د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا نا امني د چا ډالۍ ده ؟ (۳ برخه)

حبيب الله غمخور 05.08.2008 22:41

پاکستان يوخپلواک، پر مختللی اودملي ځواک لرونکی افغانستان زغملاي نشي او دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنې دځان طبعي حق بولي
( دريمه برخه)

لومړۍ برخه دلته ولولئ
دوهمه برخه دلته ولولئ

 دنجيب الله دحاکميت زوال اوتنظيموظهور:

دابرخه ديوځوان کنړي شاعر فرهادجان دشعر په دغه يوه بيت شروع کوم ، هغه وايي :

ماپکي خپل قاتل ونه پيژانده
راغځېدلي وو بلا لاسونه

 پاکستان د امريکې د متحده ايالاتو او  په پاکستان کښي  افغان تنظیمودمشرانو په مرسته  د افغانستان  پر سياسي حالاتو داسي مسلط شول چي دغه هېواد يي په اوږد مهالي کورنۍجګړه کي تر اوسه ښکيل ساتلی دئ . سره لد ې چې پاکستان دژينو دخبرو دپيل اوتوافقاتو سره چندان علاقه نلرل ،دامريکادسياسي فشارونو اوپه ځانگړې توگه پسله هغه چي امريکاپوځی اواقتصادي مرستي داټومي وسلې دجوړولوپه تورپه مؤقته بڼه پر بندي کړې  دې ته اړشوچي دافغانستان له حکومت سره دافغانستان دمسلې دسياسي حل لاري دلټولوپه منظور په ژينيو کي خبري پيل کړې .ديادولو وړ خبر ده داهغه وخت دی چي نورامريکا پدې پوهېدلې وه چي شورويان ناکامه اوله افغانستان څخه وزي،ځکه خوئي پر تنظيموهم دمرستو اوپيسو اندازه ډيره راکمه کړه . په ژينيوکي داخبري دشوروي ،امريکا دبهرنيو چارودوزيرانواوملگروملتودسازمان دځانگړې استازي تر سرپرستی لاندي تر سره کېدې . دلته بايددغه ټکي ته گوته ونيول شي چي دژينيو دخبرو دپيل نه دشوري او مريکاهدف اوموخه دانه وه چي دافغانستان مسله دسياسي لاري حل شي .اساسی  خبره داسي وه چي امريکا نوره خپله دښمني دافغان ولس ديونيم ميليون انسانانو دسرپه قيمت له شوروي سره ترسره کړه اودويتنام غچ ئي له شوروي نه واخيست.دوي ته دخپلو استخبارتي ادارو دراپورونو له مخې داڅرگنده شوه چي نور شوروي رژيم په کور دننه کي ړنگېږي ،دوي  دهغو اختلافاتو پايلې  هم ډيري ښې معلومېدې کومې چي دوي دشوروي په مشرتابه کي رازېږولې وې . دوي دبيرژنسکي ډيره تاريخي او پخوانی خبره چي شوروی نظام دوسلې په زورنه بلکي له داخل نه بايد ړنگ شي په يادوه،ددغه ډول ړنگېدو پلان  اوداچي څومره ئي ميخائيل سرگېويچ  اودهغه نږدي سياسي ملگري لکه شورنادزي ،ياکوف ليويچ اونور دشوروي  نظام  ړنگېدوته هڅولي وه ښه معلوم وه اوحالات ئي دشوروي په دننه کې داسي بهراني کړل چي ټوله نړئ ئي دړنگېدو ننداره کول،ځکه خو گرباچوف دنوبل دسولي جايزه هم وگټله . دبلې خواروسانو هم ددې په خاطر چي نورئي دجگړې  دروند بار نسو پورته کولاي غوښتل دژينيو دلوزنامې تر نامه لاندي  ځانته يوه دوړو پزه جوړه اوخپل پوځ له افغانستان څخه وباسي، داچي دافغان ولس برخليک به څه وې دوي ته ئې له اوله ډير ارزښت نه درلود اونه هم پدغو وختو کي ورته زيات ارزښتناک وو. دژينيود توافقاتو اوشوروي لښکرو تر وتلو وروسته دا روښانه ثابته شول چي دواړو هيوادو په اوبوکي لوټه کښېښودل اوپر تيرشول،ځکه دوا ړوزبرځواکوهيوادو افغا نستان  پاکستان ته لاس تړلۍ پلاس ورکړ . داهغه څه وه چي پاکستاني چارواکوئې تصورهم نشو کولاي .  د۱۹۸۸زکال د اپريل پر  ۱۴مه  د افغانستان او پاکستان ترمينځ  د ژينيو تړون لاس ليک شواوپه  نړيواله کچه ددې تړون  دتظمين کوونکو په توگه د شوروي اتحاد او  امريکا هېوادودبهرنيو  چاروزيرانو هم لاسليک وکړ .
