له آغلې نجيبې سارا بياباني سره غمشريکي
02.08.2008 21:09په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان دپياوړې اوپېژندل شوې شاعرې اغلې نجيبې سارابياباني چې په ناروې کې دمهاجرت له ستونزوډکې شپې اوورځې تېر وي پرکور يوځل بيا دغم چيغه پورته شوه اوخپل ځوان ورورچې له هيوادنه يې ليرې په خوارۍ اوغريبۍ شپې سباکولې دورپېښي ناروغۍ له امله ځوانيمرگ اودلاسه ورکړ . انالله وانااليه راجعون
په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکزمشرتابه اوغړي پداسې حال کې چې ځانونه دهغې دکورنۍ دټولوغړو اودوستانو سره پدې غمجنه پېښه کې شريک بولود هغې مرحوم ورورته دلوی څښتن له دربارنه دفردوس جنت غوښتنه کوو او دگرانې خور اغلې نجيبې سارا بياباني کورنۍ ته دزړه صبر غواړو. روح دې ښاد وي
په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکز د مشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور