د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرېکټ د فدراسیون مشر شهزاده مسعود له دندې استعفا ورکړه

خبري - څانګه 31.08.2008 23:00

د افغانستان د کرېکټ د فدارسیون مشر شهزاده مسعود چې له پنځه کالو راهیسې د فدراسیون مشر او د کرېکټ د ملي لوبډلې د یو لړ بریالیتوبونو ملګری ؤ اعلان کړی دی چې له دندې یې استعفا کړې ده.

نوموړي د استعفا لامل نه دی ښکاره کړی، خو پنځه ورځې مخکې د ملي لوبډلی پخوانی غړی او تکړه لوبغاړی رحمت ولي بهرنیو ځواکونو په خپل کور کې په ډېره بې رحمۍ وواژه او همداراز د کرېکټ ملي لوبډلې په مالیزیا کې د آسیا د غوراوۍ په سیالیو کې ښه کردار ادا نه کړ. معلومه نه ده چې په دې دوه پېښو کې کومه پېښه د شهزاده مسعود د استعفا لامل شوې او که بل څه وجه ده.

دا هم د یادونې وړه ده چې د رحمت ولي د شهادت سره افغان چارواکو د مور میرې چلند کړی دی. په داسې حال کې چې یو بل لوبغاړي ته په کابل کې جشن جوړ شو او د غازي امان خان مډال ورکړل شو، د رحمت ولي وژنه افغان چارواکو بېخي ونه غندله اوله مرګ څخه یې پنځه ورځې پس ولسمشر کرزي پرې خفګان ښکاره کړ خو د وژونکي په اړه یې وویل چې نه پوهېږي چې ناټو که بل چا وژلی دی. دا هم تر اوسه نه ده څرګنده چې شهزاده مسعود ځانته د کرېکټ د فدراسیون له مشرۍ استعفا ورکړې ده او د ولسمشر کرزي مشاورت یې هم پرېښی دی ځکه چې نوموړی د ولسمشر کرزي سلاکار وزیر هم دی.

شهزاده مسعود ویلي دي چې د کرېکټ د فدراسیون بل مشر ټاکل شوی دی او راتلونکي اونۍ به یې اعلان وشي.

په مالیزیا کې د آسیا د غوراوۍ په سیالیو کې د ملي لوبډلې د ښه کردار د نه ادا کولو څخه وروسته د ملي لوبډلې روزونکي تاج ملوک هم استعفا کړې وه.

داسې ښکاري چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال د یو شمېر ننګونو سره مخ ده چېد ښې او پوهې ادارې او د تجربه کار روزونکي شتون یې  په سر کې راځي. د افغانستان د کرېکټ فدراسیون د پوره او دقیقو معلوماتو د نه ښکاره کولو په وجه د کرېکټ مینه وال په هېواد کې د کرېکټ د راتلونکي په هکله په تشویش کې اچولي دي .