 د ژينيو تر توافقاتووروسته نه يوازي  دا چې په افغانستان کې  دپاکستان مداخلې اولاس وهنې  بندي نه شوې بلکې اضافه هم شوې . د ۱۹۸۸م کال د اګست تر ۱۵ نېټې پوري  تقريباُ د شوروي اتحاد نيمايي پوځيان د هېواد نه  ووتل مگر پاکستان په  دريځ کي هيڅ تغير  رانه غلئ . دهميش په توگه ئې دافغان دولت مخالفينو ته وسلې ورکولې روزل ئي اوافغا نستان ته ئې دخرابيو لپاره رالېږل  . دافغانستان دحکومت دغوښتنې پر بنياد شوروي اتحاد په همدې ۱۹۸۸ کال د اګست په مياشت کې يوه اعلاميه صادره کړه  اوپه هغه کي څرگنده شوې وه چې د پاکستان د لوري  څخه په افغانستان کې  مداخلې کيږي اودغه لړۍ روانه  ده . دشوروي اتحاد اعلامې پر پاکستان چندان تاثر ځکه نه درلودچي امريکايانوځان بې خبره واچاوه ،تابه ويل يودم ئې له افغانستان او شوروي اتحادنه مخ واړاوه،خوپه حقيقت داسي نه وه  . په همدې وخت کي  په پاکستان کې دددې هيواد داستخباراتو ،CIA اوسعودي عربستان دڅارگری ادارې  تر نظارت اولارښودنې لاندي د مجاهدينو عبوري حکومت تاسيس شو چې دا کار په ښکاره ډول سره د پاکستان د حکومت لخوا د ژيينو د توافقاتوڅخه بربنډه سرغړونه وه .
د۱۹۹۱ کال د سپتمبر پر ۱۳ د امريکا خارجه چارو وزير جميس بېکر  او د شوروي اتحاد د خارجه چارو وزير بوريس پانکوف شاملو غاړو ته د سلاح د نه لېږولو موافقه لاسليک کړه.  دغه عمل د ډاکټر نجيب الله د حکومت د کمزورتيا او دحکومت په مينځ کې د بې باورى فضارا پيداکړه. دشوروي حکومت د۱۹۹۱ کال داکتوبر په لومړيو کښي دخپل دبهرنيو چارو وزير نيويارک ته ولېږه اوهلته ئې ددملگروملتو تر سرپرستی لاندي دمجاهدينوله مشرانو سره خبري پيل کړې .دشوروي دبهرنيو چارو وزير دلومړی ځل لپاره داوويل چي شوروي حکومت به دافغانستان دموقتي حکومت لپاره دمجاهدينو جمهوررئيس ومنې خوپه دې شرط چي فضل الحق خالقيارچي دنجيب الله دحاکميت په دوران کي ئې دوزيرانو شورادرياست دنده پرغاړه لرل  ورسره دصدراعظم په توگه پاته شي . دغه خبره دمذاکراتو دگډونکولخواديوه بري په توگه استقبال شوه ،مگر پر شوروي ئي باور نه دلود. ځکه بيا وروسته  په ۱۹۹۱ کال ددسامبرپر ۲۱ مه کله چي شوروي نظام ړنگ اوپر ځاي ئي دخپلواکوهيوادکامنولټ  چي په روسي ژبه ئي ((CHG))  (اس  ان  گې ) ورته ويل جوړ شو،دروسې جمهورريس باريس نيکولايويچ  يلڅين ،په خپله ويناکښي دشوروي بغل ته ديوه اسلامي دولت  دجوړېدو اوددوي پولوته دخطرونوپه اړوند اندېښنه  ښودل .
