د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي نېکپا ته د غازي امان الله خان مډال ورکړ او د رحمت ولي مرګ یې مشکوک وباله

خبري - څانګه 31.08.2008 22:11

افغان ولسمشر نن  د ګل خانې په ماڼۍ کې افغان اتل روح الله نېکپا ته چې د المپیک په لوبو کې یې د برونز یا ژیړ مډال ګټلی و د غازي امان الله خان مډال ورکړ.  د ګل خانې ماڼۍ ته په اولمپیک کې درې نور برخه اخستونکي  لوبغاړي هم ورغوښتل شوي و چې درې واړو ته نغدي جایزې ورکړل شوې.

نېکپا ته مډال ورکولو څخه وروسته  ولسمشر کرزي رسنیو ته د نېکپا د بریالتوب په اړه خبرې وکړې. کرزي وویل چې ټولو ته مبارکي وایم چې نېکپا هېواد ته ویاړ راوړی دی او رسنیو ته یې په ضمن کې په خوست کې د کرېټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي رحمت ولي په وژلو خفګان وښوده  او ویې ویل چې ډېر یې خواشینی کړی دی خو  شک یې ښکاره کړ چې ګنې دا کار به ناټو یا د ولسمشر کرزي د رژیم کوم بل بهرني ملګري ځواک کړی وي. نوموړي وویل چې معلومات نشته چې رحمت ولي ناټو که بل چا وژلی دی خو د  څېړنې امر یې کړی دی او پته به یې ولګوي.

په خوست کې امریکايي ځواکونو د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمت ولي پنځه ورځې مخکې په ډېره بې رحمۍ وژلی ؤ.

د رحمت ولي د ۲۰۰۲ کال انځور

بهرني ځواکونه په ناڅاپي توګه د رحمت ولي په کور د شپې په دوه بجو وراوختي  او په بمونو یې د نوموړي د کور ځینې خونې الوزولي وې. امریکایانو په رحمت ولي لاسونه تړلي په یوه کوټه کې بندي کړی او کوټه یې بیا په بمونو الوزولې وه چې رحمت ولي یې هم په کې وژلی و. امریکایانو د رحمت ولي یو ورور احمد ولي د ځانه سره ژوندی بیولی ؤ چې تر اوسه ورسره بندي دی او پرېښی یې نه دی. معلومه نه ده چې احمد ولي به هم ووژني او که څنګه.

حیرانونکي دا ده چې د ولسمشر کرزي په شمول افغان چارواکي د رحمت ولي په وژنې د پنځه ورځو د تېرېدو څخه وروسته وایي چې دوی خبر نه دي چې رحمت ولي چا وژلی دی. دا رنګ څرګندونې د ولسمشر کرزي، د نوموړي د کاري ډلې او په خوست کې د افغان چارواکو بې غوري روښانوي .

ولسمشر کرزی لومړی افغان چارواکی دی چې د رحمت ولي په بې رحمه وژنه د پنځو ورځو د تېرېدو څخه وروسته د نوموړي په مرګ خفګان ښايي. نورافغان چارواکو تر اوسه په دې هکله خفګان نه دی ښودلی.

د خوست والي ارسلا جمال هم رسنیو ته د رحمت ولي وژنه تایید کړې وه خو نور څه یې نه و ویلي.