د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تېرېدل سيال ته د لارې پرانيستل دي

حبيب الله غمخور 13.08.2008 20:26

وايي په دوبي کښي  یو وه ورځ  يوسړی د ونې تر سيوري لاندي پر وت  ؤ پر نس ئي مار تير شو، چيغه ئي کړه ،دهغه وبغل ته يوبل سړی  هم پروت  ؤ،هغه ددغه سړي نه پوښتنه وکړه، خيريت دي وروره ،هغه  بل ورته وويل بلې خيريت دئ ، پر نس مي مار تيرشو،دابل سړي ورته وويل وئې خوړې ؟ هغه په ځواب کي ورته وويل نه ،وئې نه خوړم ، نودابل ورته  وويل ولي دي دومره چيغه وکړه . هغه ورته وويل وروره پدې پوه يم چي مار ونه خوړلم ،خوپردې ډارېږم  چي لار به ئې دغه شي يوه ورځ به مي وخوري .

اوس هغه حال دی ټول هيواد وال خبردی چي پدې ورستيودريو کلنو کښي  دايران په پټه اوښکاره لمسونه اوهڅونه  په افغانستان کي يوڅو دگوتو په شمير کسانو دواړي پښې په يوه موزه کي اچولي او وايي حتمی بايد فارسي تر مينالوژي  په افغانستان کي مروجه شي ،دافغانستان نوم بايد په خراسان بدل شي ،ځينې ئې ددموکراتيکو اصطلا حاتوله بې ځايه استعمال نه په استفادې سره غواړي دفدراليسم په نامه دايومټی افغانستان چي دميليونوغيرتي افغانانو دسر په ارزښت ساتل  شوی ټوټه ټوټه کړي ،ځيني ئي په ډيره سپين سترگۍ  پښتانه دقبيله گرا،قبيله سالار اونوروسپکو نومونو يادوي ،ځيني  پېژندل شوي کسان  ئي بيا په زياته بې شرمۍ سره  کله دلوي احمد شابابا سپکاوی لپاره دروغجني ليکنې  کوي اوغواړي  پښتانه  راتحرک  کړي تر څوله دوي سره پدغو مردارو اوبوکي ودرېږي اوله دې لاري په افغانستان کي قومی بې اتفاقيوته لمن ووهی . بله  بهرنۍ  لاسپوڅی اوښکاره بېلتون غوښتونکي اوپښتنو دښمنه څيرې دومره جرأت پيدا کړ چي دافغانستان دخپلواکي دلاري ملي قهرمان اوستر ملي شخصيت اعلحضرت امان الله خان ته سپکي سپوري ووايې ،چي دنېکه مرغه دافغانستان دټولو قومونولخوا دنفرت په سترگه ورته وکتل شوه اولعنت پر وويل شو.داپلورل شوی کسان ديوې وړې خبري نه دايران اونوروافغان دښمنوپه هدايت لويه خبره جوړه اوډول ته لرگۍ واچوي چي له دوي سر ظلم شوی ،ښه بېلگه ئي دمحقيق ،خليلي اوخرانسانيانولخوادبهسودواوپر کوچيانو باندي دنارواله مخکي تنظيم شوی حملې مسله ده ،چي تر اوسه  دښاغلي کرزی دضعيف سياست پر بنياد دارگ په دفتروکي پورته کښته کيږي . محقيق چي نور ئي په خپل قوم کښي اعتبار دلاسه ورکړی او ټول هزاره وروڼه ئي دسر په سترگوگوری  اوپري خبر دي  ،له هغه ورځی چي په ايران کي داخوندي استخباراتوپوسيله  په ايران کي دشعيه مذهبوتنظيمونوپه ليکوکښي د ايران په گټه فعاليتونودپيل لپاره  وگمارل شوبيا تردې دمه چي دبن په کنفرانس  کي دايران په وړانديز دخليلي  سره يوځاي دموقتی ادارې ،عبوري اوله هغه نه وروسته خليلي دجمهوررييس دمرستيال مقام اومحقق ته دوکلي مقام ورسېدل  اوتر اوسه  ايران تر خپل سياسي چتر لاندي ساتلې دي . محقيق اوخليلي دواړو دهزاره ورڼولپاره کوم گټورکار ندئ کړی  ؟  دروغجن اعتصاب ئي اعلان کړ ، اوديوژورناليست سره په خبروکښي ئي څرگنده کړه چي اي هزاره ورڼوزه پښېمانه يم چي تاسوته مي وويل وسله پر مځکه کښېږدی . اوس نوتاسو وگورې که يوڅوک وجدان ولري نوداڅوټکي دي تحليل کړي اوقضاوت دي وکړی .