د۱۹۹۱ کال دنومبر پر ۱۳ مه دپخوانيو خبروپه دوام يوبل هيئت داستادرباني او فهيم په گډون مسکوته ورسېد .ددغې لېدنې  په در شل کي دشوروي مشرتابه دنومبر پر ۱۵ نېټه داموافقه وکړ ه چي دنجيب الله له حکومت سره ټول کومکونه قطع او صلاحيت به ئې يو اسلامي حکومت ته ورکړه سي . البته نجيب  دشوروي له دې کارنه ډير خواشينۍ شو. ديادولووړده چې ددې موافقې متن ډير وروسته هغه وخت افشاشو چي حکومت مجاهدينو اوپه ځانگړي توگه استاد رباني ته  وسپارل شو .په رښتيا سره دروسې بې حسابه مرستي اوپيسې دشمالي ټلوالي په واک کښي ورکړه شوې . دافغانستان په اړوندپه ټول  تاريخ کي روسانو تلاښ کاوه چي ددوي اوانگريزي امپراطورئ اوبيا راوروسته دشرقی اوغربی بلاکو  ترمنځ افغانستان ديوې عايل سيمې په توگه ساتل کېده ،مگر د۱۹۷۹ کال ددسمبرتر ۲۷ مې وروسته کله چي ببرک کارمل ځان په شوروي چارواکو دټول افغانستان مشر قبول کړ اودافغانستان  دحاکميت دتخت پرگدۍ ئې  دهغه دکښېنولو هڅي پيل کړې ،ددوي په تاريخي دريځ  کي هم تغير راغلی اودخپلو جمهوريتو اوياخپل نفوذ دساحې دنجات لپاره ئې دهندوکش دغروسلسله  سرحدي کرښه يا عايل سيمه وټاکل اوزموږدهيوادپه شمالي سيموکښي دلږ کيوقومونوسره دښو اړيکو اودوستانه مناسباتوټينگېدولپاره لاس پکارشول .که په اسياکي دامريکاستره تيروتنه داوه چي په ۱۹۹۲کال  کښي افغانستان ته شاوگرځول اوله افغانستان څخه  مخ اړول بلل کيږي ،نودشوروي اوروسی نظام تاريخي اوليه تيروتنه بياله پښتنو سره دښمنی اوله هغوي نه مخ اړول گڼل کېداي شي .
داسي يل کيږي چي ددغو انکشافاتو تر څنگ  دروسې جمهوررئيس باريس نيکولايويچ مرحوم نجيب ته يوځا نگړی استازی لېږلئ واونجيب  الله ته  ئې سپين ويلې  وه چي گوياهغه (نجيب) په افغانستان کي دسولي دراو ستو په لار کي خنډ گڼل کيږې بايد استعفا وکړې .
 د ۱۹۹۲ کال اپرېل پر ۸ د ډاکټر نجيب الله حکومت سقوط وکړ.  مګر په هيوادکي مسلحانه مبارزه قطع نه شوه، په افغانستان کې قومي جنګونه پيل شول دغه قومي جنګونه په داخلې جنګونو  بدل شول.  بلاخره په کال 1996 کې د پاکستان دغوښتنې سره سم  طالبان قدرت ته ورسېدل .
ديوې لسيزي جگړ ې وروسته د شورويانووروستی سرباز جنرال گروموف  په ۱۹۹۸ کال دفبروري په ۱۶ م دحيرتان دپله دلاري دپله له نيمايي  نه چي ئې لاټانگ دافغانستان په خاورکي و له ټانگ نه کښته اوپر پښود تاجکستان خاوري ته داخل شو.  
زه پدې باوريم له هغه  وروسته چي ميخائيل سيرگېويچ گرباچوف دشوروي اتحاددکمونست گوند په ۲۷ کنگره کي دافغانستان مسله دناسوزخم وباله اواعلان ئي وکړ چي خپل  عسکربه له افغانستان څخه باسي ،نوره خبره معلومه اوڅرگنده وه چي :
۱/ دوي بايد دخپلو عسکرو دابرومندانه ايستلولپاره لار ولټوي . چي دوي داکار وکړ اودژينيو دتوافقاتو تر نامه لاندې ئي په نهو مياشتوکې خپل ټول سربازان له افغانستان  څخه وايستل  اوداي ئي څرگنده کړه چي روسيه په افغانستان کي ديومنځمهاله حکومت دجوړدوسره علاقه لري اودژنيو توافقاتو ته وفادار دي .
