د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفراه دولايت ديوې ماشومې انجلۍ ديانا هيلې

محمد نعيم رحيمي شيواني 03.08.2008 16:42

خدايه دي ليك په ليكلوسره به زمونږدماشومانو اوميدونوته څوك لبيك ووايي ؟.اه خدايه! يوداسي زړه سواندي څوك به پيداسي چي زمونږ ددي ارمان لپاره خپل دهمت نه ډكي پښي راونغاړي ؟اوزمونږ دارمانونودپوره كولو په موخه د اړونده وزارت په درشل كي زمونږ دماشومانو هيلي او ارزوگاني روښانه كړي ؟ اودهغو مسولينو غوږو ته يي ورسوي ؟ او ورته ووايي !
چي نن زه دهغه ولايت د تنكيو ځوانانو اوخوږو ماشومانو داوميدونود پوره كولو په موخه ستادوزارت انگړ ته راغلي يم .چي 85% فيصده پښتانه استوگن لري .خو مگر بدبختانه خپل دټوله ولايت په مركز كي يوه دانه ښوونځي هم دنموني په ډول هم نه لري .چي هغه ماشومان او تنكي ځوانان په كي ليك او لوست وكړي .
نن ماخپل دهمت لستوڼي رانغښتي چي زه به د روان كال په اوږدو كي دهغه ماشومانو او تنكيو ځوانانو اوميدونه راز وندي كوم .
اه خدايه ! دا زه څه وايم ؟ ايا دازه خوب وينم ؟
كه د فكر په بيړي كي ناست يم او دفكرونو په سمندر كښي د خپل ارمانونو دپوره كولو په موخه روان يم ؟
نه نه داسي نشي كيدلاي . زه په دي باوريم چي خداي ج همداسي وگړي زمونږ په دي سپيڅلي خاوري كي پيدا كړي دي .چي هغه به ارومرو زمونږ د بچيانو ارزوگاني پوره كوي .
په دي باوريم چي د را روان كال په اوږدو كي به زمونږ د ماشومانو دارمانونه پوره كيږي .
خودا په دي نه معني چي خداي مكړه زه له دري ژبي سره تعصوب لرم . نه هيڅكله دا خبره نده خو مگرداد هر افغان دنده او حق دي چي په خپله مورني ژبي ليك او لوست وكړي .اوخپل ژبي ته وده او تكامول وروبخښي .