محقيق دهزاره وروڼوسره بېله پر دوي باندي دسياسي سوداگری نه بله کومه خواخوږي نلري .دهغوي سره دخوا خوږئ  په نامه ميليارددر شو،خوپه مقابل کښي په سلهاوزره هزاره وروڼه  دلوږې ژوند دلاسه ورکوي  . زه دانه وايم چي ديوشمير نوروپټو اوښکاره انجوگانودمشرانوغوندي  دې دولت  دوبله کړي ،خودايل کيږي چي ولې ئي هغه وخت اعتصاب نه کاوه چي په ميليونوانسانودخوراکي موادودکمښت اونه  شتون له امله واښه خوړل ؟ ولي ئي دده پشان يوشمير کسانوته ونه ويل راشۍ دخپلي سرمايي  پنځه په سلو کي راټولي  اوخوراکي موادپرې وپلورو  خلکوته ووېشو ،که ئې  داکار کړئ واي  له يو خوابه  يونفر هم وږۍ  نه واي پاته شوئ  اوله بل خوابه ټولو افغانانوته دقدر وړ واي خودوي اودده پشان نورتنظيمي رهبران چي نه ئي دذکات اونه ئي دخيرات  خبر شته داکار نه کوي په مقابل کي څومره چې ئي وسه وي دخلکو ويني ځبېښي.
ولي هغه وخت اعتصاب نه کوي چي پر بېگناه خلکو،ودونواوکورونودبهرنيو ځواکونوړانده گزارونه کيږي اوپه لسهاو بې گناه معصوم انسانان لوي او واړه خپل ژوند دلاسه ورکوي  .
دنوموړي دخپلو خبروڅخه داله ورايه څرگندېږي چي  محقيق صاحب دملت دخير غوښتنې اوسولي دتامين په خاطر خپلو څونوکرانوته ندي ويلي چي وسلې د ډي ډي  آر پروگرام پلي کونکوته تسليم کړی ،بلکه هلته دوسلوسوداگری وه.
اول :  داچي هغه زاړه کلاشنکوفونه اودانپور توپک نور داستعمال وړنه وه دخلکونه ئي په وه قيمت اودډي ډي آر دپروگرام پر پلي کوونکوئي بياپه بل قيمت وپلورل .اوداستعمال و وسله ئي تر اوسه ساتلې اوداهغه وسله ده چي په پټو سلاکوټونو کي دهمد محقيق په خبره براي يک روزي مبدا چيزي بايد داشت باشيم له سلاکوټ نه را وايستل شوه اوخپلو نفروته ئي پر کوچيانو باندي دوسله والي حملې لپاره ورکړه . پدې حمله  باندي دباميان ،وردگو اوبل کوم ځا ي هزاره  عوام ورڼونه هيڅ وخت نه دی خوښ . دائي بس دی چي دتنظيمودرهبرانو دسياسي موخولپاره يود بل په سروکي ميخ ټکوهل کېده اوياپه کانتينروکي سوځول کېده . دکابل په ښارکي دتنظيمي جگړوتاريخ دي مراجعه  وسي .
دوهم . پدې څو زنگ وهلوټوپکووئې بهرنيان  خوشحاله کړه ،اوځانته یې له حد نه زيات امتيازات  ترلاسه کړل .
مگردایې  بياهيره نه وه  چي پسرلۍ رانږدې  شو،کوچيان خپلو عنعنو ی مېنوته  راځي دکابل په ښارکي ئي يوپه بل پسې پټی غونډي جوړې کړې اودوسله والوډلو دجوړېدوپرېکړه ئي وکړه مخ کي له دېنه چي کوچيان سيمي ته ورسېږي پر هغوي وسله واله حمله وشول .پايله داشوه چي په افغانستان اوله افغانستان څخه بهر بيلتون غوښتو نکواوپښتنو دښمنوپر خلاف نارواتبليغات پيل شول ،بېگناه کوچيان کله دطالبانو اوکله دپاکستانيانو په نامه تبلغ شوه چي دنيکه مرغه کوم ځاي ئي ونه نيوئ . اوس خلک  دادپيسو په مقابل کښي دپردو مبلغين ښه پېژني ،په خبرو اوتبليغاتو ئي نورباور نه کوي  .