۲ / دوي غوښتل په افغانستان کي داسي يومنځمهاله او شوروي پلوئ حکومت راشي  تر څودوي له افغانستان څخه پر شوروي جمهوريتونودمنفي يعني ضد شوروي تاثيراتوله کبله اندېښمن نه اوسي . ددې لپاره دوي پدې لټه کي شول چي دنجيب الله پر ځاي  يو بديل پيداکړي . خوداځل دوي بديل نوردافغانستان د خلق دموکراتيک گوند کي نه لټاوه اونه  ئي پر پښتنو باندي تکې ته زړه ښه کاوه ،ځکه دحاکم گونددحاکميت په دوران کي  ددې گوند يو لوي اړخ خلقيان ددې په خاطرچي شورويانوددوي رهبران يودبل په مقابل کي داسي په جنگ واچول چي  يواوبل ئي سره ووژل،او پرکارمل ئې په تکيې سره خلقيان ددولتي  واک نه پسله هغه گوښه کړه  چي لومړۍ  ئې  دخلقيانوسره په يو معامله اوجوړجاړي کي دپر چميانورهبران له مسکونه کابل ته راورسول اوحفيظ الله امين  ئي مړکړ،دولتي قدرت ئي کارمل ته وسپاره .څه موده ورو سته هغه څو خلقيان چي دکارمل دقدرت ته رسېدوپه خاطر ئي په دولت کي لوړمقامونه ورکړی وه په يوه اوبل نامه له قدرنه گوښه  اويائي په مقام کښي بې مقامه اوبې صلاحته کړه ،دامسله دنجيب الله دحاکميت په دوران کي تر وسلوالو مخامختيااوزندانوته  اچولواوپه اعدام محکومولوتر کرښې ورسېده،چي متاسفانه پاکستان اودافغان ولس کورنيو اوبهرنيو دښمنانوددغو بې اتفاقيو،مخامختياواودقدرت پر سرخوابديواوسياليونه دخپلو موخودسرته رسېدولپاره پراخه استفاده وکړه ،درژيم دړنگېدواوپاکستان دبرياو يوله اساسي عاملوڅخه همدا مسله وه. دشورويانولخواپه ورستيو کښي همداورته لوبه  دمرحوم نجيب الله  سره هم وشوه ،څو ځله ئې هغه دکارمل دپلويانو پوسيله تهديد اوبلاخره ئي داحمدشاه مسعودسره په تړاوکښي هغۀ دگوندپه دننه کښي دحزبی کودتاپه پايله کي بې واکه اوله قدرت نه گوښه کړ . ځکه نودوي پدي پوهېدل چي نور پښتانه ممکن ددوي سره په سياسي لوبو کي سرونه ونه  ښوروي . دوي پدې ټولولږکيو کښي دجميعت گوند اودنظارشوراسياسي معاملو اوجوړجاړيوته نږدې ډله وگڼل . داټلواله له پخوادهرې خواپه وسلو سمبال شوې وه اوله بلې خودوي پرې خبر وه چي له فرانسي اوبلجيم سره هم ښې اړېکي لري ،داچي دپاکستاني استخبا راتوسره ئي اړيکي په کومه کچه وي اوس یي تشريح ليکنه رانه اوږ دېږي ،له  همدې  امله دوي خپله سياسي سرمایه گذاري پر شمالي ټلوالي وکړه .
همدا دليل و چي دامريکاتر ملاقات وروسته رباني په ډيره عجله دمسکوپه لور وخوځېد اوهلته ئي دروسی مقاماتو سره دراتلونکي په هکله هر اړخيزي خبري اوموافقې وکړې . دهمدغو حوادثوپه جريان کي نجيب الله  پخپله يوه تلويزيوني وينا کي  چي د۱۹۹۲ کال دمارچ پر ۱۹ مه خپره شول داومنل چي حاضر دي قدرت هغې موقتی شوراته وسپاري کوم چي دملگروملتودسازمان دسولي دپلان په اساس به جوړسي .
داسي گنگوسې هم تر غوروکيږي چي درباني په همدې ملاقات کښي چي په مسکو کي تر سره شودنجيب دحاکميت دراپرزولوپه هکله دپلان  هغه برخه چي په شمالي ټلواله پوري اړه لرل له هغوي سره شريکه شول . دحاکم گوند کارمل پلوه اودلږکيو قومونويوشمير جگپوړوکسانو دنجيب اله دبې ثاري اعتمادنه ناوړه استفاده وکړه ،دجميعت اونظر شوراهغه پلان چي دگوند په دننه کي به د نجيب اله  پر خلاف کودتاکوي ددوي دملاتړسره مخامخ سو،اودبلې خواپاکستان بېله دېنه چي دپلان په منځپانگه  خبر اوسی دخپلو کرغېړنو اهدافودترلاسه کېدوپه خاطرپه خپل لاس جوړسوی تنظيمونه قدرت ته درسېدوپه موخه  دټولو امکاناتو څخه استفاده وکړه  . داحمدشاه مسعود په رهبرۍ  دحاکم گوندپه لوړو مقامونو کي دهغو کسانو په وسيله چي له ډير پخوا يې داحمد شاه مسعودسره اړېکي درلودې  اوببرک کارمل ته وفادار وه دنجيب الله پر خلاف لومړی په شمال کي دبغاوت توطيۀ پيل کړه دډير پېچلو اوماهرانه  پلانواوتاکتيکو دپلي کېدوپر بنيادئي نجيب استعفا ته وهڅاوه اوپه اخير کي ئي پر هغه دژوند شرايط دومره راتنگ کړه چي حاضر سو هندته  ولاړ سي ،خودجنرال دوستم دوسله والوکسانو لخوادشپې دکابل له هوايي ډگر نه پداسي حال  کي راوگرځول شوچي دملگروملتو دسازمان دسرمنشي ځانگړی استازي  هم ورسره و،پايله داشوه چي هغه مجبور شوتر څودکابل په ښارکي دملگروملتو دساز مان  دفتر ته پناه وروړي. نجيب الله دطالبانودحاکميت تر وخته وملگروملتودسازمان په دفتر کي پاته شور .هغه وخت  چي طالبانوپه افغانستان کي قدرت واخيست  اود کابل ښارته راورسېدل په هغه لومړۍ ورځ ئې  نجيب اله  پر هغه ځاي  دخپل ورورسره يوځاي په دار وځړاوه له کومه ځايه  چي ئې دپاکستان پر خلاف  وروستۍ ويناکړې وه ،دځړېدو ځاي تصادفي نه وټاکل شوی . داچي حالاتو څه ډول انکشاف وکړ ولي احمدشاه مسعود ترنورتنظيمو وړاندي وتوانيدکابل ته داخل شي اوپه کابل ددولتي پوځی اولو ژيستيکي امکاناتو څخه په استفادې سره دنورودپيشرفت مخنيوئ وکړي دا لوی داستان دی ،له هغه اوس تېرېږو،چي  رالنډه ئي کړوپه پاکستان کي دشوی توافق پر بنياد له پاکستان څخه دمجددي په مشری دموقت حکومت دجوړېدوپه نامه دتنظمو رهبران کابل ته راغلل  اودپاکستان داستخباراتو په سازمان کي دافغانستان مسول دحميدگل سره يوځاي د ۱۹۹۲ز کال داپريل دمياشتي په اتمه ورځ  ارگ ته ننوتل ،لومړئ ئي دافغانستان پياوړي اوغيرتی شخصيت عبدالرحيم حاتف صاحب  ته بلنه ورکړه چي دولت دوي ته ديوه رسمي سند له مخي تسليم کړي ،تر کوم ځايه چي ددولت دتسليمۍ پروسه اوداټول جريان دبهرنيو زبرځواکونولخوادپردوشاته دملگروملتودسازمان  دمشهور پنځه فقره ايز پلان سره په مخالفت  کي پلي کېده نو حاتف  صاحب داکار خيانت اوخپل ملي موقف ته سپکاوۍ وباله ځکه ئې ونه منل ،هغه وچي دنجيب دوهم مرستيال سرابي په ډيره خوښئ دغه کارته حاضر اودتسيلمۍ تور سند ئي چي يوځل ئې داحمدشاه مسعوته  ورکړی و،ددوي ته دحميد گل په حضورکښې وړاندي  اودتنظيمونو دحاکميت دوران پيل سو . نجيب الله دحاکميت له ړنگېدوسره دملگرو ملتودسولي پلان هم دسياسي خيالونوپه اوبوکي دابد لپاره لاهوشو،اودافغان  ولس يوبله غميزه پيل شو. 
که سړۍ د۱۳۵۷کال راپدې خوادسياسي حوادثوبهيرته وگوري دابه ورته جوته شي چي دثورله اومی نېټې نه بياتر اوسه پدې غمځپلي هيوادکې ددشمالي ،جنوبي اوغربي گاونديانو،دليرې اونژدې  هغوهيوادچي په افغانستان کي ئي خپلي گټی لټولي پښتانه دتيري کونکی زبرځواک ددښمن په نوم ټکول شوی اودهغوي دکمزوري کېدو لپاره عجيب اوغريب پلانونه يوپه بل پسې پلي شوی اودالړئ همدا اوس هم له هغو پخونيو مراجعولخواپه نوې بڼه اونوي شعارروانه ده . متاسفانه پښتانه ديو عجيب اوبې ځايه غرورله مخې دې ټکی ته جدي پاملرنه نۀ کوي ،تر اوسه چي دله منځه وړوچاړه ئې ت ښارگو رسېدلې يودبل ه وژنه ،تربگنيو،بي اتفاقيو مصروف اودخپل  بهرني اوگاونډدښمن(بهرني هيوادونه) دناولو مخوښکاردي . همدا اوس له يوې خواددولت دمخالفينولخواپښتانه وژل کېږي ،ماشوم ئي له ښوونځۍ نه راگرځی  يا ښوونځۍ ورته سوځوی ،په پښتون ميشتو سيموکښي دتمدن ،علم اوفرهنگ دلاسته راوړنوڅخه داستفادي مخ نيسي ، پدې ډاډه يم چي لس يا پنځلس کاله وروسته به پدې پوه شي چي په بېسوادوحکومت کول ،معارف ،روغتيايي خدمتو نه، سوداگري  اودهيواد جوړونه نشي ترسره کېداي ،اوبايد دهغه چاتر تسلط لاندي ژوند وکړي اويادهغو حکومت ومني کوم چي اولادونه ئي تعليم او  تحصيل ته هڅولي دي .دبلې خوائې دحکومت اودهغوي بهرني پلويانو لخوا دطالب ،تروريست  اودولت دمخالفينو په نامه دهوا اوځمکی له لاري وژل کيږي اوکورونه ئې په کنډوالوبدلېږي .
دلته ئي پرځاي بولم دپښتنودستر مشر پاچاخان تاريخي خبره يوځل بياراپياد کړم چې ويلې ئي وو:
((راځۍ يو کېږو کنه ورکېږو))
ښاغلی مجددي پداسي حال کي دولتي قدرت ترلاسه کړ چي دافغان ولس دتاريخي دښمنانوداستخباراتو دسازمان پېژندل سوی جنرال دافغان ولس قاتل اودښمن حميد گل اودسعودي عربستان داستخباراتو ریيس ئې درانه ميلمانه وه . داهغه ورځ وه چي ضياالحق دادافغان ولس تاريخي دښمن  اونورو افغان دښمنو جنرالانو اودپاکستان دبنسټپالو تنظيمو مشرانوهغه  په خوب ليدل ،هغه  خوب رښتيا شوکوم چي دوي ئي تصورهم نشوکولاي . نواز شريف دپاکستان  پخواني  صدراعظم په خپله انتخاباتي مبارزه کښي په ټوله سپين سترگۍ سره دافغانستان دقوي او غښتلي اردو له منځه وړل اودولتی نظام ړنگېدل دخپلو افتخاراتوڅخه بلل  اوپاکستا نيانو ته به  ئې ويل که داځل تاسو ماوټاکۍ افغانستان به په پنځمه صوبه بدل کړم . زماهم دټولې ليکنې دليکلوڅخه همدا موخه ده تر څو څرگنده کړم چې زموږ اوپاکستان تر منځ داختلاف  ټکی يوازي دډيورنډ لعنتی کرښه نده بلکي داتاريخي دښمنان غواړي چي افغانستان که ددوي پځمه صوبه نه وي نو،يابايد دپاکستان په خوښه اداره ولري اويابايد داهيواد دهمېشنۍ بې ثباتۍ ،ملي اوسياسي ناخوالو سره لاس په گرېوان وي .
دغې موخې ته رسېدولپاره پاکستان دخپل جوړښت له ورځی دهيڅ زبرځواک له پټ اوښکاره غلان=مۍ نه مخ نه دئ اړولی اونه هم يوه لحظه ارام ناست دي . خودابايد ومنل سي دوي دومره هوښياردي  چې له افغان ولس سره خپله تاريخي دښمني د افغان دسر په ارزښت اوپرديو پيسو ترسره کوي اوهم علاوه پردې چي اټومي ځواک شو،اردوئي دمرنترينو وسلو څښتن ،اقتصادئي پر پښو ولاړ اوپه سيمه يومطرح هيوادشو. داخولاپرېږده چي زموږ ځيني بې غيرته اوپردی پرسته په سياست غوړ اودخلکو پېژندل سوی سياسي سوداگر ددوي همد اوسناتر اوسه وايي.
دتنظيمو رهبرانو لا دپاکستاني او سعودي عربستان له استخباراتي جگپوړو سره دپاکستان دبري شيريني نه وه خوړلې چي د پخواني حاکميت څخه پر پاته شويو ملياودولتي  شتمنيودچوراوچپاول  پر داسلام دټيکدا رانو اوهغوچې ويل ئې دهيواد اوملي گټولپاره جنگېږوتر منځ  توده جگړه پيل شوه او داسي  ئې سره وټکول اوپه  توپو سره وويشتل چي دکابل ښکلۍ ښار يې په کنډوالو بدکړ . دولتي ادارې ،ملي موزيم ،ملي ارشيف ،ملي گالري ،شفاخاني درملتونونه ،بانکونه ، دولتي ترانسپورت ،وسلې ،ښوونځۍ ،دکابل پوهنتون  اوحتاد مسجدوغالي اوفرشونه ئې لاچورکړل اوهرڅه  دپاکستان په بازارونوکي ليلام سول  . په ټول هيوادکي سيا سي ،اقتصادي ،اجتماعي ،فرهنگی اودولتي سيسټم ړنگ شو،دقانون ځاي  تنظيمی انارشئ اوزور ازموينو ونيوئ . شمالي ټلوالي پر دولتی حاکميت خېټه واچول اودنور تنظيمو سره ئې  ددولتي څوکيو دتقسيم پر سر درغلی پیل کړې ،همدا دليل وچي دقدرت پرسرجگړه کې يوازي دکابل ه ښارکي تر ۶۰ زرو زياتو نارينه اوښځو ،لويو او اوړو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ ،دکابل ښار هره ناحيه چي ده هرتنظيم پلاس کي وه هغه دبل تنظيم په مقابل کي دجبهې ميدان و،په يوه خبره دازمون ملي دمسول  ويس ناصري په وينادکابل ښارپر ۱۳ برخو وېشل شوی وو .پدي ټولوحوادثو کي  ښاغلي مزاري احمدشاه مسعود ملامت گڼې . پدې ورځو کي د آزمون ملي په ډير غني  اوپرمحتوي سايټ کي  چي ديوتکړه فرهنگی اوژورناليست ښاغلي ويس ناصري په مسوليت خپرونې لري دتنظيمودمشرانو اوجنگسالارو په اړوندډير ارزښتمندمعلوماتونه خپاره شوي دي ،هلته ددوستم ،فهيم ،ضيا مسعود، ولي مسعود،قانونی ،رباني ، اودهغه جملې دهمدې مسلې په اړه  د مزاري مصاحبه هم نشرته سپارل شوې ده . زه لو ستو نکی پدغه ويب سايټ کې دځينو مطالبو لوستلو او اورېدلوته رابولم .
پو ځل بيا په تکرارسره يادونه کوم چي  پاکستان ،امريکا اوغربی نړۍ دتظيمولخوا په کابل کي ددولتي واک دتر لاسه کېدو وروسته دقدرت ،ملي اوشخصی شتمنيوپر سر دتنظمودپيل شوي جگړې ننداره کول ،هيڅکله ئي دوي خپل مينځی سولي ته ندي رابللي .پاکستان پدې خوښ و چي دافغانستان  پاته ودانۍ په کنډوالوبدلي شی اودتنظيمی جگړوپه پايلوکښي قومی ،مذهبی ،ژبنی اومنطقوي اختلاف نور هم غښتلی شي . هر څومره چي افغانستان کي اوبه ښه خړېږي پاکستانيان ښه ماهيگيري کولاي شي .
دپاکستان  دښمني له افغان ولس سره پر دغه ځاي پاي ته وه نه رسېدل ،ځکه په هيواد کي داسي يو دولت چي يوازي د پاکستان تر سياسي اغېزي لاندي وي جوړ نسو،دمجددي صاحب تر دو مياشتنۍ واکدارۍ وروسته په پاکستان  کي د تړون پر اساس استاد رباني دڅلورو مياشتو لپاره واک پلاس کي واخيست ،کله چي دا څلور مياشتي پوره کېدې هغه  تر زياتو جگړو او افغان وژني وروسته پر دۍ بريالۍ سو چي د۱۹۹۲زکال په اخيرکي داهل حل وعقدشورادايره اودهمدې شورا له لاري ئې دخپل حاکميت موده د۱۸مياشتو لپاره ا وږده کړه . گلبدين اويوشمير نوروتنظيموددغي پرېکړي سره مخالفت وکړ، روسې  ددوي حکومت په رسميت  وپېژانداوله دوي نه ئې خپل ملاتړاعلان او دهر ډول مالي اومادي مر ستووعده ئې ورکړه ،ان چي دگواجه غارپه سمڅوکښي ئي لاهم رباني دملکه پاچاپه توگه ومانه  .
پيسې او وسله دامريکا او روپا اوسعودي عربستان مصرف سوې مگر په افغانستان کي حاکيمت دشمالي ټلوالي په وجود کي دروسې تر تاثير اونفوذ لاندي  راغلئ .استاد رباني څوځله په خپله وينا کي دروسې سره ښه مناسبات اوگډه همکاري دافغانستان دخپلواکی اوبياجوړونې يوازنی ضامن وباله . درباني دولتي چارواکو دروسې په ادرس هغه شعارونه په تکرار ويل کوم چي دببرک کارمل په وخت  کي دجگپوړو چارواکو دخولې ويرد وو.
استادرباني اواحمدشاه مسعود له روسې سره ددوستانه  اړيکو علاقمندي له هيچا څخه نه پټول . دروسي سره داړيکو دټينگولو په منظور نوي پروتوکولونه لاسليک سول .استادرباني دبدخشان په سمڅو کي پټ  وخو روسې ورته پيسې چاپولې اوپه مسکو کښي ئي سفارت  فعال و،اوله دهمدې لاري ئي دنړی ديو شمير هيوادوسره اړېکي نولې .
