د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي اعلاميه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت 21.08.2008 18:30
د افغانستان اسلامي جمهوريت                 جمهورى اسلامى افغانستان
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت                     وزارت اطلاعات و فرهنگ
Ministry of Information and Culture
د ويندوى دفتر
نېټه  ٣١/ ٥/١٣٨٧
د هرات له ولايت څخه د راغليو رپوټونو له مخې له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې د هغه ولايت د تاريخي زيارتونو او قبرونو د ډبرو د غلا کېدلو شپږ واقعې ثبت او راجستر شوې دي. دغه ډبرې اکثراً په تيموري دورې پورې اړه لري او داسې ښکارې چې دغه نوې پېښې د يو منظم پلان له مخې تر سره کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په خپلو ټولو امکاناتو د هېواد د لرغونو ساحو او تاريخي آبدو د ساتنې په برخه کې د امنيتي اورګانونو په مرسته او ګډون نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او همدا اوس يې هم د مقبرو او زيارتونو د ډبرو د ژغورلو له پاره ځينې اقدامات کړي دي دا وروستی تحول د تشويش وړ بولي.
د هېواد دلرغونو ساحو، تاريخي آبدو، فرهنګي شتمنيو او مقدسو ځايونو ساتل د افغانستان د حکومت او خلکو ګډه ملي وجيبه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له يوې خوا بيا د امنيتي مقاماتو پام دې ستونزې ته را اړوي او له بل لوري له ګرانو هېوادوالو څخه په کلکه هيله کوي چې د ملي نواميسو او فرهنګي شتمنيو په ساتنه کې له موږ سره بېدرېغه مرسته وکړي.