د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو د افغانستان ملي او سراسري ژبه ده

سرلوڅ مرادزی 09.08.2008 19:43

ژبه ، لکه ګډ تاریخ ، ټاکلې جغرافیوي پولې او نور ملي ګډ دریځونه د یوه ملت د پېژندنې او ځانګړنې د بنسټ ډبره جوړوي .
د افغانستان هر وګړئ چې ددې هېواد تابعیت ولري افغان ګڼل کیږي او په دې توګه د افغانستان په تابعیت سره د افغان ملت د یو وګړي ویاړ ترلاسه کوي .
افغان هله افغان دئ چې د افغانستان تابعیت ولري ، د افغانستان اساسي قانون ته له درناوي سره سره هغه پرځان ومني ، په خپل افغاني تابعیت وویاړي او د افغان ملت سره د زړه له کومي مینه ولري .
د افغان ملت په نوم ویاړل ، د ملت د ریښتینو زامنواو مېړنیودرناوئ او نمانځنه ، د ملي دریځونو ننګه او د پښتو ملي ژبې پالنه د متمدن افغان ځانګړنه بلل ګیږي .
د هېواد غوړېدنه او پرمختګ ، سوکالي او امنیت یادشویو آرونو ( پرنسیبونو ) ته له غاړې ایښودلو پرته ناشونئ دئ . لکه څنګه چې په اقتصادي پرمختګ سره یو هېواد غوړیږي ــ دغسې هم یو ملت په خپلې ملي ژبې ، ویاړنو او دریځونوغښتلئ او پیاوړئ کیږي او په توپانونو کې لار نه ورکوي .
افغان یو موټئ ملت دئ ، دغه ملت لکه د ګاونډیو او نورو ملتو پشان هم پخپل ځان کې کوچنۍ ایتنیکي ډلې او ګروپونه لري خو دغه ایتنیکی ډلې او ګروپونه د متمدنو وګړو پڅېر افغانستان ته په تابعیت لرلو سره ، د ملت په پراخه غیږه کې ورګډيږي او جذبیږي او د یو موټي افغان ملت په نوم سره هستیږي او په ګاونډ او نړۍ کې په همدې نوم سره پېژندګلوو پيداکوي . اوس دغه ایتنیکي ډلې او ګروپونه چې پخپل سیمه یز چاپېریال کې ، ځانته ګوښې ژبې ، ځانګړې دودونه او ویاړنې لري ، د ملت په پراخ مفهوم کې ځانته ګد تاریخ ، ګډې جغرافیوي پولې او نور ملي ګډ دریځونه او ملي ژبه پیداکوي او ددغو ګډو آرونو پر بنسټ د یو موټي ملت تر بریده پرمختیا او بشپړتیا مومي .
د بېلګې پتوګه به خپلو ګاونډیو هېوادونو ته سر ورښکاره کړو :
په تاجکستان کې له تاجکانو سربېره ؛ ازبکان ، روسان ، د ترکانو ځیني ایتنیکي ګروپونه او نور سره په ګډه اوسیږي ، دا هریو ایتنیکي ګروپ ځانته بېله ژبه او ایتنیکې ځانګړنې لري خو له هغه ځایه چې تاجکان په تاجکستان کې ډيرکي جوړوي ، د هېواد نوم يي تاجکستان او تاجیکي ددې هېواد ملي او رسمي ژبه ده . په تاجکستان کې ازبکي ، روسي او د نورو ترکي قومونو ژبو ته څوک ملي ژبه نه وايي او تاجکستان به هیڅکله چمتو نه شي چې د نورو کوچنیو ایتنیکي ګروپونو ژبو ته د ملي او سراسري ژبې حیثیت ورکړي . له تاجکستان څخه بهر هم ، نور هېوادونه دا هېواد د تاجکستان په نوم پېژني او تاجکولي ، ددې هېواد هویت جوړوي . د تاجکستان د دولت په دریواړه برخو یانې حکومت ، عدلیه او مقننه قوه کې تاجیکي ژبه کاریږي. زده کړې او پوهنتونونه يي په تاجیکي دي . سفارتونه او بهرنئ سیاست يي په تاجیکي ژبه پرمخ بیول کیږي . د ښار او کلیو سردړې ( لوحې ) او تختې يي په تاجیکي ژبه لیکل شوي دي .
