د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کې دافغانانو دعلمي اوفرهنگي مرکز پيغام

20.08.2008 21:33

د عقل  او قلم  د هستونکي  لوی  څښتن  په نامه 
د افغان ادبي ټولنې اوخښي کلتوري  ټولنې مشر تابه جرگې غړو، او ددې پرتمينی غونډې برخه والو!
په زياته خوښۍ مو خبر تر لاسه کړ چې ستاسو دفرهنگي ټولنوپه زيار او ابتکار دروان لمريز ۱۳۸۷کال دسنبلې په لومړۍ نېټه  دپښتو ژبې او ادب دځلانده ستوري دافغانستان ادبي اوسياسی څېرې اولوړ شخصيت مرحوم  قيا الدين خادم د۲۹  تلين په مناسبت  مو ديوې درنې اوشاندارې  غونډې  دجوړېدو بند وبست کړی .
دپښتو ژبي دوتلي  ليکوال ، شاعر ، اديب اوسياستوال خادم صاحب دتلين غونډي  درنو برخه والو!
اجازه راکړئ  چې ددې پيغام  په مټ  تاسو اوستاسو له لارې د کوزې پښتونخواد فرهنګ او ادب د پالندویانود دغه هاند مخکښانو په ځانګړې توګه دافغان ادبي ټولنې اوخښي کلتوري ټولنې مشر تابه جرگې غړو اوپدې  پر تمينه غونډه کي راټول شوو درنواو دقدر وړ فرهنگيانو او فرهنگپالو ته د ځان او دلته په سويډن کې د افغانانو دعلمی اوفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې ،ټولوغړو اودپرديسو افغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم  .
زموږ دټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي ستاسو پدغه فرهنگي لويه تلين غونډکي ځانونه  شريک بولي او ستاسو دټولنو مشرتابه اوفرد فرد غړي ته  ددې درنې غونډي دجوړېدو له امله په وطني او افغاني مينه  دمبارکۍ په ويلو سره  دلوي خداي له دربارنه ددې غونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو فرهنگی برياوغوښتنه کوي .  
د دې ټکي  په پام کې نیولو سره چې د هر علمي او فرهنګي شخصیت د کار او ژوند د ټولو اړخونو راسپړل اوڅېړل یوڅه ستونزمن کاردي ،خو سرته رسول ئي  پراخ کاراومختلفوسمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري  . موږ په دې باور لرو چې پدې درنه روانه  علمي غونډه کي به  ستاسو د استاد خادم صاحب  د کار او ژوند یو شمېر نوي اړخونه روښانه اوراوسپړۍ . ځکه ارواښاد خادم صاحب  د یوبشپړ علمي  اوفرهنگی مکتب په څير د خپل ژوند په ټوله موده کې د پښتو ادب ، د لوړتیا او روښانتیا اودغه راز  د ملي سیاست په پلي کولو کې  ډېرزيار ايستۍ اوپر ليکنوئې  ډېرې خولې تویې کړي دي  .د دغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودهغو دآثاروخپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض نه ځانونه اوځوان نسل  برخمن کول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانو اوفرهنگی ټولنوملي او انساني  وجیبه ده. ځکه نو له ګران افغانستان نه  بهر په کوزه پښتونخواکي  پدغو بگنونکو شرايطو کي دغه شان یوه علمي او هېوادپالونکې هڅه  دډير زيات ستاینې اوقدر وړکار بلل کېداي شي .
درنو دوستانو اغلواو ښاغلو!
ارواښاد خادم صاحب دقلم دچلولو تر څنگ  يو مبارز او وتلې څېره وه. د ژوند په اوږدوكې يې د افغانانو دروا حقوقو په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې د زندان له ترخو څخه نيولې بيا دمرګ  تر ګواښونو پورې ډېر كړاوونه او زحمتونه زغملي دي .
دپښتو ژبي لوي آدب   پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال استادقيام الدين خادم له نن څخه ۲۹ کاله پخوا له دې نړۍ څخه دابد لپاره سترگي پټي کړې اوپدغو سترگو پټولو سره دافغاني آدبي نړۍ  يوه لويه برخه ټپه  تاريه شول .
ددغه فرهنگي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنگي او آدبی نړۍ وغوړيده، متاسفانه دډير وخت لپاره  به زموږ غمځپلی  هيواد دداسي  علمي اوفرهنگی څېرو او شخصيتونوڅخه محروم پاته وي .
