دلمن دادبي او کلتوري خپرونې دخواشينۍ پيغام
04.08.2008 14:17
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ خوږژبې او ولسي شاعرسيد مراد (مين) د(٨٢) کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او نن ددوشنبې په ورځ دهغه دسلکونو مينه والو او خواخوږو پر وړاندې خاورو ته و سپارل شو.دلمن دادبي او کلتوري خپرونې اداره په داسې حال کې چې دارواښاد سيد مراد (مين ) مړينه يوه ستره ضايعه بولي دارواښاد له کورنۍسره په دې غم کې ځان شريک بولي او سيدمراد ته دلوې خداې نه دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دزړه صبر غواړي.ارواښادسيدمراد(مين)دسيمې دپيژندل شوي شخصيت اوستر مفسرمراد علي صاحب زاده لمسې و.په روانه او خوږه پښتو ژبه يې پريمانه ولسي شاعري کړې دسيمې ټولوپښتنو سندرغاړودده شعرونه دموسيقۍ په پردو کې ويلي دي
انالله وانااليه راجعون
دلمن ادبي او کلتوري خپرونې اداره
انالله وانااليه راجعون
دلمن ادبي او کلتوري خپرونې اداره