او په دې توګه ګورو چې تاجیکي ژبه د تاجیکستان په پېژندګلوواو هویت کې وتلئ ځای لري .
په ازبکستان ، ترکمنستان ، ترکیه او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادو کې هم خبره همدغسې ده .
زمونږ بل ګاونډي هېواد ایران به راواخلو :
په ایران کې هغه وګړي چې پاړسو يي اصلي ژبه ده د هغه هېواد د نفوسو په سلو کې څلویښت جوړوي ، نور ( ۶۰ ) په سلو کې کردان ، تورکان ، بلوڅان ، ازربایجانیان او نورایتنیکي ګروپونه دي . که څه هم پاړسي ژبي په یوازې ځان ، د ایران ډیرکي نه جوړوي او په سلو کې له ( ۵۰ ) څخه هم لږ دي خو بیا هم په دغه هېواد کې هرڅه په پاړسو ژبه دي او دا ژبه پر ټولوایتنیکي ګروپونو خپل مطلق واک چلوي او لږکیو ته په خپلو سیمو کې په مورنیو ژبو د لوست او زده کړې امکان نشته .
په ایران کې د لږکیو له ژبو سره دا ډول چلند ته ، په سیمه کې د یو فاشیستي چلند په توګه کتل کیږي!
په یوه هېواد کې د ډېرکیو ژبه د ملي او سراسري ژبې پتوګه دودول او پالل ؛ نه یوازې له ملي لارې څخه کږلېچ نه دئ ، بلکې د یو دیموکراتیک ، متمدن او د کلتوري ښکیلاک ضد سیاست یوه برخه جوړوي .
په هغه هېواد کې چې د ملي سراسري ژبې پتوګه ، د ډېرکیو د ژبې مخې ته خنډونه اچول کیږي ، هغه هېواد د فرهنګي ښکیلاک لاندې دئ او په هیڅ شان خپلواک نه شي بلل کېدای !
له خپل هویت څخه لري شوي هېواد ، د ژوند په نورو اړخو کې هم مخې ته نشي تللئ او په توپاني او پریکنده حالتونو کې د زیاتو ستونځو سره لاس و ګریوان وي .
لکه څنګه چې ټول ګاونډیان ؛ تاجکان ، ازبکان ، ترکان ، چین، ایران او نورهېوادونه دا حق لري چې د اکثریت پر بنسټ د خپل هېواد نوم ، ژبه او هویت وکاروي زمونږ هېواد افغانستان کې ولې دا خبره سرچپه وي او له خپل طبیعي حق څخه بې برخې وي .
پښتانه په یوازې ځان د هېواد د نفوسو په سلو کې له ( ۶۰ ) څخه زیات جوړوي ددې هېواد پېژندګلوو هم باید په طبیعي توګه د پښتنو له نوم او پښتو ژبې سره په تړاو کې وي . لکه څنګه چې افغانستان ددې هېواد لپاره وړ نوم دئ ، همدغه شان باید پښتو ژبه د هېواد ملي او سراسري ژبه وي . د دولت درې ګونه قوي ، دباندینو چارو وزارت او سفارتونه په پښتو وي . پوهنتونونه ، لوړې زده کړې ، د کلیو او ښارونو نومونه ، هټۍ او دکانونه ، تختې او سردړې په پښتو وي . ترڅو ټول په دې وپوهیږي چې دا د افغانانو هېواد او دلته د افغانانو ژبه واک لري .
لکه څنګه چې دا ټول په نورو هېوادو لکه تاجکستان ، ازبکستان ، ایران ، ترکې او نورو کې په غړېدلو سترګو وینو .
البته په افغانستان کې ازبکان ، هزاره ګان اوتاجیکان ( پاړسي ژبي ) ، ترکمنان ، نورستانیان ، پشه یان ، بلوڅان او نور لږکي ایتنیکونه هم طبیعي حق لري چې خپلو خپلو سیمو کې په خپلو مورنیو ژبو زده کړه او لوست وکړي خو د دوی ټولو هویت به د یوه موټي ملت پتوګه په افغان او پښتو ملي ژبه سره وي .
یادې شوې ټولې خبرې د هېواد په اساسي قانون کې تسجیل دي .