پياوړې  استاد خادم صاحب  دخپل عمر د ۷۲ کلونو څخه  ۵۴  کاله دگران هيواداو دهيواد ځوان نسل ته وقف کړه .هغه علاقه لرل اوددي لپار ئي تلاښ کاوه  چي ځوان نسل پداسی روحيه روزل  شي چي دهر څه نه لمړۍ بايد يو افغان  تل پاتۍ افغان وي ،بيا ويښ ځلمۍ او دنړۍ دکاروان څخه شاته پاته نه وي ،په علم او پوهه کی  دچاغلام نسی، که ئی دجگړي په ډگرکی  بريا گټلې وي  نو په سياست کی  ئي بايلل ورته پيغوروي، که پښتو
اويا دري ژبۍ وي دفارس نوکر نشی،که افغان دۍ په آدب،کلتور،فرهنگ،ټولنيزو اړيکو،له وطن سره مينه ولري  او انسان  ته په درناوی اوغيرت کي تر هيچاپاته رانشي،بشري عاطفه ، انسان دوستی ا ونوع پرستي هيره نکړي ،اويوه  مور بايد ماشوم  دوطن او انسان سره دميني په روحيه  وروزی .
دگران ا ستادخادم صاحب ملي اسلامی اووطنی چوپړ په همدغو نيمگړو يادونوکی  نشي  منعکس کيداي دهغه ژوند ليک لويو تبصيرو اودکتابونو په کچه ليکنو اوڅېړنوته اړتيا لري .
 ستر استاد دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصور هم  نه نشوکولاي  .  خادم صاحب تر  «۵۰ »  نه زيات علمی ،آدبي  اوفرهنگي  اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ديوې علمي اوفرهنگی پانگې په توگه پرېښودل .
هغه نسل ته چه خادم صاحب  آن دځوانۍپه مستو شيبوکی دهغوي دا نساني  او روا حقوقو  څخه دملاتړاو دفاع  په منظور هر څه پر ځان گا للي وه، او هميشه یی پر دې ټينگارکاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلونکې جوړوي، دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره دميرويس نيکه اولوي احمدشاه باباغوندی دافغان ولس دسترو چوپړونوجوگه شي  .
دگران استادخادم صاحب  په اند نه بايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه گانو ځيره خوراو خيرات خور وي،  يادبهرنيو لورېينو ته منتظراوسترگی پلار اوسي .
خادم صاحب يو له هغو علمي اوفرهنگی شخصيتونو څخه  و چي دقومي بي اتفاقیو،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلافاتو،ملي غرور تر پښولاندی کونې او افغان اولس دهرپردي ،کس او نا کس تر واک لاندي راوستلوسر  ه ئې سخت  مخالفت کا وه.
آغلو اوښاغلو!
هيله مو داده چي پدغه علمي او درنه غونډه کي  دښاغلي خادم صاحب دفرهنگي او آدبي چوپړ  پر ارزوني  اوددې لوي اديب او شاعر پردرناوۍ سر بېره  دهغو له چاپه پاته اثارو په هکله دلارو چارو وسنجولو په اړوندگټورگامونه  اوچت کړۍ  . دابه دپښتنو لپاره دلوي افتخارځاي وي چي د خادم صاحب  ناچاپه  اثاردچاپ بخت  ومومي .   
ستاسوددې درنې تلين غونډې له تريبون  څخه په استفادي سره وړانديز کوو چي :
۱/  دکابل په ښارکی يوله علمی يا فرهنگي مرکزونو څخه  داستاد قيام الدين خادم  په نامه ونومول شي .
۲/  دافغانستان داړونده چارواکونه غوښتنه کوو چي دپښو ژبې ددې ستر عالم اولوړ شخصيت ټول ناچاپه لېکنې راټولي اوچاپ کړي ،تر څوله يوې خوائې د ورکېدو مخه ونيول شي اوله بلې خوادهيواد ځوان نسل   اوعلمي څېړونکی هغوي ته لاس  رسۍ پيدا کړي .
موږ يو ځل بيا تاسو ددي درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . اودپښتو ژبي دغه ستر اديب ، شاعر،ژونالست ،ليکوال او غيرتي سياست وال  پاکي  روح ته ددعالاس پورته کوو.   ومن الله التوفيق
دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب اله غمخور