د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کریکټ فدراسیون د ګورتپاڼې د جوړولو هوډ لري

خبري څانګه 25.08.2008 14:50

د آسیا د کریکټ د شورا ګورتپاڼه  وایي چې په افغانستان کې د اتصالاتو د تیلي فوني شرکت په مرسته افغان کریکټ فدراسیون په انټرنټ د پاڼې د جوړولو هوډ لري.

په دې راپور کې راغلي دي چې د اتصالاتو شرکت او افغان کریکټ فدراسیون د پالنې یا سپانسرشپ یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې اتصالات د افغانستان د کریکټ فدراسیون سره مرسته کوي. د دې تړون له مخې به اتصالات د ۲۰۱۳ ز کال پورې د کریکټ د فدراسیون سره په کابل کې د کریکټ د اکاډمۍ، په انګلیسي ژبه مجله او د انټرنټ په مخ د ګورتپاڼې په جوړولو کې د ۱۴۸۵۰۰ (یو سلو اته څلوېښت زره او پنځه سوه) امریکایي ډالرو مرسته کوي. 


د کریکټ فدراسیون او اتصالات د تړون د لاسلیک په مهال. انځور له ای سي سي د ګورتپاڼې څخه

افغان کریکټ لوبډله دا مهال د تمرین او لوبې معیاري لوبغالي نه لري او په غیر معیاري لوبغالو کې لوبې کوي، خو سره د دې یې هم هېواد ته ډېرې بریاوې راوړي دي چې ښه بېلګه یې په ۲۰۰۸ ز کال کې د جرسي په ټاپو کې د پنځم ډوېژن او په ۲۰۰۷ ز کال کې په کوېت کې د ۲۰/۲۰ اورونو د لوبو ګټل دي.

افغان کریکټ لوبغاړي او مینه وال تل شکایت کوي چې افغان دولت یې هوساینې ته توجه نه کوي او د لوبې په پرمختګ کې ورسره مرسته نه کوي.

افغان لوبډله به د روان کال د اکتوبر په میاشت کې تنزانیا ته د څلورم ډوېژن په لوبو کې د برخه اخستو په موخه ځي.

اړوند خبر: