د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فاسد پاکستاني جاسوسان د طالبانو سره مرستې کوي. د سن ډی ټایمز تبصره

ژباړه او لنډیز: الهام الحق یاسیني 06.08.2008 14:22

د تېرې یکشنبې په ورځ سن دي ټایمز – چې له لندن څخه په انګلیسي ژبه خپرېږي – په افغانستان کې د پاکستان د څارګرې ادارې آی ایس آی د رول او په دې اړه د پاکستان ، متحده ایالاتو، افغانستان او هندوستان ترمنځ د تاوتریخوالي او بې باورۍ په هکله یو رپوټ خپور کړی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې امریکا په ښکاره ډول د پاکستان څارګره اداره یا ISI تورنه کړې چې په افغانستان کې د ناټو ضد بریدونو کې لاس لري او طالب او القاعده جنګیالو سره د جګړې د دوام په موخه مرستې کوي.

سن ډی ټایمز وايي چې د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ته  مخامخ خبردارې ورکړی چې په راتلونکي کې په افغانستان کې بریدونه ونکړي. بوش ګیلاني ته ویلي چې امریکا کره ثبوتونه لري چې د پاکستان څارګرې ادارې ISI په کابل کې د هندوستان د سفارت په چاودنه کې لاس درلود. بوش ګیلاني ته دا هم ویلي چې که چېرته یې بیا داسي ثبوتونه وموندل چې ISI په چاودنو کې لاس لري نو امریکا به یې په ضد جدي ردعمل وښايي.

سن ډی ټایمز وایي چې په دې سفر کې د امریکا د څارګرې ادارې CIA مشر میشل هایډن په کابل کې د هندوستان د سفارت په اړه ګیلاني ته د معلوماتو یوه دوسیه ورکړه چې دا ثابتوي چې د پاکستان څارګرې ادارې ISI د هند د سفارت په چاودنه کې لاس درلود او هم داسې ثبوتونه او معلومات په کې راغونډ شوي چې د طالبانو سره د آی ایس آی دوامداره مرستې ثابتوي.

په دې ثبوتونو کې د آی ایس آی د ادارې د یو  کارکونکي داسې تلیفونې خبرې هم شته چې په اسانۍ سره ترې دا جوتېږي چې د هندوستان په سفارت برید آی ایس آی کړی او د چاودنې لارښوونکی او مدبر عقل یا ماسټر ماینډ د همدې ادارې یو کارکونکی دی. په دوسیه کې د آی ایس آی د هغو کارکونکو په هکله معلومات هم شته دی چې افغان او امریکایي ځواکونو په افغانستان کې نیولي دي.

داسې ښکاري چې کوم پاکستاني چارواکي - چې د ولسمشر بوش سره په لیدونکي پاکستانۍ ډله کې مل و - د سن ډی ټایمز خبریالې کریسټینا لامپز ته د کتنې ټول جریان ویلی دی.

کریسټینا لامپز وایي چې پاکستاني وزیرانو ویلي دي چې  د واشنګټن څخه سرګردانه راستانه شوي دي. وزیرانو ویلي دي چې د پاکستان او امریکا تر منځ د باور کچه بېخي ټیټه شوې ده ترې چې دوی یې په یو رنګ ټکان ورکوکني حالت کې – چې ویل یې وریتونکی حالت ؤ - واقع کړي دي.

پاکستاني وزیرانو دا هم ویلي دي چې امریکایان د پاکستان په څارګرې ادارې "ډېر ګرم (برګ) ؤ، ډېر زیات ګرم ؤ.  کله چې موږ ورڅخه نور معلومات وغوښتل، بوش په خندا شو او ویې ویل:  کله چې ستاسو کسانو سره [د ترهګرو په اړه] معلومات شریک کړو نو [ترهګر] تل تښتي." دلته بوش هغه ټکي ته د پاکستانیانو پام راوړولی دی چې آی ایس آی له امریکا څخه معلومات اخلي او مخکې له دې چې امریکایان او ناټو هدفونه بمبار کړي د پاکستان استخبارات يې خبروي او له بمبار څخه مخکې له مخکې ترهګر بمبارېدونکي ځایونه پرېږدي.

د پاکستان  د سرحد په ایالت کې د د عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک وایي: دلته پوښتنه پیدا کیږي چې ولې د پاکستان د څارګرې ادارې کړنو ته د امریکا دومره وروسته پام شو ؟  افراسیاب خټک وایي چې له کلونو راهیسې موږ دا خبره کوله خو چا پرې غوږ نه ګراوه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک  سنډې ټایم ته ویلې چې د امریکا دا تورونه ناسم دي، "په افغانستان کې اې اس اې هیڅ  لاس نه لري."

څه وخت مخکې رحمان ملک په لندن کې د انګلستان د لوړپوړو چارواکو او د  هغوی د څارګرې ادارې کسانو سره دا منلي وه چې آی ایس آی د سفارت په چاودنه کې لاس لري. دا لومړی ځل دی چې سپینه ماڼۍ د ۱۱/۹ د پېښې څخه وروسته پاکستان ته مخامخ داسې سپینې خبرې کوي. ‎‎

په انګلیسي د سن ډی ټایمز پوره رپوټ دلته لوستلی شئ.