د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان هم د مسعود پر پله پل ږدي!!

هلال سمسور 15.08.2008 15:51
كله چې طالبان د خپل قدرت پر مهال تر كابل ور تېر شول، احمد شاه مسعود به وخت پر وخت پلونه او سړكونه ورانول او يا به يې سړكونو ته ډېرې او كمر را غورځول او له ځان نه به يې دفاع پرې كوله، چې دا كار يې د شمال د پروان او تخار په څېر په ډېرو ولايتونو كې ترسره كړ. په دې سره به يې عامو خلكو ته ډېرې ستونزې را ولاړولې او هر چا به د چې  مسعود دغه جنايت ليده او يا اورېده ډېرې ښېراوې به يې ورته كولې، كېداى شي همدا ښېراوې به وي چې نوموړى داسې نيمه خوا تر دنيا تېر شو. خو اوس بيا د پلونو او عام االمنفعه تاسيساتو د ورانۍ لړۍ زور اخيستى!  
د تېرو كلونو پرتله سږ كال د طالبانو ترپ او خرپ ډېر اورېدل كېږي. په عامو سړكونو ودېږي، بمونه ږدي او هم پلونه او پلچك الوزي.
 سږ كال طالبانو د كابل – كندهار پر لويه لار خپلې حملې څو چنده كړې دي او هر كله د پوليسو، ملي اردو او يا د بهرنيو ځواكونو د مهماتو پر موټرو بريدونه كوي او هڅه كوي چې حكومتي ودانۍ و نړوي او يا يې وسوځوي.
تېره مياشت طالبانو د كابل – كندهار پر لويه لار د غزني په ولايت كې يو دولس متره اوږد پل والوزولو، چې تر ډېره د عامو موټرو او مسافرو پر وړاندې لار بنده وه. كله چې د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد پوښتنه وشوه، هغه وويل هو پل د دوى ملګرو الوزولى، خو دا جنگي حالت دى. داسې پېښې پكې راځي.
تېره ورځ د زمري په ۲۳ نېټه وسوالو طالبانو يو ځل بيا د كندهار- هرات په لويه لار د فراه ولايت د بكوا او دلارام ولسواليو ترمنځ نښلوونكى پل په ماين والوزولو، چې تر اوسه پل همداسې نړېدلى پروت دى او د پله يوه او بله خوا په سلګونو موټر ولاړ دى.
دا وېره هم وه چې طالبان د سروبې برېښناكوټ الوزول غواړي، خو هلته بيا د طالبانو مجاهد وياند وويل چې طالبان داسې كار نه كوي، ځكه په دې سره عامو خلكو ته ستونزې را ولاړېږي، خو همدغه وياند د غزني ولايت د پله الوزولو كې بيا عام خلك هېر ول.
له طالبانو څخه هيله كېږي چې په ډول كارونو سره عامو خلكو ته ستونزې را ولاړې نكړي.