په مونش کې د افغانانو دوهم اسلامي مرکز پرانیستل شو!
26.08.2008 04:44
په مونشن کې د افغانانو دوهم اسلامي مرکز پرانیستل شو!
ددې لپاره چې د افغانانو شمیر په مونشن کې د پخوا کلونو په پرتله زیات وو نو احساس لیدل کیده چې د افغانانو له شمیرسره سم یو بل کلتوري مرکز هم منځته راشي دغه کلتوري مرکز د جمعې په ورځ د اګسټ د میاشتې په ۲۲ مه نیټه د پخواني مرکز د پرانیستنې په څیر د صدیق الله فدایي په وینا سره پرانیستل شو. افغانانو د دغه مرکز د اداري سمون او راتلونکې روژې میاشتې د ختم او د دیني مراسمو د پرځای کولو لپاره لاندې کسان د مسؤلینو په توګه وټاکل:
۱- ښاغلی مولوي صدیق الله فدايي د رئیس او د جمعې د ورځې د خطیب په توګه
او لاندې نور کسان د پلاوي په توګه وټاکل شول:
۱- ښاغلی حاجي حبیب الله
۲- ښاغلی ډاکټر زلمی همکار
۳- ښاغلی رفیقي الکوزی
۴- ښاغلی فضل وهاب محمدي
۵- ښاغلی احمد خالد پاچا صاحب
۶- ښاغلی قادري
په پام کې ده چې د رمضان المبارک د میاشتې په دوهمه نیټه په دغه مرکز کې د قرآن عظیم الشان ختم د ننګرهار د پوهنتون د استاد ښاغلي قاري محمد اسماعیل خطاب په امامت باندې ترسره کیږي. د لاډیرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په لاندې ټلیفون شمیره او بریښنالیک اړیکې نیولای شئ.
ګرځنده ټلیفون شمیره: ۰۰۴۹۱۷۳۵۷۸۵۴۷۶ - ۰۰۴۹۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴
بریښنالیک: mislamic.center@googlemail.com