د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر په وياړ غونډه
08.09.2008 21:27د پښتو د خوږژبي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر د ادبي او کلتوري چوپړ د درناوي په وياړ غونډه
په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز د گران افغانستان د علمي اوفرهنگي شخصيتونو د لمانځنې اودرناوي په لړ کې دا ځل د هيواد د خوږ ژبي اونازک خياله وتلي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر د ادبي اوفرهنگي هلو ځلو او د هغه د ژوند د شپېتم پسرلي درارسېدو په وياړ د روان ۲۰۰۸کال دسپتمبر د مياشتې پر شلمه ((۲۰)) نېټه د سويډن د مالمو په ښارکې درنه او پرتمينه غونډه جوړوي .
دهيواد ټولو شاعرانو، ليکوالو، اديبانو او فرهنگيانو ته بلنه ورکوو چې د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر د ادبي او فرهنگي خدمتونو او تلاښونو په اړوند خپلې ليکنې، اندونه شعرونه او پيغامونه موږ ته دسپتمبر تر ۱۵نېټې پورې پدې برېښنا پته راولېږي :
ghamkhor@hotmail.com يا ghamkhor@gmail.com
يادونه :
دزياتومعلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ پدې شمېره تليفون له حبيب الله غمخور سره تماس ونيسئ :
0046736511569