د سولې جايزه غوره ادبي او هنري آثار وته
05.08.2008 19:58دافغاني مدني ټولنې د بنسټونو شبكه د سولې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په وياړ غوره ادبي او هنري آثار سيالۍ ته وړاندې كوي او پياوړي او با صلاحيته ادبي او هنري پوهانو تر څار لاندې په د دغې سيالۍ پايلې جوتېږي او په لاندنيو برخو كې وتلو او غوره آثارو ته جايزې ډالۍ كېږي:
• شعر او نثر كې ډېر وړ او غوره اثر
• سندريز ښكلى آهنګ
د ادب او هنر ټولو مينه والو ته بلنه وركوو چې خپل آثار او آهنګونه په دغه سيالۍ كې د ګډون لپار د 2008 ميلادي كال سپتمبر تر لسمی نېټې پورې چې د 1387د سنبلی مياشتې شلمی نېټې سره سمون خوري په قلعه فتح الله خان كې د مدينه بازار تر څنګ د افغانستان ميديوتيك دفتر ټولنيز مركز ته وسپاري.
او ستاسی د لا اسانتیا لپاره
بدخشان، تخار، کندز و بغلان ولایتونه د کندز ټولنیز مرکزو د سر دوره نوی ښارګوټیو د کندز ښار
د اړیکو سمیره: 0777205235
ننگرهار، کنر، نورستان او لغمان ولایتونه د ننگرهار ټولنیز مرکز د حاجی ظاهر کوڅه د جلال آباد ښار
د اړیکو شمیره تیلفون: 0700601081
خوست ء پکتیا ء پکتیکا ا و غزنی ولایتونه د خوست ټولنیز مرکز د خوست ښار د جامع حومات تر څنګ وسپاری.
و نورو ولایتونو لپاره پته په ياد ولری:
قلعه فتح الله خان مدينه بازار ترڅنګ د کابل ښار د افغانستان ميديوتيك دفتر، ټولنيز مركز، د كور نمبر ۱۲۳
ګرځند: 0700284497/ 0700203843
برېښناليك:cckabul@mediothek.org.af