د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داژرنده اوداوړه

ياقوت خان شينواری 22.08.2008 15:11

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
دحضرت عمر رض :قول دی چې وائې ېو غير اسلامي دولت تر هغه وخته دځمکې دکرې پرمخ ژوندی پاتې کيدی شي تر څو چې په هغه هيواد کې خلک فکري ازادي ولري ;په هغه ټولنه کې عدل ,انصاف ,مساوات ,دثروت برابراومنصفانه تقسيم,اوپه خپلوخلکو متقي اداره وجودولري,خوبرعکس هغه اسلامي ټولنه چي اسلامي اخوت, عدالت ,انصاف,فکري ازادي,اوانصاف ونلري پايښت نه مومي اوژردله منځه ځي, ابن خلدون [رحمه الله عليه] ٧٠٠کاله پخواپه خپل کتاب [مقدمته الفلسفه والتاريخ ]کي ددولتونودکاميابۍ او ناکامۍ راز په دوو خبروکې ايښی دی, نوموړي ليکلي چې په کوم هيواد کې چې دواکمنو او خلکو ترمنځ لاندې قوا نين او قانون ته درناوی وجودولري هغه ټولنه ژوندۍ اوتل پاتې ګڼل کېدی شي,لومړی:دخلکودافکاروازادي, [کلتور, دين , عنعنات , اورواجونوته درناوی لرل ,:دويم:اجتماعي عدالت , مساوات , دثروت روغ اوښايسته وئش ] [په دې مانا چې دهرسړي څخه دهغه دصلاحيتونوپه اندازه دهغه څخه کار اخيستل هغه ته دکار زمينه برابرول ,دهغه سالمو مشورو ته هرکلی ,اوهغه ته ښه او معقول معاش ورکول , سپين ږيرو ,ماشومانو اومعيوبينوته سوسيال خدمات برابرول, ځوانان دتعليم اوکار طرف ته تشويقول ]په داسې ټولنه کې د فساد , بې عدالتۍ ,ظلم او نورنومونه يواځې يواځې دتاريخ ترخو پاڼو ته پاته کيږي اوټولنه ورڅخه نجات مومي . دغه ټولنه دتل لپاره داستغماري ,استثماري دسيسو او ګواښونو څخه خوندي او هيڅ زبر ځواک دهغوي ازادي, دخاورې بشپړتيا, ملي نوامسو , اوکلتور ته په سپکه سترګه نه شي کتلی ، خوبرعکس که پورته ذکرشوي اوصول اوکړن لاره په يوه ملت کې وجود ونلري هغلته بيا سياسي ګډوډي, اداري فساد ,خپل سري , دنورو لاس وهنې په هغه ټولنه کې ځائ نيسي دخپل واک په ځائ بل واکي ,دخپل کلتور په ځائ پردی کلتور, دخپلو اصيلو کاليو په ځائ پردی لباس , دخپلې ژبې په ځائ دپردۍ ژبې اسير شي، دداسې مريتوب په زندان کې يوه چاته دخپل دين , دخپلو ملي نوامېسو, دخپلوملي مشرانو دنوم اوپت ساتل داوسپنې دنينودچيچلو په ماناشي،،،،دغه سياسي انارشېزم اوفساد ددربار څخه سرچينه اخلي دغه بل واکي در باريان تل دملت دګټو پرځائ دپردېو په شوموموخواولاس وهنو کې خپله بقاۀ ويني ،په داسې حالاتوکې درباري عياشي,بدعنواني,بې کفايتي ,روشوت خوري دسرطان دمرګوني ناروغۍپه شکل ډېر په سرعت سره دټولنې بې وځله اوبې دفاع قشرته داخيليږي اود ټولنې ټول وجود په خوړينېدوشي چي دافغانيستان اوسنۍ وضعه ئې ښه مثال کېدی شي ، په افغانيستان کې دې مرض دومره وده کړې چې ددواوډاکټرپه ډېرو هلوځلوبه شائد کنټرول شي ،دواخوشته خوافسوس چې طبيب مې نيم حکيم دی او نيم حکيم دټول وجود لپاره خطره وي، زه دمثال په ډول يو څو نومونه ليکم لکه :کامبخش,پدرام ,دوستم,او په تخاراونورو ولاياتونوکې دکم عمره جينکيو سره اجتماعي بدلمني اوداسې نور ډېر دردونکي واقعات دي چې دې ملت دکمونستانواوشورويانو په واکمنۍ هم نه وليدلي ،څوکاله پخوا په هندستان کې يو اور ګاډی داؤسپنې دخپل خط څخه ښکته شو لږه ډېره مرګ ژوبله منځ ته راغله خو کله چې داورګاډي وزيرته دحادثې خبر ورکړ شو نوموړي وزير دحادثې او مرګ ژوبلې خبر برداشت نکړی شو اوسمدستي ئې خپله استغفا ۀ وړاندې کړه ٠دغه دی په خپلو خلکواولس مين ، اوس تاسې وواياست چې په افغانيستان کې تر اوسه څومره مرګونه ,څومره ناوی دخپلوژڼو,ماشومانو,په ټوله کې بسته کورنۍ په بمبارئوکې شهيدان شوي يا کېږي؟ څو مره پتمنې خوېندې بې پته شوې ؟ اوڅومره چارواکو؟ دخپلو دندو څخه استغفاګانې ورکړې ٠ کره شمير او تفصيل ئې دلته وليکۍ ،مننه، دسولې او سوکالي افغانيستان په هيله، وسلام