په واقعيت کي روسانو تر ۲۰۰۱زکال دطالبانو درژيم تر ړنگېدو پوري دوي ډير ونازول ددوي لپاره يي دطالبانود حاکميت  دړنگېدوپه موخه ډول ،ډول  وسلې برابرولې اومختلف امکانات ئې ددوي په واک کښي ورکول .مگر ددغو ټولو دوستانه مناسباتو سره شمالي ټلوالي دپاکستان اوغربی نړۍ  سره هم تودې اړېکي لرلې اوپاکستان تر يوحده په افغانستان کي سياسي امکانات درلودل .
په افغانستان کي سياسي اوټولنيز ناوړه شرايط ،دتنظموتر منځ  دقدرت پر سر ورځنيو جگړو،دافغان ولس سره دشمالي ټلوالي ناوړه برخوردونو،دکابل دښار په گډون په زيات شمير ښارواولولاروکې دپاټکونو جوړول ، دخپلکو په کورونو پرخپل سر ورننوتل اوهغوي بې ستره اوبې عفته کول دشمالي ټلوالي دملېشو ورځنۍ کارو بار وگرځېد.
دخلکو زورونه،ملي تعصبات ،دپښتنو تحقير اوتوهين ،دهزاره گانوسره ناوړکړنې دازبکا نوترټل  اوداسي نوري ناخوالي  ددې  لامل شول چي افغان ولس پر شورويانو شکر وايست اوددولت پر خلاف ئي دهرې ډلې اوگروپ سره مرسته کوله . عملأ مملکت ديوې عجيبي اوغريبې تجزيې او ويش په لور روان و.اعملأفغانستان  دتنظيمو تر منځ دبهرنيو اړېکوپر بنسټ پرڅولويو ټوټو ووېشل شو،په هره برخه کي دهغوي دخوښی پيسې چلېدلې اوځانته ئې چارواکي درلودل . ددغې پروسې دژورتياپه دوام هره لحظه داسي فکر کېده چي لومړئ به افغانستان پر شمال او جنوب اوبيابه دتنظيمود پوځي سلطې داربعه حدودوپه چوکاټ کې پرڅوبرخوويشل کېږي .
په افغانستان کي  دداړماروحکومت جوړسو،د هيچا ځان او مال په امن کښي نه و،ديوه عادي نادان لخوا چي ټوپک يي  پراوږه دنوروپرحقوقوتېري قانوني بڼه اختيارکړې وه ،دا حالت دکابل ښاريانو اودهيواد په نورو ښاروکي افغان ولس ته دزغم وړنه و. همدا ليل وکله چي دطالبانو غورځنگ راوزېږېدپه ټول افغانستان کي له همدې امله چي عزت اوعفت ئي خوندي شوی وي دهغوي ملاتړ وکړ،متاسفانه هغوي يباداسي نخرې وکړې چي ټول ورته حيران پاته شول  .   
هغه سياسي پانگه اچونه چي پاکستان دافغانستان دراتلونکي برخه ليک او دهغه په درشل کي دډيورنډ دکرښي دسرنويشت اوپه افغانستان کي دخپلي  سياسی برلاسۍ لپاره کړې وه،دمجاهيدينو څخه دامريکاد لاس پر سرکيدوسره ټول په درياب کي لاهو سول . دپاکستاني چارواکو هغه خوب که افغانستان پاکستانۍ پنځمه صوبه نسي نو دډيورنډ دکرښي سرنويشت به هرو مرو ددوي په خوښه ټاکل کيږي  اويا به ددې هيوادسياسي  جوړښت ددوي پلاس کي وي په رښتيابدل نسو . که څه هم کله چي په افغانستان کي حاکميت دروسانو تر غښتلي سياسي اغېزې لاندي راغلۍ په واقعيت کې دپاکستان او امريکا لپاره غټ سياسي گذارو.  پاکستان پدې پوه شوچي داحمدشا مسعود اورباني په وجودکي داحکومت نوردملت لپاره دمنلو وړندئ ،هرومروبه  پدې ملک کښې کوم تغير راځي ددې لپاره چي دغه تغيرددوي له ارادې پرته ترسره شوی نه وي نودوي دخپلونورو ريزرفونوڅخه  چي دداسي سياسي ناببره ناکاميواوحوادثودمخنيوی لپاره ئي له ډير پخوا په نظر کي درلوده،د طالبي غورځنگ دا پټه پروژه يې خپلو سياسي موخوته درسېدو په منظوررا علني کړه . نور بيا