د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نهيله چيغه

ح – خ 09.08.2008 20:41
زه يوه چيغه يم.
يوه نهيله چيغه.
د ډېرو زړونو د تل چيغه.
نزدې په ټولو زړونو کې اوسم.
خو بهر ته د راوتلو وس نلرم.
هو کې: زه هغه چيغه يم چې چا نه يم اورېدلې.
د هېچا غوږ را باندې نده ګرېدلی.
د انصاف او عدالت چيغه چې د ظلم او رشوت په اور کې سوځېدلې يم.
د سوله ايز ژوند چيغه چې د سياسي موخو قرباني شوې يم.
د مينې او ورورولۍ چيغه چې ژبنيو، سيمه ايزو ، توکميزو او سياسي اړيکو زېندۍ (خفکۍ) کړې يم.
د هوسا ژوند لپاره د يوه سرلوڅي پښې ابلي انسان چيغه چې د شتمنو او ځواکمنو په غوښتنو کې ورکه د نهيلۍ سلګۍ وهم .
د يوه مجبوره بې وزله وګړي د وينې چيغه چې د شتمنو لپاره د شرابونو او کبابونو وسيله چوړه شوې يم.
زه همغه چيغه يم چې هېچا نه يم اورېدلې .
له چا څخه د اورېدلو هيله هم نلرم.
يوه نهيله چيغه يم.
نهيله چيغه، نهيله چيغه، نهيله، نهيله، نهيله...........