د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الله داد نوري د افغانستان د کریکټ د فدراسیون نوی مشر وټاکل شو

خبري - څانګه 08.09.2008 15:21

د افغانستان د کرېکټ فدارسیون پرون په کابل کې د نوي مشر د ټاکلو دپاره ټاکنې وکړې. الله داد نوري او تاج ملوک د فدراسیون د مشرۍ دپاره ځانونه کاندید کړي ؤ.

الله داد نوري د ۱۹ څخه د ۱۸ رایو په اخستو د فدراسیون مشر وټاکل شو.

د کریکټ د فدراسیون پخواني مشر او د ولسمشر سلاکار وزیر شهزاده مسعود تېره اونۍ له دندې استعفا ورکړې وه.

الله داد نوري په مشرۍ د افغانستان د کرېکټ د فدراسیون لومړۍ ازموینه د اکتوبر په میاشت کې په څلورم ډوېژن کې د کرېکټ د ملي لوبډلې سیالي ده.

په تنزانیا کې د څلورم ډوېژن کېدونکي سیالۍ نړیوال جام ته د بریالیتوب په موخه کېږي.

د تنزانیا په لوبو کې به دملي لوبډلې رزونکی کبیر خان وي. کبیر خان د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی. نوموړی ښه توپ ویشتونکی ؤ.

کبیر خان د روان زېږدیز کال د می تر میاشتې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې روزنه کوله. د می په میاشت کې یې په دې موخه چې سکاټلینډ کې د څلورمې کتګورۍ روزنیز کورس ووایي له دندې استعفا ورکړه.