د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دیوولسمې غونډې رپوټ

فريدون الهام 20.08.2008 15:06
د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير یوولسمه اونيزه غونډه د ١٣٨٧ ل کال د زمري په ٢٦ نېټه د کابل په استقلال لېسه کې د فرانسې د فرهنګي مرکز په تالار کې جوړه شوه . د غونډې مشران مېلمانه استاد سعدالدين شپون او په هالنډ کې دافغانانو دکلتوري ټولنې داقتصاد دڅانګې مسوول ډاکتر عابد و.
غونډه چې چلونکې يې ډاکټره رابعه غرشين وه ، د طوبی ندا ساپۍ له خوا د تېرې غونډې د رېپورټ په لوستلو پيل شوه ورپسې د تل په شان د بهير پر کاري موضوعاتو خبرې اترې وشوې . ورپسې ډاکتر عابد خبرې وکړې او دمیرمن کلتوري بهیر جوړیدل یې یو ستر بدلون وباله.ده زیاته کړه: هر څوک حق لري پخپله ژبه خبرې او لیکل وکړي او ټولنې جوړې کړي زه څوکاله کیږي په دې څیړنه بوخت یم چې ولې زیاتره پښتانه پخپله ژبه خبرې نه کوي ما ته دیوه اروا پوه په توګه څرګنده شوه چې به سلو کې ۹۸ پښتانه ویریږي او له نورو سره پخپله ژبه خبرې نه کوي ، دا ویره باید ختمه شي ، چې دا داجتماعي اروا پوهنې له نظره ډیر زیانونه لري.
وروسته شپون صيب د کيسه ليکنې د اړتيا او د کيسې د جوړښت په اړه خبرې وکړي هغه وويل ، انسان دې ته اړتيا لري چې خپل حال بيان کړي ځينې يې له نورو سره په عادي خبرو بيانوي ، ځينې داسې وي چې له ځانه سره غږېږي ( سودايې وي) خو ځينې نور بيا دا هرڅه په داسې يوه انداز ليکي چې نور يې له لوستلواو اورېدلو څخه خوند اخلي چې کيسه ليکنه هم همداسې يو بيان دی چې ليکوال يې د يوه حالت د بيانولو لپاره ليکي او لوستونکی يې د خپلې خوښۍ لپاره لولي نو ځکه يو پر بل احسان نشي کولی .
شپون صيب د کيسې د جوړښت په برخه کې د صحنې انځورول ، د کرکټرونو معرفي ، تلوسه او تسلسل مهم وبلل او په اړوندو برخو کې يې بېلا بېلې څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې د کيسې پايله بايد پر تصادف نه وي ولاړه .
د غونډې په درېمه برخه کې د طوبی ندا کيسه کره کتنې ته وړاندې شوه . نداد خپلې کيسې يوه يوه کاپي پر ګډون کونکو ووېشله.
د ندا دکيسې سرليک( آی ډي) و ، کيسه پر يوې محصلې څرخېده چې ښکلا نومېده او په ليليه کې يې ژوندکاوه . دښکلا د کوټې کړکۍ دسرک خواته وي او دې سرک ته هره شپه ګڼ شمېر محصلين د هلکانو له ليليې څخه راځي او د سرک د څراغونو رڼا ته سبق وايې ، د دوی په مېنځ کې يو هلک وي چې تل سپينې جامې اغوندي او ښکلا ورسره مينه لري ، نوموړی په کيسه کې ځای ځای د سپينو جامو د هلک په نامه ياد شوی . هلک د ښکلا پر مينه خبر نه وي ښکلا هم هغه نه پېژني خو هره شپه يې د خپلې کوټې له کړکۍ څخه څاري ، د کيسې په پای کې معلومېږي چې هغه د سپينو جامو هلک د ښکلا د خورنڼې پلوشې ، نامزاد وي چې سعيد نومېږي. سعيد سره د ښکلا د پيژندګلوۍ لامل د هغه دا آی ډي ګرځي : i_miss_u@yahoo.com
کره کتنه زرغونې رحمتي په خپل نظر پيل کړه : هغې وويل : ښه ليکنه هغه ده چې اورېدونکی تر خپلې اغېزې لاندې راولي او د ندا په کيسه کې دا خصوصيت و نو ځکه زما ډېره خوښه شوه . راحېلې نوري وويل کيسه ښکلې وه خو ځينې انګرېزي اصطلاحات پکې کارول شوي و ، رابعې غرشين يې په ځواب کې وويل : زما په نظرکيسه کې انګلېسي اصطلاحات د کيسې له روحيې سره برابر راغلي او اضافي نه ښکاري ، ماريا صديقي وويل : کيدای شي موږ د دې انګلېسي کلمو معادل پښتو کلمې ولټوو او وې کاروو .
محبوب الله محبوب وويل: زه دا ډيره موده کېږي چې د کيسو په اړه څېړنې کوم او په دغه ترڅ کې مې ډېرې کيسې لوستې دي ، نو زه خو وايم چې که د صفيه حليم اوپروين ملال په شان پخوانۍ ( مجربې) ليکوالانې پرېږدو نو په ځوانو ليکوالو کې ما تر اوسه دومره ښکلې کيسه نه وه ليدلې ، د ندا په کيسه کې د سايکولوژۍ له اړخه د نجونو حالت ډېر ښه بيان شوی و ، پېښه يا غوټه ډېره په ښه توګه راغلې وه بل داچې په کيسه کې داسې څه نه وو چې په عادي ژوند کې دې ناشونې وي ، کابل ، ليليه ، محصلين دا ټول هغه څه دي چې موږ يې هره ورځ ليدی شو او خيالي څه پکې نه وو همداراز په کيسه کې بغاوت شوی و خو په ځای او چوکاټ کې دننه بغاوت چې کيسې ته يې ښکلا وربښلې وه خو په يو ځای کې ويل شوي و چې( ښکلا له ليليې ووته ښايسته ډير مزل يې وکړ او د پایې له څنګه يې کتابچه پورته کړه) داسې حال کې چې د برق نوموړې پايه ليليې ته نږدې وه .
