د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

همدرد يو مينه ناك شاعر

عنايت ساپى 05.08.2008 12:27

ښاغلې عارف همدرد صافى دحاجي حضرت خان زوى . دې په ۱۹۸۰ كال كښې دكوزې پښتونخوا په هنگو كښې زيږيدلې . عارف همدرد له وړكتوبه يو پنڅېدلې داستان دې ،چې تر دې دمه له ډېرو لوړو ژورو روغ راوتې . او خدايي لورينو لا تاند ساتلې .
همدرد نه يواځې دملگرتيا يو ښكلې سمبول دې بلكه تكړه شاعر هم دې نوموړې تر دولسم ټولگي زده كړې  تر سره كړي خو ديو لړ هغو ستونزو له مخې ،چې زمونږ ډېر ځوانان ورسره مله دي . نوموړي هم نه دې تواندلې ، چې دپوهنتون په خونو كښې لوړو زده كړو ته ادامه وركړي .خو بيايي هم دژورناليزم په ډگر كښې يو لړ زده كړې تر سره كړي دي  او اوس مهال دپېښور په يونيورسټي كښې دسياست او قانون زده كړى تر سره كوي.
همدرد ،چې دكونړ له سردرو څخه دكوچيدلي كورنۍ په غيږ كښې له نړۍ سره سټرې مشي كړي نو طبيعت يې هم سرشار ،خندنې او له مينې ډك دې .عجيبه مزاج ير سړې په دوو كښې دروي ، كله يې پر څېره او شونډو دفرياد او خفگان نښې له ورايه ښكاري او داسې انگيرل كيږي ،چې گويا مقابل اړخ ته دخوښۍ احساس وركوي .
همدرد نه يواځې شعر ليكي بلكې دلنډو كيسو او نثري ليكنو په ډگر كښې هم ديوسف له پېروانو ځان شميري . خو په دې چارچوب كښې نه تم كيږي .دخطاطۍ او رسامۍ ډگر ته هم ور تېر شوې او تر ټولو دپام وړ يې لا داده ،چې همدرد نزدې اووه كاله دتثيلي پرچو ديو تكړه لوبغاري او اداكار په توگه هم په بيلابيلو سټيجونو ، تلويزنونو را ښكاره شوى دى.
نوموړي دخپلو كارونو په ترڅ كښې دملي راديو تلويزيون په خبري څانگه كښې هم بوخت پاتې شوې اوسمهال د پښتونخوا مجلې دخبريال او انځورگر په توگه دپښتو ژبې په چوپړ كښې دنده تر سره كوي.
همدرد سره له دې ،چې له وړكتوبه له شعر سره مينه درلوده خو كه ،چې دځوانۍ پر پولو ودرېده او يوې مرموزې مينې يې دزړه حواس وروتخنول نو دشعرژبه نوره هم خوږه او رنگه شوه ،دشعرونو يوه ټولگه يې برابره خو له بده مرغه دټولنيز روايتي چاپيريال ځيو ننگونو دنوموړي دكورنۍ مشرانو دهغه دغه شعري ټولگه داولمبو ته وسپارله ، خو عارف همدرد خپل هوډ له بايلودو وژغوره او بله ټولگه يې  د ) زه در ياديږم كه نه ( په نامه اوس اپ ته چمتو ده ، دنوموړي له شعري پنڅونو داسې جوتيږي ،چې سړې مين دې او دعشق په پوړيو كښې دپوړيوو كښې دبريالۍ مينې پر بام نه دې ختلې ، او هر كله يې ،چې د دې هڅه كړې ،چې پاټكې په پاټكې دخپل مرام په لوړ گامونه واخلي نو يو ناڅرگند ځواك يې له پښو غورځوي او نه يې پريږدي ،چې دمينې په نړۍ كښې خپل حواس په غورځنگونو راولي .
دهمدرد په وينا تل يې دعشق په ډگر كښې ديار لخوا دتېرو تورو گوزارونه خوړلي او هميش ديوې كړكجنې جفا له ځواب سره مخ شوې دې . او نوموړي يې دومره نهيلي كړي ،چې په لاندې شعر كښې يې دزړه له غوښو دوينو څاڅكې څڅيږي او په جار وايي ، چې يار مې آن دمرگ تر بريده زما خواته رانغې . راځې ،چې دهمدرد دغه له درده ډك شعر په گډه ولولو.

چې زخــمي مـــې دزړه ســـر وتــــه رانــــغلــــې
چـــــم گـــاونـــډ پـــر ما خـــبرو تـــه رانـــغـــلـــې
ستــا ليدو پسې مې دوه سترگې څلور شوې
پــه رقـــيـب زمــا اخـــتــــر وتــــــه رانـــغـــلــــــې
چــــامــــې زنــــې راتـــــه كـــلــــكــــې وتـــړلــــې
روح مـــې مــــانــــــه مــــرور تــــه رانـــغــــلــــــې
چـــامـــې كـــټ دهــديــرې پــــه لـــورې يــــوړو
دژونـــد نـــه لاس پـــه ســــروم تــــه رانــغـــلـــې
دهــمـــــدرد جـــنـــازه پــــورتـــه شـــــوه دلبـــره
زيــړې لــمـــر دمـــازيـــگــــر و تـــه رانـــغــلــــې
درنو لوستونكو ، همدرد د ځينو ځانگړو زده كړو لپاره دهند او ايران په خاوره كښې هم قدمونه اخستي په يو دوه مشاعرو كښې يې ،چې دكابل په گلخانې ماڼۍ  كښې شوې دولسمشر كرزې لخوا سوغاتونه هم تر لاسه كړي .
نوموړي نه يواځې دا ، چې ددغو هنر كارونو لوړتيا لري ، په پښتو ، دري ،انگليسي او اردو ژبې هم روانې خبرې كولاى شي . نور يې په اړه قضاوت تاسو ته پريږدم او عارف همدرد ته داوږد ژوند او سوكاله شيبو په هيله په خداى سپارم .