د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو اعلاميه

د جرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــه 24.08.2008 15:09

د جرمني په بایرن ایالت کې د مېشتو پردېسو افغانانو کولتوري ټولنه په کلکه زموږ د بېنوا اوبېګناه ولس د قتل عام تر څنګ د کرزي، ملګروملتونواود بشري حقوقو عوام فرېبه غندنې محکوي غندنه، غندنه اوبیاهم غندنه ترڅوبه ستاسو د غندنو نندارې کوو؟
له نیمې لسیزې څخه زیات وخت وشو چي، کرزي خپلې غندنې په مود بدلې کړې دي، موږ دخپل مظلوم ولس ترڅنګ ولاړ او د افغان په پاکــه خاوره نور د یو بام او دوو هواوو زغم نه لرو، د حیرانتیاځای دی چي، د بام په یوه برخه کې پینځوس ناوې اوپینځوس زومان په ډولو اوسازو تخت ته پورته کیږي خو د بام په بله برخه زموږ ملالـۍ رنګــه درنې ناوه کۍ په سرووینو کې د ظالمانه بمباریو له وجې څخه سـا ورکوي، تر څوبه زموږ په ودونو، محفلونو، جنازو، کلیو او بانډو باندې دا ړندې بمبارۍ روانې وي؟
موږ هغه څوک محکومو چي، نه تنها د بن د کنفـــرانس پرېکړې یې عملي نه کړې بلکې نوري یې هم د اور لمبې پسې پورته کړې هم یې د دموکراسي سپېڅلــیې جامې په محکمو، کرغېړنو اوجنګي جنایتکارانو ناولې کړې او هم یې خپل تاریخي رقیب (روس) ته ډېرې پلمې په لاس ورکړې چي د ګورجستان پېښه یې یوه وړه بېلګه ګڼلای شو که د نړیوالې ټولنې په خاص ډول د نظامیانوچلـن یې په همدې ډول دوام وکړي دا به د یو داسې ناورین او ملي پاڅون سبب وګرزي چي، د جبران وس به یې بیا هیڅوک ونه لري اوس خوهرڅوک پوهېږي چي د وسلوالو مخالیفینو ډېره کی په شعوري ډول نه دي رامینځ ته شوي بلکې د کرغېړنوجنګي ستراتیژیو په تیارو کې په مـــخ راون دي، په یوجېب کې یې لوټونه
او په بل کې یې بمونه ورږدي لازمه ګڼو چي، د یوشمېرهغو المانانو دخولې خبرې تاسوته ولیکو کومو چي، تېره اونۍ د مونشن په ښار کې زموږ د ګران هېواد دخپلــواکي د۸۹ یمې کلـــیزې د لمانڅنې په مټینګ او لاریون کې له موږ سره ګــډون درلود هغوی په ډېر جدي ډول سره دا ووېل چي، نن موږ په افغانسـتان کې یو څه جوړ کړو خو په سبا یې کــوم چا دطالب په نوم څوک ګومارلي وي او زموږ پروژه راته ونړوي دا یې هم ووېل چي، جګړه په لوی لاس برابره شوې او ښه پوهېږو چي، چا دا د مکر جال خپور کړی دی وېل مالې موږ ورکوو خو نور یې راته سـوځوي په پای کې هغوی زموږ د سولې د طـرحې چي سرلیک یې ( د ګران افغانستان ناامنه ولایتونه دې غیرپوځي اعلان شي ) په کلکــه مـلاتړ وکړاوموږ یې په خپل ګډون ډېرزیات خوښ کړو دامثال موځکه تاسوته ولیکه چي، شنې په غلا نه چیچلې کیږي کرزی دې نور د غندلو په پلمه د ولس په زخمنومالګې نه دوړوی یا دې د نړیوالو دخپل سرو او ړندو بمباریو په غبرګون کې اســتعفا ورکړي یا دې زموږ د ســــولې طــرحه په نړیوالو ومني او یا دې اضطــراري حالت اعلان کړي تر څو له ټولو جنایتکارانو څخه کور په کور وسله راټوله او ولسي محکمې ته راکش کړل شي .

د شینډنډ اوزموږ د نورو ټولو ګلګون کفنو شهیدانو روح دې ښاد وي