د ټوپکو له شړکا سره جوخت د مرګ په خوب ويده شول. اوس يوازې درې غږه اورېدل کېدل: د امريکايي ببر غوږو سپيو غږ، د امريکايي پوځيانو غږ او د کلي د ماشومانو او ښځو چيغې. خو دا درېواړه غږونه او چيغې د پرمختللو امريکايي ماشينګڼو په ډزو کې چا نه اورېدل.
نړيوالو رسنيو او ايتلاف اعلان وکړ، چې د طالبانو يوه اته کسيزه ډله وژل شوې او سيمه له ترهګرو پاکه شوې ده، خو د پردې ترشا هيچا څه ونه ليدل. هغوى، چې پېښه ليدلې وه، پټه خوله پاتې شول او يوازې پر يوه خواشيني بسيا شول.

سپي هم د مرګ په خوب ويده شول

انسان د سپيو خوراک:
د ابوغريب زندان له منځه خپرو شويو تصويرونو نړۍ ولړزوله. هغه په عراق کې د امريکايي تمدن او ولسواکۍ جوتې بېلګې وې. څو سپيو ، څو هغه (( بېوزله ترهګر)) داړل، چې نه خو يې د امريکا جګپوړې ودانۍ نړولاى شوې او نه يې له دغو تورو سپيو د ځان ژغورنې توان درلود. چې مړشي، پړ شي: هغوى نور د همدغه متل مصداق وو.
د مټاخان د ابراهيم کاريز په کلي کې هم انسان د سپيو خوراک شو. تور او اوږد غوږي سپيان په ښځو او ماشومانو ور ايله وو. ساندو او نارو ټول کلى په سر اخستى و. نارينه د امريکايي پلي ځواکونو د ماشينګڼو خوراک شول او ښځې او ماشومان د سپيو.

  
ددغو ماشومانو ناسته کونډه مور  ايتلافي سپيانو وداړله

د دريو کورونو دېوالونه، توشکې او بړستنې ټول د وينو بوى ورکوي. دوو کورونو تر لسو لسو ډېرغړي له لاسه ورکړي دي. د صندوقونو سرونه خلاص دي او کورنۍ ميرات. يوه د څلورو ماشومانو مور د کوټې په وينلړلي غولي کې زګيروى کوي. سپي خوړلي ټپي لاسونه يې پټۍ شوي او څلور تازه يتيمان يې ګرد چاپېر ولاړ دي. هغه نور د کور د کفالت لپاره څوک نه لري او بزګر مېړه يې د طالب او القاعدې په ټس کې د نورو د غچ خوراک شوى دى.


پدغه سړى وايي دلته له دوو مېرمنو سرونه پرې شويدي

ه دوهم کور کې هيڅ ژوندى سرى نشته. ١١ واړه په ډزو وژل شويدي. درېيم کور له خپلې ١٧ کسيزې کورنۍ څخه په کابل پلتخنيک کې يوازې يو محصل((انجنير رحمت الله)) او د هغه سپين ږيرى پلار په ميراث پرېښودل. هغه اوس پر کلي د پولتخنيک ليليې ته ترجيح ورکوي، ځکه لږ ترلږه خو به د ايتلاف او ناټو ځواکونو د چورلکو له ړندې بمبارۍ په امن کې وي.


ايا دغه زانګو به کونډه مور بيا ډکه کړاى شي؟

د مټاخان د ابراهيم کاريز کلي ډلوژنه په داسې حال کې ترسره کيږي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ظاهر طنين امنيت شورا ته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې د ټيټيدا زېرى ورکوي. هغه د ابراهيم کاريز کلي تر ډلوژنې يوه ورځ مخکې وويل: (( د افغان او سوله ساتو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ يو داسې ميکانيزم جوړ شوى ، چې د هغه پر بنسټ به د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى کيږي)). د ظاهر طنين د ادعاوو اپوټه، د ايتلافي پليو ځواکونو په لاس کوراکور ٣٣ کسيزه ډلوژنه دا ښيي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي لپاره د نوي ميکانيزم په نامه څه نشته.
 