يوه واقعي كيسه راياده شوه هغه داده چي .
د تير كال په اوږدو كي د يوي ماشومي انجلي . چي هغه يوه اته 8 كلنه انجلي ده: ديانا : نوميږي د نوراحمد خان :فضلي : لور او دفراه ولايت په لومړي ناحيي كښي سكونت لري .نودهغي پلار يي داسي په كيسي پيل كوي .
چي يوه ورځ د ورځو كي چي دا ماشومه انجلي د ښوونځي نه دكورپه لوري د راستنيدلو څخه ورسته چي يي اوښكو پرگريوان اميلونه جوړ كړي وه او سلگيو نه يي خوږه زبه بنديدله او په وړو وړو خبرو يي پيل وکې .
چي پلارجانه ! تا ولي زمونږ په كوركي په پښتو زبه خبري كولي ؟
او پلارجانه ! تا ولي مونږ ته پښتو ژبه راوښودله ؟
تاولي پلارجانه دهغو څو نورو زده كوونكو د كورنيو په څير زمونږ كورني ته دري ژبه نه راښودله ؟
هغه داچي زه ښوونځي ته ولاړه سمه هلته زمونږ ښوونكې په دري ژبه مونږ ته ليك او لوست كوي . چي زه او زما په څير ډيري نوري زده كوونكي هم د دي ستونزي سره لاس اوگريوان دي .
نوچي كله ښوونكي زمونږ څخه د لوست په هكله څه وه پوښتي نو مونږ هم د هغه څو نورودري ژبو زده كوونكو په څير خپل د نښي گوتي جگي كړو . خو چي كله واقعي تپوس مونږ ته راوړاندي سي نومونږ نا ځوابه پاته شو . هغه ځكه چي مونږ ته لوست په ټولگي كي په دري ژبه شويدي .
نو پلاره ماته ځواب راكه ؟ چي بيله مونږه او زمونږ په څير هغه زما د ټولگيوالو دكورني نه پرته بل څوك هم پدي پښتو ژبه خبري كوي ؟ كه يي كوي نو بيا ولي مونږ ته په ښوونځي كي په دري ژبه ليك او لوست كيږي. راته ووايه وبلي غلي شوي زه ځواب غواړم برسيره پردي چي زمونږ پښتو ژبو زده كوونكو شميرنه هم په ټولگي كښي ډيره ده دا ولي پلارجانه ؟
پلارجانه تا ولي زمونږ په كورني كي په دري ژبي خبري نه كولي ؟چي ما هم اوس دري ژبه زده واي او خپل دښوونكي په ليك او لوست پوهيدلاي .
پلاره داراته ووايه چي تا ولي مونږته يوداسي زبه را رزده كړل چي هغه ژبه زمونږ د ولايت په مركز كي يوه دانه ښوونځي هم د نموني په ډول نه لري ؟
نو پلارجانه ! نور زه نه غواړم ښوونځي ته ولاړه سم . نورزه په دري زبي ليك اولوست نه كوم .
پلاره ! داټوله ستا له امله ماته راپيښه شوه نور ستاسر ه زه مينه نه كوم . نور ستانه خوابدي يم پلارجانه ..........................................
نوپلاريي واي كله چي مي دخپلي كمكي لورپه اوښكولوند گريوان وليدي نو مي پر سترگو تياره خپره شوه .حركت مي نشو كولاي .بدن مي مړاوي شو .په زهن كي مي ولولي راوپاريدلي .چي دچاسره دخپل معصومي لور حال شريك كړم ؟ چاته ورسوم ؟ اه خدايه چاته دخپل كمكي معصومي لور ارزوگاني وره سوم ؟ اه خدايه دچاه دروازه وټكوم چي ته يوار زمادلوركي په درد خواخوږي راسره وكه ؟
دډيره نه ورسته يوار مي احساس دا راته وويل چي د ښووني اوروزني ورياست ته ورسه هلته دښووني او روزني د ريس ښاغلي عتيق الله سره داخبره شريكه كړه .خوزړه نازړه د رياست په لور مي قدمونه راواخستل .هلته مي دخپلي معصومي لور اوميدونه ورسره شريك كړل .خوهغه په ځواب كي راته داسي وويل چي پښتو ژبه سخته ده دا به زده كوونكو ته ډيري ستونزي پيداكړي .خوبياهم زه ژمنه كوم چي ستاسو ارزوگاني به ارومروپوره كوم .خوبيامي هم زړه صبر نه شو كولاي راغلم دڅونورو دوستانوسره په گډه د فراه دولايت له والي ښاغلي محي الدين بلوچ څخه ورغلوخوهغه هم دارنگه زمني وكړي .
خو هيچا په خپلو زمنو زمونږ له بچيانو سره وفا ونه كړل بيله دي چي د دري ژبو په ښوونځي كي يي گډ د پښتو په نو م څو ټولگي جوړي كړيدي . چي هغه ته مونږ ښوونځي نسو ويلاي بلكه زمونږ اوزمونږ له بچو سره تيروتنه ده .
په پاي كښي د ښووني اوروزني له وزير ښاغلي محمدحنيف :اتمر: څخه د ده دخدمت كولو مننه كوم اودلوي خداي ج له لوري دده لا نوربرياليتوب غواړم .خوخداي دي دته لانور هم ددي توان اوقدرت وركړي چي زمونږد خوږو ماشومانو و اوميدونوته هم په جوته توگه پاملرنه وكړي .