پښتو ژبه د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون په ۳۵ ماده کې د هېواد د ملي ژبې پتوګه منل شوې او په روستي اساسي قانون کې هم ، د هېواد د لومړۍ ژبې پتوګه تسجیل ده چې ملي سرود او ملي ترمینالوژي به هم په پښتو وي . په اساسي قانون کې د پښتو ژبې داسې تسجیل څرګندوي چې نوئ اساسي قانون هم د ادبیاتو په تغیر سره د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون دا ماده چې پښتو به د هېواد ملي ژبه وي تسجیلوي او د شک او ګمان ځای نه پاتې کیږي .
له بلخوا کله چې یوه ژبه د خپلې ټولنې د اکثریت ژبه وي ، په ډګر او ژوند کې د هغه ملت پېژندګلوو او معرفت په هغې ژبې سره وي نو دا ژبه په ملت کې د ملي او سراسري ژبې پتوګه تسجیل ده ، که څه هم د یوه وخت لپاره د فرهنګي ښکیلاکګرو سیاستونواو په فاشیستي توګه د نورو ژبو تر واکمنۍ له کبله د هغه هېواد په اساسي قانون کې د ملي او سراسري ژبې پتوګه نه وي تسجیل شوي .
د خپلې خبرې د سپيناوي لپاره به بیا هم ، د تاجیکستان بېلګه رایاده کړم :
په تاجیکستان کې د پخواني شوروي اتحاد په مهال روسي ژبه واکمنه وه ، حتی تاجیکي ژبې خپله ابېڅې له لاسه ورکړې وه ، خو تاجیکي ژبه د تاجیکستان د ولس ژبه وه . کله چې په تاجیکستان کې د روسي ژبې واکمني پای ته ورسیده تاجیکی ژبه د دولت په کچه هم ، دولتي او رسمي ژبه شوه او د ولسي دریځ تر څنګ يي دولتي او قانوني دریځ ترګوتو کړ .
اوس تاجیکي ژبه د تاجیکستان د ملي ژبې پتوګه د تاجیکستان د پېژندګلوو یو مهم جز ګڼل کیږي .
افغانستان کې هم پښتو د افغان ملت ولسي او ملي ژبه ده . دې ژبې سره هم تقریبا همغسې چلند شوئ چې ما يي په تاجیکستان کې د تاجیکي ژبې سره د پخواني شوروي په مهال یوه بېلګه وړاندې ګړه .
پښتو ژبه د افغاني ټولنې د اکثریت ژبه ده ، خو دولتونو تل د ګاونډیو هېوادو له ډاره په تېره بیا د ایران له ډاره او یا د ناروا سیاسي ګټو او زیانمنو مصلحتونو له مخې له دولتي واکه لري ساتلې ده . په افغانستان کې ټولو حکومتونو له پښتو ژبې سره هسې چلند کړئ لکه یرغلګرواو ښکیلاکګرو دولتونو چې د مستعمره هېوادونو او ولسونو د ژبې او کلتور سره کړئ دئ .
په دې توګه د پښتو ژبې پر سر د افغانانو ګیله او شخړه تر ټولو ړومبئ د افغان دولت سره ده ( نه په افغانستان کې د کومې ټاکلې ایتنکي ډلې یا ګروپ سره ) .
شخړه دا ده چې افغاني دولتونو ولې له لومړي سره پښتو ژبه په اساسي قوانینو کې ( له هغه وخته چې په هېواد کې د اساسي قوانینو لیکنه دود شوي او یا نورو سندونو کې ) ، د ملي او سراسري ژبې پتوګه نه ده ځای کړې او په خپلو دولتي چارو کې يي ولې ددې ژبې د پلې کېدو مخه نېولې ؟
او روسته د اوسنیو دولتونو سره چې دوی ولې په اساسي قوانینو کې د ملي ژبي د تسجیل سره سره بیاهم ، د پخوانیو دولتونو پر پل روان دي او دا ژبه په عملي ډګر کې د ملي ژبې کچې ته نه لوړوي ؟
دویمه خبره داده کله چې د هېواد په قوانینو کې د پښتو ژبې د تسجیل شویو حقوقو د پلي کېدو په اړه ، افغانان له خپل دولت څخه غوښتنه کوي او له دولت څخه ددې ژبې خوړل شوي حقوق غواړي ، په دې خبره ولې په هېواد کې ځیني کسان چې ځان د ځينو ایتنیکي ګروپونو د بېلګې پتوګه د تاجیکو او هزاره ګانو نابللي استازي بولي خپه کیږي او غوغا جوړوي ؟ دا غوښتنه خوله دولت څخه کیږي ، د پښتو ژبې حقوق خو تر ټولو ړومبئ دولت خوړلي دي ، په دې خبره د هېواد د تاجیکو اوهزاره ګانو ځينې کړۍ ولې ځان د دولت د مدافعو وکیلانو پتوګه کاروي او د ملي ژبې پښتو په وړاندې د دولت پر ځای دوی ټوله ملامتیا په خپله غاړه اخلي !
