زرګرې سترګې ادبې ټوټه
23.08.2008 16:37ته هم عجيبه ښکلا يې کله له غوسې څخه تک سره اوکله بيا کټ کټ په خندا شې ستا فطر ت بل شان دی ،له نورو فطرتونو سره بلا ډير فرق لري . ته دډير لوړذوق څښتنه يې،تاته په دې محول کې هر ښکلا دخپل غرور له وجې بدرنګه ښکارې،تا ددنيا پرمخ په يو موجود هم سترګې نه خواږيږي ، تا ډيرو زوړونه ليلام کړل اوځينې د د ې خپل مغرور حسن دتعظيم او اطاعت په خاطر دومر سخت وتراشل ،چې دويښته په څير دنرې کړل او دعمر تر وروستۍ شيبې پورې به ستا په پلوی ولاړوي .اوس ته ووايه اې سترې او نازولې ښکلا زما دزړه غمی دپه خپلو زرګرو سترګو غلا کړئ اوغواړي چې دنورو زړونو په څير زما زړه هم وتراشې او دتل لپاره يې دځان غلام کړې . زه دخپل غلاشوې زړه په موندلو پسې په دې ويړ اولوی بيابان کې سر يم او هڅه کوم چې پيدايې کړم،. ته زما په ويرلړلي حالت هيڅ رحم نه کوې.زه داسې حال ته راسيدلی يم لکه دخزان ترخوسېليو ځپلی بلبل چې پرستونې يې دغم خپسه ناسته وې او پټ په سېنه کې دګلو سندرې بولي ،خو ګوره زه به له دغې حالت څخه ضرور خلاصون پيداکړم او بيا به دسندر مار بلبل په څير په خواږه اوله حکمته ډکه ژبه وياند شم ، ستا له ناکردو به ټوله زمانه خبره کړم. که وخت بدلون وموند، دعدل اوانصاف محکمې په وړاندې به ودريږم دخپل ورک غلاشوی زړه دغمي غوښتونکی به شم اوستا زرګرې سترګې اوپلويان باڼوګان به دمحکمې ميز ته را وکاږم، خو پدې شرط چې وخت بدلون ومومي .
زما دزړه غمی دغلا کړ په دادووسترګو زرګرو
هسې نه چې يې وپلورې دچړو په سوداګرو
دستادغم ږلۍ وريږي پاڼې توی شوې دګورګورو
زه به زړه ټکور ومه په ټپو او په سندرو
لږ د شنډو خواږه ورکړه خير شي په مسافرو