د يو شمېر نړيوالو ټولنو او ادارو د سروې ګانو له مخې، دا په ډاګه شوې ده، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې هرې پېښې د تاوتريخوالي کچه او سلنه ډېره کړې ده. پښتون چاته غچ نه پرېږدي او څومره، چې دغسې پېښې ډېريږي، د غچ لمبې ورسره لا ژبغړاندې کيږي.
د مټاخان د(( ابراهيم کاريز کلي)) خلک د دولت او نړيوالې ټولنې د بي پري څيړنو انتظار کوي. که ښکيل اړخونه د هغوى پوښتنې ځواب نه کړي او د پېښې د پردې تر شا رازونو سپيناوى ونه شي ، ښايي خپله چوپتيا په يوې ورته غچ اخستنې سره ماته کړي.  

 
خلک د پېښې په اړه د جدي پلټنو  غوښتنه کوي.

 د همدې پېښې اړوند پښتو بي بي سي خپرونې په لاندې ډول خبر خپور کړ:

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/story/2008/07/080701_hf-khost-taliban-killing.shtml

وسله وال طالبان
ايتلافي ځواکونه وايي له دغو وسله والو سره د ار پي جي په گډون درنې وسلې هم وې .

د خوست په عملياتو کې ' ٣٣ وسله وال وژل شوي'
 
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي د هېواد په سوېل ختيځ کې په هوايي بريد کې ٣٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

دغه خبره ايتلافي ځواکونو د يوې خپرې کړې خبرپاڼې له لارې کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي عمليات وروسته له هغه پيل شول کله چې دوى په خوست ولايت کې د وسله والو طالبانو پټنځايونه په نښه کړل او بيا يې تر خپل هوايي بريد لاندې ونيول .

د ايتلافي ځواکونو د خبرپاڼې پروينا، له دغو وسله والو کسانو سره د ار پي جي راکټ په شمول ځېنې درنې وسلې هم وې .

د خبرپاڼې تر مخه، دغه هوايي بريد د جون پر ٣٠، د چنگاښ په لسمه تر سره شوى دى .

خو طالبانو له تراوسه په دې اړه خپل غبرگون نه دى ښودلى .  

 د ښاغلي سهار راپورتاژ او د بي بي سي خبر  يو له بله ډېر توپير لري .  د بي بي سي خبر یوازې د اېتلافي ځواکونو د خبرپاڼې ژباړه ده .  د ښاغلي سهار راپورتاژ یو زړه خوړین او د وېر او ناورین پیغام دی . ښاغلي سهار لیکي چې ناټو ځواکونو، سپي خو ګرد سره هیر کړئ، پر بې وزلو ماشومانو او مېرمنو هم رحم ونه کړ .  خو د بي بي سي لپاره دغه د ملکي کسانو وژنه یوازي د څو تنو وسلوالو ترهګرو مړینه وه، او بس .

 د ښاغلي سهار د راپورتاژ انځورونه د هر لوستونکي د اوښکو سبب ګرځي، خو د بي بي سي هغه بیا یوه خوني او یاغي ډله راپېژني چې پرته له وسلو او زورواکۍ بل څه نه پېژني .  که دغه  د بي بي سي خبر او د ښاغلي سهار راپورتاژ یو له بل سره په ژورنالېستي څانګیزه توګه سره پرتله کړو، د بي بي خبر د ښاغلي سهار د راپورتاژ پر وړاندې "څه ناڅه" خو یو خوا پرېږده چې هېڅ د اهمیت وړ هم نه دی .

 ټول خبریالان پوهېږي چې راپورتاژ یوازې پر هغه پېښه لیکل کېږي چې خبریال ته، د رسنۍ مدیر او ګرد سره ټولنې ته د خورا ډېر اهمیت وړ وي . خبریال کولای شي چې همدغه د بي بي سي لنډ خبر د تېلېفون په مټ هم له کوم کلېواله واخلې . دا شونې ده چې په رښتینولۍ به هم ټیکاو ولري . خو د یوه ګزارش یا راپورتاژ لپاره خبریال باید هرو مرو د پېښې ځای ته ورشي . یو لنډ "غلط" خبر لکه د بي بي سي به یوازې د ژورنالېست پینځه دقیقې ونیسي، خو د یوه راپورتاژ یا ګزارش لیکل-نظر په سکالو-کېدای شي چې ان میاشتې وغواړي . د یوه راپورتاژ لګښت د یوه لنډ خبر په کچه ښایي چې پنځوس ځلې ډېر شي .

