د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ميدان وردګ ولايت كې په (۲۳) قابلو د فراغت تصديق پاڼې وويشل شوي

دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر 27.08.2008 17:20
نوموړې غونډه چې دوږي دمياشتې په (۶) نيټه دميدان ښار په رسټورانټ كې د ۲۳ تنو ښځينه قابلو د تصديق پاڼو د وېشلواو د دوى دفراغت د مراسمو په مناسبت جوړه شوې وه د ميدان وردګ والي ښاغلى محمد حليم فدائي ، د عامې روغتياوزارت استازو، ولايتي شورا غړو او نورو دولتي او نادولتي چارواكو په كې ګډون وكړه غونډه د قرانكريم په مباركو اياتونو پيل شو ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو وروسته دميدان وردګ ولايت والي ښاغلى فدائي وينا وكړه او د سويډن موسسي دغه نيك قام يې پرځاى وګاڼه او هم يې د دغه انجونو د كورنيو څخه مننه وكړه چې خلپې لوڼې د دغه خدمت لپاره د لرو پرتو سېمو څخه راليږلي دي چې دغه قابلې به وكولاى شي چې په سختو شرايطو او په لرې پرتو سېمو كې د خپلو خويندو د ولادت ستونزې هوارې كړي او دغه هڅې به د هغو اميدوارو ښځو دمرګ په فيصدي كې كمښت راولي چې هر كال د دې هېواد ګڼ شمېر اوميدواره ښځې د همدغه ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه وركوي همدارنګه ښاغلى فدائي د قابلو خويندو څخه غوښتنه وكړه چې په لرې پرتوسېمو اوبانډو كې په سختو شرايطو كې د خپلو خويندو او خلكو سره مرسته وكړئ، ورپسې د عامې روغتيا رييس وينا وكړه او يادونه يې وكړه چې په ټول ولايت كې موږ ۲۹ فعال روغتونونه لرو چې په ټولو كې قابلې شتون لري او د اميدوارو ښځو ستونزې د همدې روغتيايي مركزونو له لارې حل كيږي چې وروسته په قابلو د فراغت تصديق پاڼې ووېشل شوي.
د يادونې وړده چې دا درېمه دوره وه چې د سويډن په مالي مرسته د(۲۳) قابلو ته د (۱۸) اتلس مياشتنې كورس د بشپړولو څخه وروسته دفراغت تصديقونه وركول كيږي.