په کابل کې دتیاتر دنندارو فستیوال جوړېږي
21.08.2008 14:20
ګویته انستیتوت (دالمان فرهنګي مرکز) د یوشمېر نوروفرهنګي موسسوسره په ګډه هرکال دتیاتر دنندارو فستیوال جوړوي چې دا یې پنځم هغه دی . ټاکل شوې ده چې د تیاترد پنځم فستیوال پرانستونکي مراسم به د وږي پر ۲ د شنبې د سهار پر نهوبجو په کابل کې د لوړو زده کړو وزارت په تالار کې پیل شي . په دې فستیوال کې ټولې۲۷ نندارې لیدونکو ته وړاندې کېږي چې ١٥ نندارې دهېواد له ١١ ولايتونو ، ٤ نندارې د کابل دښار او٥ نندارې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي نه دي . ددې ترڅنګ د فستیوال په بهیرکې ګډون کوونکو ته د تیاتر د هنر د لوبغاړو او لارښوونکو له خوا روزنیز ورکشا پونه هم جوړېږي .
فستیوال به د کابل ښار په ٤ بيلابيلو تالارونو : د کابل پوهنتون دښکلو هنرونو پوهنځي ، داستقلال ليسې، د لوړو زده کړو وزارت او ملي تياترپه تالار کې ترسره شي اود وږي تر۷ نېټې به دوام وکړي .
اړیکې : ۰۷۹۹۳۱۳۹۲۲
۰۷۹۹۴۵۳۱۶۵