 د یاودنې وړه ده چې په همدې پېښې پسې دوه درې ورځې وروسته په کابل کې د مدافع وکیلانو یوه ټولنه جوړه شوه . پښتو اوبپاڼو په دې باره کې یوازې یو لند خبر ورکړ، خو پښتو بي بي سي رادیو او اوبپاڼې ته دا اړینه، ارزښتمنه او د لېوالتیا وړ وه چې په کابل، جلال آباد، خوست، او کندهار کې له خلکو وپوښتې چې د مدافع وکیل پېژني که نه . حال دا چې د مټاخان په پېښه کې یې له هېچا هم ونه پوښتل چې آیا په رښتیا ملکي کسان مړه دي که یاغي طالبان .

 کابو درې اوونۍ کېږي چې په تخار کې د سلو په شا او خوا کې پښتنې کورنۍ د ځناورو له خوا کلابندې دي . هره دقیقه د دې ګواښ شتون لري چې پر پېغلو او ماشومانو یې د زورواکانو له خوا تېری وشي . پښتو خبري اوبپاڼې په دې اړوند له لیکنو ډکې دي، او ان لا ځانګړي پاڼه ورته جوړه شوه، خو د پښتو بي بي سي په پاڼه کې لا تر اوسه ( ۰۹-۰۹-۲۰۰۸)  پورې هېڅ خبر هم نشته .

 د ښاغلي سهار د راپورتاژ او د بي بي سي خبر په پرتله کولو سره د خبریال او د خبري رسنۍ د مدیر اغېزه ښه ترا څرګندېږي چې څنګه یو خبر بې ارزښته او بل ارزښتمن ګڼل کېږي .

 ژورنالیستیک پوهان وایي چې خبري ارزښت نړیوال آر او معیار نه لري، بلکې د هر ملک او هڅوبي پر پولو پورې تړلی دی .  همداسې ډیر خبر یالان په دې اند دي چې نور لاملونه لکه د دولت یا ځینو کړیو لخوا فشار او ګواښونه هم د خبریال او خبري رسنۍ پر کار پوره اغېزه لري . په ځینو ملکونو کې همدغه دولتي سانسور، خو په انګرېزي غوندې ټولنه کې بیا د خبري رسنۍ "خیالي" وېره یا هم د چوکۍ وېره کېدای شي د دې لامل وګرځي چې خبریالان یوه خبر ته د ډول ډول ارزښتونو مننونکي شي . 

 
 هر خبریال باید تر خپله وسه پورې هڅه وکړي چې د یوې پېښې هغه برخې لوستونکیو ته وړاندې کړي چې  د دوی پر خپل ژونداغېزه کوي .  د بېلګې په توګه :

که په اوسني وخت کې چې اېتلافي ځواکونه زموږ په وطن کې داړل کوي، په اروپا یا امریکا کې نوي ولسمشران ټاکل کېږي، چې ښه بېلګه یې اوس په امریکا کې ده، نو افغان خبریال ته ښایي چې د دوی د هغو ویناوو په اړه افغانانو ته خبر ورکړي چې د افغانستان په باره کې یې کوي . دا د افغانانو لپاره ډېره اړینه ده چې د امریکا د نوي ولسمشر پر کړنلاره پوه شي، هر ګوره، د افغانستان په باره کې . افغانانو ته دا ډېره د ارزښت وړ ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر تلو راتلو، روانو او راتلونکیو نظامي او غیر نظامي عملیاتو  پوه شي .

 هېره د نه وي چې د ډېرو لوستونکیو لپاره د روغتیا، زده کړې، خوراک او زموږ ټولنې ته د سولې یا نوو جګړو پیغامونه هم اړین او ارزښتمن دي چې باید تل پرې خبر ولیکل شي .

 نور بیا . . .

 په دې اړه نورې لیکنې:

 په ژورنالېزم کې څېړنه
په ژورنالېزم کې د روانې او ساده ژبې اړتیا
ژورنالېستي لیکبڼې