ندا يې په ځواب کې وويل : که چېرې د ليليې موقعيت وليدل شي نو دروازه د ليليې شمال ته ده او دا سرک جنوب ته غزېدلی او له دروازې بيا تر سرکه ډېره فاصله ده .
محبوب وويل چې دا هرڅه بايد په کيسه کې واضیح شوي وای ، نوره زما د ندا کيسه خوښه شوه او د لومړۍکيسې يې مبارکي ورکوم .
ورپسې د خبرو مزی ليوال صيب واخيسته او بحث يې داسې پسې وغزاوه : که څه هم زه په کيسه ډېر نه پوهېږم خو بيا هم يو څو خبرې لرم لومړی خو داچې په کيسه کې ليد لوری ډير مهم دی چې په دې کيسه کې د ښکلا ليد لوری تر پايه ساتل شوی دی ، د انګرېزي کلمو په اړه بايد ووايم ځينې داسی کلمې شته چې موږ ورته په پښتو کې معادل لغتونه نه لرو لکه chat خو په دې صورت کې کولی شو هغه په پښتو تورو وليکو لکه (چت) او ځينې وخت بيا دا کار هم نه شو کولی لکه د بريښناليک د پتې د ليکلو پر مهال چې بايد په انګرېزي وليکل شي . بله داچې د ندا د کيسې ژبه ښه او معياري وه ، جملې يې لنډې وې خو په يو ځای کې که د برق د پايې په ځای د برېښنا ستن راغلې وای دابه ښه وای . ندا چې تازه يې پر کيسه ليکنې پيل کړی ، زما وړوانديز ورته دا دی چې پر داسی موضوعاتو کيسه وليکي چې تل پاتې وي د دې کيسې موضوع مينه وه ، مينه کيدی شي بيا بيا کيسو کې تکرار شي او يو وخت خدای مکړه د ندا کيسه هېره شي او کيسه بايد ئره پر تصادف نه وي ولاړه .
ورپسې ډاکټر صيب خوشال روهي خپل نظر داسې څرګند کړ : زما په نظر دا د ندا لومړۍ تجربه نه ده ځکه ، که ندا دمخه لنډه کيسه نه ده ليکلې خو ناول يې ليکلی دی ، د ندا دا کيسه هم داسې ښکاري لکه چې هغې يو ناول په کيسه کې لنډ کړی وي او ندا کولی شو چې دې ته هم د يوه ناول بڼه ورکړي ځکه په کيسه کې کرکټرونه په ښه توګه نه روزل کېږي خو په ناول کې بيا دا کار شونی دی . د ندا دې کيسې اوج درلوده همداراز زمان ، مکان او د صحنې انځورته پکې په ښه توګه پام شوی و بل دا چې له کيسې څخه دا معلومېږي چې داوسني نسل کيسه ده ،که څه هم موږ فرهنګيان د ژبې د سوچه کولو هڅې کوو خو زه دې کيسه کې انګلېسي کلماتو له کارولو سره موافق يم ځکه دې کيسه کې محصلين دي ، ځوانان دي ، هغوی انګلېسي کورس ته ځي ، له نوې تکنالوژۍ څخه يادونه شوی ، ای ډي ، کمپيوټر ، انټرنټ ، چت دا ټولې هغه کلمې دي چې ځوانان يې خپلو کې کاروي خلاصه د کيسې له نوم څخه نيولې بيا تر پايه هر څه سم او په خپل ځای راغلي .
شپون صيب وويل : زه نه غواړم چې د ليوال په شان لومړی د يو شي صفت وکړم بيا يې غيبت . د دې کيسې ژبه ښه وه نور ورباندې پوه نه شوم ، په کيسه کې د ښکلا او پلوشې ترمينځ هيڅ فرق نه و ، زه خو وايم له مينې بېخي تېره شه ، ايا په دنيا کې بې له مينې نور څه هم شته که نه ، کيسه پر تصادف ختمه شوې وه ، غوټه يې نه درلوده ، کيسه کې بايد څو غوټې وي .
په پای کې رابعې غرشين وويل : د ندا کيسه روانه وه او په واقعيتونو برابره ځکه ما ليليه کې ډېر وخت تېرکړی او د هغه ځای له ماحول سره اشنا يم نو ځکه دا کيسه راته يو حقيقت ښکاره شوه .
همداراز د غونډو نورو ګډونکونکو هم د ندا دکيسې ستاينه وکړه او ځينو هغه نورو ته يو درس وبلله .
له کره کتنې وروسته مشاعره وشوه او ګډون کوونکو په وار سره خپل شعرونه ولوستل .په پای کې شپون صيب غونډه وارزوله .
وپتییل شوه چې دراتلونکې غونډې ویانده به لینا شریفي وي ، دمیرمن کلتوري بهیر اوونیزې غونډې دهرې شنبې په ورځ دماسپښین په ۲ بجو داستقلال لیسې په تالار کې جوړیږي.