بلخوا له دولت څخه پوښتنه کوو ، څنګه چې پښتانه د هېواد د نفوسو له ( ۶۰ ) څخه زیات جوړوي ، او په اساسی قانون کې هم د پښتو ژبې حق د ملي او سراسري ژبې پتوګه تسجیل دئ نو بیا ولې او د کومو قوانینو او لاملونو له مخې د پښتو ژبې دا حق په عملي ډګر کې پاړسو ته ډالۍ کیږي ؟
په دولت ، ولسي او مشرانو جرګو ، د بهرنیو چارو په وزارت او سفارتونو او همدارنګه په پوهنتونو او د لوړو زده کړو په ښوونځيو کې پښتو ژبه رخصت شوې او د هغې حق په لویلاس پاړسو ژبې ته ورکړل شوئ دئ !
همدارنګه دولت ولې د نورو ایتنیکي ګروپونو لکه ازبکانو ، نوریستانیانو ، پشه یانو او بلوڅانو د ژبو پر خیټو هم پاړسو کېنولې ؟
دولت ولې هر څه له ټولو اخیستي او یوازې يي یو کوچني ایتنیکي ګروپ تاجیکانو ته په قباله ورکړي دي ؟
که چيري دولت په ټولنه کې د پښتنو د شمېر او فیصدۍ په اړه ډاډمن نه وي نو بیا دې نفوس شماري وکړي ، همدارنګه که چیري په اساسي قانون کې د پښتو ژبې د ملي والي او سراسري والي په اړه شکمن وي ، لویه جرګه دې راوغواړي او دې ستونځې ته دې د پای ټکئ کیږدي .
وروري به کوو خو حساب ترمنځه :
په هېواد کې د تاجیکو او هزاره ګانو د ژبې یانې پاړسو حق خوندي دئ . دوی چې په کومې فیصدۍ سره په هېواد کې مېشت دي ، ژبه يي هم هومره حق لري .
دولت نه شي کولئ چې له دې روسته د پښتو حق د تاجیکو ژبې یانې پاړسو ته ورکړي لکه چې له پېړیو راهېسي يي دغسې کړي وو ، هغه وخت له نیکه مرغه اوس تېرشوئ دئ !
همدارنګه دولت نه شي کولئ چې د نورو ایتنیکي ګروپونو پر ژبنئ حق سترګې پټې کړي او د دوی حقوق هم پاړسو ته ورحواله کړي .
د میم زر ما ټوله زما چلند او سیاست چې تر اوسه پورې دولت یوازې د پاړسي ژبو لپاره کاوه ، پای ته رسیدلئ دئ !
که په هېواد کې د تاجیکو او هزاره ګانو د ایتنیکي ګروپونو په اصطلاح استازي ، اوس هم د مغلو او ترکانو د امپراطوریو د وخت خوبونه ویني ، چې هغه وخت پاړسي ژبې د یوې استعماري ژبې پتوګه د سیمي د ولسونو پر ژبو واک چلاوه او اوس دوی ځانونه د هغه زوړ استعماري فرهنګ میراث خواره بولي او یا د ایران د اخوني رژیم د خیالې فرهنګي امپراطورۍ د خوبونو د تعبیر په لټه کې دي خواب است وخیال است و جنون !
اوس ۲۱ مه پېړۍ ده ، ولسونود ښکیلاک هر ډول بڼي که دا سیاسي دي که فرهنګي پېژندلي او څوک نه پري تېروځي .
دا خبره چې پاړسي شتمنه ، بډایه او خوږه ژبه ده ددې لامل نه شي کېدلئ چې په دغو خبرو دې د نورو ژبو پرحق خيټه واچوي .
په سیمه او نړۍ کې له پاړسو څخه ډېرې بډایه ، شتمنې او خوږې ژبې شته ، خو هغه بل ولس ته ملي او رسمي ژبه نه شي جوړېدای .
