د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مومند ادبي جرګې د خواخوږۍ پېغام

مومند ادبي جرګه 06.08.2008 16:56

بيا مې د ځوانۍ دځوانيمرګ ارمان پۀ وير کی يم
بيا غمونو واخيستمه بيا دځان پۀ وير کی يم
.................................
څۀ کۀ اوښکی وچی کړمه خلکو سره وخاندم
زړۀ سره می ځانته نن دشوي زيان پۀ وير کی يم
....................................

پۀ خواشينۍ سره خبر شو چی د پښتو ژبی نوميالی او وتلی شاعر سيد مراد مئن لۀ دی فاني دنيا نه سترګی پټی کړی .ارواښاد سيد مراد مئن زموږ د ټولنی دهغو پخو شاعرانو نه هغه يو و چی زموږ دکلتور او ژبی پۀ پالنه او روزنه کی يې نۀ هېرېدونکي خدمتونه کړي ٠ دا چی نن هغه جسمامونږ نه جدا شو خو شعرونه به يې تل زموږ پۀ ذهن کی انګازی کوي ٠مومند ادبي جرګه د هغۀ مړ ينه دپښتو ادب يوه لويه ضايعه ګڼي،هغۀ ته دمغفرت دوعا کوي او کورنۍ او ټولو خواخوږو ته يې دصبر غوښتنه کوي ٠

ناصر مومند
د مومند ادبي جرګی پۀ استازيتوب