اياداگټورکاردی چي ددوي يوشمير نالوستی کسان دخپلو اوايرانی اخوندانو دسياسي موخولپاره دپښتنو سره  دښمنۍ ته ورودانگلوته هڅوی ؟ فکر کوم ليونۍلاهم پدې پوهېږي چي دپښتنو سره دښمنې سرته رسول دهر چالپاره ناشونۍ کار دی اوداارمان به هغه څوک گورته يوسي چي  غواړي پښتانه  ئې نوکران  وي . خوپښتانه پدې هم پوهېږي چي داخبري دلږکيو قومونو درښتيانيو استازيو نه دي دا سياسي اوسرگردانه سوداگردی چي هر څه ځيني ورکه ده ،اوبو وړي غوندي هر څه ته لاس اچوي ،ځکه  نودعکس العمل  پر ځاي ورباندي خاندي او حوصله ورته کوي . مگر کله چي اساسي مسله وي اوپدي پوه شي چي دښمن ئي دشاله خوا په ټوپ ولي ،بيانودومره بې غيرته ندی چي چوپه خوله پاته شي اويادخپل حق نه دفاع ونکړی.دا داستان اوږدی  پر خپل وخت به ئي گورو.
خو راځو دپوهنتون  اوپوهنځی مصطلحاتومسلې ته .
دې بي سي  دخبر له مخې پرون داگست پر ۱۱ مه يوځل بيا دافغانستان په ولسي جرگه کښي د پوهنتون او دانشگاه د مصطلحاتو دکارونې پرموضوع تر تود بحث نه وروسته يوځل بيا يوه ځانگړي کميسيون ته حواله کړه .نږ دې  درې مياشتې کيږي چي  د افغانستان ولسي جرگه د دغه هېواد د لوړو زده کړو پر قانون کارکوي .
د لوړو زده کړو په دغه قانون کې د پوهنتون او پوهنځي نومونه په خپل حال پاتې شوي ،چې همدې موضوع د جرگې د وکيلانو ترمنځ ناندرۍ راپارولې او دجرگې استازي يې سره وېشلي  دى  .

موږ ټول حيران پاته يو چي ولي په پارلمان کي يوشمير وکيلان پدي نه پوهېږي چي دغه اصطلاحات له ډير پخواپه دري ژبوکښي منل شوی دي ،  اوله بلې خواکه دايران گټي نه وي نوبياولي ديوه داسي وزارت قانون  چي دزرگونو ځوانانو برخليک په هغه پوري اړه لري  يوازي  دافغان دښمنو اوايراني اخوندانو دخوشحالونکو دسرټمبه گيوله مخې درې مياشتي ځنډول کيږي ؟
په خبرکي داهم راغلې چي يو شمېر وکيلان غواړي  د پوهنتون او پوهنځي ترڅنگ فارسي کلمې (دانشگاه او دانشکده) هم په دغه قانون کې ځاى کړي .
موږ ټول افغانان لدې سره مخالف يوځکه پدې حرکتوکې علمي هڅي نه سياسي اوپښتودښمنه موخي نغښتي دي . هغه اصطلاحات چي داپنځوس اوياتر هغه زياتو کلوراپدې خواکارول شوی دي  اوس هم بايد وکارول شي. دهيچالپاره دادمنلو وړنده چي زموږ په هيوادکي ايراني اصطلاحات رواج ومومی . پردې خبره در ې کاله بحث شوی اوټولوته څرگنده شوېده چي چي موږ دري  ژبه په ايرانی فارسی نشوبدلولاي  . موږ پد تر هرچاښه وهېږو چي  ددغوتلاښونو وشاته ايران کومي موخ لري  اوڅومره ددوست په جامه کښي موږته دښمنۍ رازېږوی . که پاکسان زموږ سره ديورنډ پر کرښه اونورو مسايلو اختلاف لري نو ايران هم تر پاکستا زموږ سره دايراني هژمونيزم  دسياست دپلي کېدو اوټوله سيمه دخراسان ياايران  کبير،اويافارس  کبير  په نوم يادول اوياتر خپل تاثر لاند راوستل موږ ته دمنلو وړنده .داايرانی  اخوندان  دافغانانوسره دهيڅ ډول د صادقانه دوستۍ علاقه نلري . همدا اوس په ايران کي تر پښتنوله  هزاره ورڼوسره دومره نارواکيږي چي دهيتلر ددوران په قاموس کښي ئي م څوک نشي ليدلاي . ددې خبري  دپخلی لپاره داښاغلې ديوې اونۍ لپاره دازادی راډيوورځنيو پروگرامو نواورېدوته رابولم .