نن سبا انګریزي ، فرانسوي ، هسپانوي او نورې ژبې د نړۍ بډایه او شتمنې ژبې دي او خوږې هم ، خو هيڅ یوه د ملي ژبې ځای نه شي نېولئ او د مورنۍ ژبې خوږوالئ نه لري .
پاړسو به هم تاجیکانو ، پارسیانو ته خوږه ژبه وي خو نورو ته هم له دوی څخه لږې خپلې ژبې خوږې نه دي . هر څوک وايي زما د غړکې خوند ښه دئ . دلته خبره په استحقاق ده نه په خوږوالي یا بل څه !
که پاړسو خوږه ده یا ترخه یا بډایه او یا نیستمنه د تاجیکانو ژبه ده او د دوی حق او استحقاق !
پاړسو ژبه د پښتنو ، ازبکو ، پشه یانو ، نوریستانیانو ، بلوڅانو او نورو استازیتوب نه شي کولئ ، دا يوازې د هېواد د تاجیکو د ایتنیکي ګروپ ژبه ده او بس !
همدغه راز غواړم بې پښتو پښتنو ته ( زه هغه چا ته بې پښتو پښتون وایم چې په خولې ادعا کوي چې په قوم پښتون دئ خو کله چې په پښتو ، پښتونواله او د ملې ګټو پر حریم د ننګې وخت راشي د غلیم تر څنګ دریږي او ترغلیم ړومبئ په پښتو اوپښتونواله ګوزار کوي ) څرګنده کړم چې تاسو د پښتنو په استازیتوب د حکومت ، ولسي او مشرانو جرګو پر لوړو څوکیو خیټه اچولې خو کله چې په پښتو ژبه نور ملنډې وهي ، د پښتنو پر ملي حقوقو نور یرغل کوي تاسو ورته ټيټې او مړې سترګې او چوپه خوله ناست یاست او تر دې هم ډېره بده دا چې بل پښتون ورته تر پښو را نیسۍ او دخپلې ژبې ، کلتوراو هویت پر ضد استعمالېږۍ !
ایا تاسو ته دا د شرم خبره نه ده !
په ولسي جرګې کې د تش په نوم فرهنګي جرګګۍ په وړاندې د ښاغلي خرم د استجواب په وخت ډېر داسې بې ننګه پښتانه چوپه خوله او مړې سترګې ناست وو . خو ښاغلئ خرم لکه زمرئ د خپل هویت نه په ملاتړ کې کلک ودرید او دا يي ثبوت کړه چې د وزیر محمدګل خان دلارې پلویان لا د هغه په پله روان دي . په دغه پښتني دریځ سره بې له شکه چې ښاغلي خرم زموږ د وخت وزیر محمد ګل خان بللئ شو !
یوه بله خبره غواړم ويي کړم داده کله چې په پښتو ژبه او زموږ په ملې حریم شرمښان او دنورو بړیڅان تېرئ کوي د پښتنو یو زیات شمېر پروفیسوران ، څیړنوالان ، پوهندان ، ډاکټران او نور چوپه خوله ناست وي او په دغسې شیبو کې د ملي حریم د ملاتړ چارې د پښتنو تنکیو او احساساتې ځوانانوته سپاري او خپله له ډګر څخه تښتي !
ایا دا لویه بې ننګي نه ده ؟
اور دې پر داسې پروفیسورۍ ، پوهاندۍ ، ډاکټرۍ او څيړنوالۍ شي چې هغه د خپلې ژبې ، خپل تاریخ او خپل هویت په ملاتړ کې په کار رانه شي !
په داهسې وخت چې وخت د نام او ننګ دئ ..... دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار
خوشحال بابا
له بلخوا په سیمه کې ټول ګاونډي هېوادونه او ورڅېرمه ، په خپل کلتور ، خپله ژبه او خپل تاریخ باندې پېژندل کیږي . افغانان ولې باید په سیمه کې خپله ژبه ، خپل تاریخ ، ویاړنې او پېژندګلوو ونه لري . دا په سیمه کې د افغانانو تاریخي او طبیعي حق دئ او د هېواد ټول ایتنیکي ګروپونه او هر افغان باید د هېواد د یو اتباع پتوګه دا ومني ، هغه خپل وګڼي او په هغه وویاړي .
څو چې پاتې یو افغان وي ................................ تل به دا افغانستان وي .