د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان بايد په سهي مانا په سياست كې را څرګند شي!!

هلال سمسور 17.08.2008 15:18
كله چې مجاهدينو د كابل ښار په كنډواله بدل كړ او په هېواد كې يې ګډوډي رامنځ ته كړه، په هر ځاى كې ملوك الطوايفي حاكمه شوه.
د هېواد له سويل څخه د طالبانو غورځنګ سر راپورته كړ او په ډېره بيړه د پښتنو په سيمو كې پر مخ لاړل.
په لومړي سر كې طالبانو ويل چې دوى به په هېواد كې اسلامي حكومت په پښو دروي او بيا به بېرته خپلو مدرسو ته ستنېږي، چې دا شعار د خلكو او ډېرو هېوادوالو ډېر خوښ ؤ او له طالبانو سره يې هر اړخيزه مرسته كوله.
كله چې طالبانو كابل ونيو، تر ډېره وخته يې خپل وزيران د سر پرست په ډول ټاكلي ول او ملا محمد عمر هم كابل ته نه راتلو، هملته په كندهار كې يې اړولي ول. دې دا مانا وركوله چې ګواكي طالبان به يوه لويه او سراسري ناسته كوي او په حكومت كې به اهل او پاك كسان ور شاملوي او په سهي مانا به حكومت جوړوي.
بله ورځ ملا عمر امير المؤمنين شو او دولت په امارت واوښت، د امير المؤمنين ځاى همغه كندهار و، چې يوې خواته هم نه ترې خوځېده. په دې سره د هېواد د پرېكړو او تصميم نيونې ځاى همغه كندهار ؤ.
كابل ته به كه كوم بهرنۍ دېپلومات راغى او د سولې كوم پيغام به يې چې راوړ، وروستۍ پرېكړه له كندهار څخه اعلانېده.
يو ځل د امرېكې كوم لوړ پوړى چارواكى راغى او په ارګ كې يې له ملا رباني سره وكتل او له هغه سره يې خبرې وكړې او موافقې ته ورسېدل، كه هغه پرېكړه عملي شوي واى، كېداى شي د طالبانو حكومت په رسميت پېژندل شوى واى او طالبان نور دافغانستان پېژندل شوي مشران منل شوي واى، خو وروسته له كندهار څخه خپرې شوې اعلاميې د ملا ربانې خبرې ټولې بابېزه وبللې او ترسره شوې موافقه يې لغوه اعلان كړه.
د طالبانو د حكومت په اوږدو كې ډېر ځله داسې وشول چې كوم چارواكي به يوه خبر وكړه او په نړۍ كې به يې ښه غبرګون پيدا كړ، وروسته به كندهار هغه ونه منله.
په طالب چارواكو كې ډېرې داسې څېرې وې چې ډېر پراخ نظر يې درلود، په سياسي موضوعاتو يې ډېر ښه فكر خلاصېده، له نړۍ سره يې د ښه راشه درشه لار جوړولاى شواى، خو كندهار به يې مخه نيوله.  د ساري په توګه د طالبانو د حكومت پرمهال به كه هر څوك د بهرنيو چارو وزارت ته ورغلل نو ويل به يې چې طالبان ډېر پراخ نظر لري، خو نورو وزارتونو او كندهار ته به لاړې هلته به بيا د امارت سيوره پرته وه او خبره يوه وه. چې (نه) نه كېږي، هلته بيا د بندو دروازو سياست ته ترجيح وركول كېده.
په هر ځاى كې د پلي كېدو وړ خبره يوازې او يوازې د امير المؤمنين وه، دا خبر تر يوه حده سمه هم وه. سړى به ويل چې د مشر اطاعت ډېر كېږي خو له بل پلوه به كمى په كې ؤ، يانې د وخت او شرايطو له غوښتنو سره به مناسبه نه وه.
لكه د باميانو بوتان ماتول او يا د ساري په توګه په درسي نصاب كې له يوې خوا جغرافيه، رسامي، تصوير او ځينې نور مضامين د امارت په پيغام لرې شوي ول او له بلې خوا په ټولو ښوونځيو كې ډېر زوړ،  له وخته تېر او د زده كوونكو له سويې لوړ په تقليدي بڼه ترتيب شوي كتابونه مقرر شوي ول. چې هېچا يې د بدلون غوښتنه او هڅه نه شو كولاى!!!
كه د طالبانو په امارت او مشرتابه كې د همدغه غورځنګ ځينې نور غړي واى نو ډېر داسې څه به نه پېښېدل چې وروسته پېښ شول. كېداى شي د هېواد واكي به داسې نه كېده لكه اوس چې شوې ده. ځكه ډېرې داسې پېښې وشوې چې په خپله د بېخي ډېرو طالبانو خوښه نه وه. نو لنډه دا چې د طالبانو په مشرتابه كې د هرڅه فيصله يوازې د ملاصاحب په لاس كې وه او كه لږ دا نورو وزيرانو او چارواكو صلاحيت درلوداى ښايي د هېواد وضعيت بل ډول واى.
طالبانو وكولاى شول چې يوازې پنځه كاله واك په خپل لاس كې وساتي او نور د هېواد سياست په بله شو او په نتيجه كې طالبانو د يو څو شپو په موده كې هر څه له لاسه وركړل او هېڅ ورته پاتې نه شول ان چې هستوګن ځاى يې هم ورك شو، له كلي او كور هم محروم شول، ډېر داسې څه وشول چې ان د طالبانو مخالفو هم نه لورېدل.
اووه كاله تېر شول، هېواد ته له لسګونو هېوادونو پوځيان او سياستوال راغلل، څو ځله د هېواد سياسي بهير بدل او را بدل شو، خو طالبان همغسې يو شان ته دي او حتى نظريات يې هم نه دي بدل شوي، د هېواد سياست او تګلارې جوړولو ته په همغه پخواني نظر ګوري، حال دا چې ورځ په ورځ سياست نوې بڼه غوره كوي، مبارزه نوى شكل اخلي، خو طالبان بيا په نظر نه دي، له همدې كبله په سياسي ډګر كې لا تر اوسه صفر دي او هېڅ پرمختګ يې نه دى كړى، دا ځكه چې مشرتابه يې د همغه ملا صاحب په لاس كې ده، نو كه طالبان غواړي چې په ريښتيا هم د هېواد واكي په لاس كې ونيسي او دا ځل سم او په تول برابر سياست وچلوي، نو خپل مشر ملا عمر دې نور شهيد كړي، ترڅو له يوې خوا د هغه جهاد او ديانت خراب نه شي او له بلې خوا طالبان وكولاى شي په سهي مانا په سياست كې را څرګند شي. و ما علينا الا البلاغ.