د دانش خپرندويې ټولنې ويبپاڼه پر ليكه شوه
18.08.2008 14:39د ملي ادب او فرهنګ مينه وال به خبر وي، چې دانش خپرندويه ټولنه له تېرو دوو لسيزو راپدېخوا له خپل هېواده لېرې د خپلې ژبې او فرهنګ په چوپړ کې بوخته ده. په دې مزل کې که څه هم له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوې ده او ډېرو فرهنګ دښمنو يې لاره له خنډونو ډکه کړې ده؛ خو موږ د خپلې ژبې او فرهنګ مينې بيا هم له دې مزله نه يو ستړي کړي او هغه د خان بابا خبره مو مخې ته درولې ده، چې:
بـــــــــــــــــــدرګه که محبت راسره نه واى
يکتنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
تېر کال د افغاني فرهنګيانو په ټينګار او مينه زموږ يوه څانګه د "دانش مطبعې" په نامه په کابل کې هم پرانستل شوه، چې ان شاء الله زموږ د پېښور د څانګې په څېر به خپله مادي او معنوي انرژي د خپلې ژبې او فرهنګ له چوپړه نه درېغوي.
دادى دانش خپرندويه ټولنه د خپل کمپيوټري او انټرنيټي پښت د چوپړ پر لاره يو بل ګام هم اخلي او هغوى ته د www.danishpress.com ويبپاڼې په جامه کې د انټرنيټ نړيوالي کلي ته راځي.
موږ به هڅه وکړو، چې د خپلې ويبپاڼې له لارې د خپلو کړيو کارونو او نويو چارو يو انځور تر خپلو مينه والو ورسوو، په ځانګړي ډول هغو مينه والو ته، چې له هېواده لېرې دي او يواځې د انټرنيټ په هېنداره کې د خپل هېواد د فرهنګي چارو نندارې ته ناست دي.
www.danishpress.com به هڅه وکړي، چې ستاسو د زړونو رښتيني اواز ته انعکاس ورکړي؛ ځکه خو له تاسو هيله کوو، چې خپله مينه له موږ ونه سپموئ!
درنښت
دانش خپرندويه ټولنه
برېښليک: danish2k2000@yahoo.com
ټليفون: ٢٥٦٤٥١٤ ٩١ ٩٣+