ما دلته په سويډن کي له ډيرو هزاره ورنو چي ماته ئې دخپلوکاروپه خاطر مراجعه کړې  اوياورسره کورنۍ اړيکو لرو پوښتنه کړې چي هلته ستاسو سره دايراني چارواکو برخورد څنگه و؟ ددغه سوال په اوريدوسره ماددوي په پاکه څيره  کښي دايران په مقابل کښي نفرت اوحساسيت له  ورايه ليدلي دي  . خومتاسفانه په افغانستان اوله افغانستان څخه بهر په اروپا،امريکا اوکانادا کي  يوڅودگوتوپه شمار کسان چي ډر زيات ئي پخوادشوري ډول ته ترهر چا زيات نڅېدل اوځانونه ئي انترناسيوناليستان بلل نن دخپل ژوند ددوام اوخپل ايراني اونوروبهرنيو بادارانوته دخدمت لپاره شپه او ورځ ليکنوته زور ورکړئ اودلږکيوددفاع ډول ئي غاړي ته اچوې اوډنگوي ئې . موږ ديوشمير فارسی ژبو انترنټ ويب پاڼوچي دايران په مالي مرستو نشرات کوي له ورايه وينوچي ددري پر ځاي په ډيره بې شرمۍ سره دفارسی اصطلاحاتو،دورځو اومياشتو نومونه استعمالوی  . په تيرو کلو ک ئي داکار په دير احتياط کاوه خو اوس چي په ملک کښي سياسي اوپوځي حالات کړ ېچن شوی دوي ته هدايت شوی چي ملت له خوږگوته ونيسي اودايراني اصطلاحاتو اوتر مينالوژی درواجولو لپاره په افغانستان کي دلږکيو قومونودکلتوري حق ددفاع ترنامه لاندي خپل فعاليت گړندۍ کړي .
موږ دپارلمان دهغو وکيلانو نظر تائيدوو چي وايي د پوهنتون او پوهنځي نومونه په اساسي قانون کې هم په همدې ډول ياد شوي اوبايدپر خپل حال پاته  شي . دغه ښاغلي  وکيلانوته  چي وايي د افغانستان  اوسنيو شرايطو ته په کتو نه ښايي چې پر دا ډول موضوعاگانو بحث وشي . په ډاگه وايوچي څه وخت بايد پردغو مسلو بحث وسي؟  اودابحث چاراپورته کړئ دی؟ فکرکيږي چي بحث هغوراپورته کړی چي دپښتوسره دښمنی لري اوغواړي منل شوې ترمينالوژي دايران اوايراني اصطلاحاتو په گټه واړه وي ، اويالاقل دقانوني مراجعو له لاري داستعمال حق ورته واخلي . پدې بايد هر سړۍ پوه وي چي پښتانه  همدا اوس هم پدې خوښ نه دی چي په ټولودولتی  اوغير دولتي اداروکي پښتو بېگانه اوداستعمال  ژبه نه ده . اوپښانه داپه ډاگه وايي چي پدې کار کي تر ټولو وړاندي ولسمشر اوبيانوروټولو هغو دولتي چارواکو خيانت کړئ کوم چي مورنۍ ژبه ئي پښتو ده . پښتانه ددي ملک غوڅ اکثريت دی  ژبه ئي هم بايد رسمی اوپه ټولودولتي اوغير دولتي ادارو کښي داستعمال دلومړي توب حق ولري .
موږ پښتانه اونور قومونه هيڅ ډول تربگنيوته لمن نه وهو. پدې پوره باورلروچي داهمدا څودگوتوپه شمار کسان دی چي دايران په خدمت کي تر هرڅه تيردي . موږ دټول افغانستان ميشتو قومونو اوژبو حق ته په درنه سترگه گورو،درناوی ئي کوو اودپياوړتياپلويان ئي يو. خوداحق هم لرو چي خپله ژبه ،کلتور اوهيواد دکلتوري بلواگروله يرغل نه وساتو. په پارلمان کې پر ټولو هغو وکيلانو غږ کوو چي دايراني اصطلاحاتو داستعمال داجازې په مقابل کښي بايد ديوه متعهد افغان اواستازي په توگ ودرېږي ،پرې نږدي چي داوطن دپردواودپردو دنوکرانودهوسونو قرباني شي اوياپه هيوادکي زموږ نالوستۍ ولس  په يوه اوبل نامه يودبل پر پر خلاف راوپارول شي اوخپل مينځی دښمنۍ راپيدا کېدوته لمن ووهي  . که پدې  مسايلو کې ودې پردو پرستو ته حوصله  اوتېرۍ وشي ددوي لار همدا کيږي ،داهغه کسان دي چي وايي يوځل نوک ځاي بياسوک .
دټول افغان ولس ديووالي اوبسياژوند په هيله . پاي