د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څلوريځې

اکرامي 20.08.2008 18:01

دا څنگه قانون دى ستا په کلي کې؟
غير ته ښه راغلاست وايي ، چې خپل شړي
هغه اکرامي لېونى بيا راغى
خلک ، چې يې ستا کوڅې نه تل شړي

ما او رقيب پرون تړون لاسليک کړو
يار په ميدان پرېږدو چې چا له ورځي
څوک يې ديدن پسې ړانده شول خدايه
چا له سهار ماښام په غاړه ورځي

راشئ وګورئ زما ديار ميزان
سرچپه يې کړم له پښو نه را ويزان
ما خو هسې ورته ځان ستي ستي کړو
ستا په سرو شونډو مزې وکړې پېزوان

مه کوه ستم زړه ته ټکان رسي
کله دې ښايست ته دا جهان رسي
زما مخکې دا اخوا دېخوا مه کوه
دې باندې صحت ته مې تاوان رسي