د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې اعلاميه

حبيب الله غمخور 30.07.2008 04:00

دولتي چارواکي رښتيا ويل نشي زغملای

دډله ايزه رسنيوپه مټ مو خبر ترلاسه کړ چي دجولاي پر ۲۸ مه په کابل کې د اريانا د شخصي تلويزيون يو تن خبريال د (حقيقت) خپرونې چلونکى محمد نصير فياض په دې پدې ګناه په کابل کې د ملي امنيت د ادارې له خوا نيول شوى او زنداني شو ی، چې ګواکې دهمدې ټلويزيون پروگرام له لارې يې د کابينې د غړوکاري نيمګړتياوې او ستونزې ملت ته په ډاګه کولې . زموږ په نظرپدې بهانه چي ژورناليست بايد دخپلو گوت نيونوپه اړه اسنادولري دژورناليستانو نيول اوزورول دمطبوعاتو او اساسی قانون د ۳۴ مادې اوډله ايزو رسنيواومطبوعاتودازادي دقانون خلاف عمل ،اوپه دولت کي دهغوکسانودنفوذ روښانه بېلگه ده کوم چي له مطبوعاتونه ډارېږي اونه غواړي ددوي کړنې دمطبوعاتو تر فوکس لاندي راشي ،تر څو خلکوته ددوي اصلي څيره بربنډه شي . حيرانونکې داده چي په افغانستان کې ددموکراسی پلوه نړيوالو ځواکوتر سيوري لاندي قلم مات اودژور ناليستا نوخولې تړل کيږي دژورنالستانو سره داډول برخورد په هيڅ ډول دبيان دازادي او ازادو مطبوعاتو بېلگه نشي بلل کېداي .دغه ډول کړنې دحق اوحقيقت اواز دی خامخشه کولو معنا لري . فياض فکر کاوه چي په رښتيا دموکراسي اودبيان ازادي تظمين ده ،خواوس ئې ولېدل چي هغه بېچاره غولېدلی و. موږ دژورنالستانوسره داسي غير قانوني برخورد په هيوادکي دبيان اومطبوعاتوپر ازادی دولتي حمله اودبشر حقوق تر پښولاندي کول گڼو . هغه لوړپوړي کسان او وزيرصاحبان چې د ښاغلي محمد بصير فياض دحقيقت په نوم خپرونه کې تر نېوکو لاندې راغلي دي هرو مروبه ئې داسي کارونه تر سره کړي وي چي دخلکو اوژورناليست دکامرې اوياتبصرې تر فوکس لاندي راشي . ښاغلي کرزی خپله مني چي په دولتي اداره کې فساد اوج ته رسېدلۍ، ايا ښاغلي کرزی ددې خبري دپخلی لپاره کوم کره اسناد پلاس لري ؟ که ئې لري نو ولي دملک ديوه جمهوررئيس په توگه دا کسان عدلي ارگانوته نه سپاري ، اوولي ئې له دولتي دندوڅخه نه گوښه کوي ؟ اوکه ئې نلري نودقانون په وړاندي خوټول يوشان مکلفيت لري دښاغلي کرزی صاحب نه هم بايد پوښتني اوگروېږني وشي . موږ له دولتي اړونده چارواکونه پوښتنه کوو اياددولت په درې واړو ارگانوکښي ددرغلی، ملي شتمنيولوټول ،رشوت ،ظلم اودمراجعينوسره غير عادلانه برخورد ددولتي جگپوړوکسانوپه مرسته اوياگډون دهيرئنو پټه اوښکار سوداگري اوداسي نور بې شمير ه دقانون خلاف کارونو پر ضد مبارزه يا خلکو ته ددغوپټو رازونو بربنډول تاسو ګناه اوله قانون څخه سرغړونه بولي؟ دافغانستان په ټولوتصويري رسنيو کښي دايوازنئ پروگرام و چي حقايق ئې تر ولس پور رسول ، دپروگرام له محتوا نه داسي معلومېده چي دغه ژورناليست په رښتياسره دخپل پروگرام دبرابرولو لپاره زيات زيار ايسته . دايوازنې پروگرام وچي ددولتي جگپوړو چارواکونه ئي دولس غوښتني پوښتلې . فياض په حقیقت کي کومه نوې مسله نده راسپړلې ،يوازي ئې هغه خبري اوگوتنيونې چي خاموش ملت ئې له ځان سره زمزمه کوي اوبونگېږي دتلويزيوني امکاناتو څخه په استفادې سره ديوپياوړي اوپرکار دلاور ژورناليست په توگه دجمهوررئيس ،عدلي ارگانو ،پارلمان اونړيوالوترغوږو پوري رسول . که دنړی مطبوعاتو ته مراجعه وشي دافغان دولت دنيمگړتياو اوناخوالودهغه جملې نه زورونکي اداري فسادپه اړوندهره ورځ دهغه دپروگرام تر روحې زياتي توندي نيوکي اوبربنډي مسلې راسپړل کېږې .تنها فرق ئې پدې کښي دی چي افغان ولس دومره وخت اوامکانات نلري چي ددولت دټولو فسادونوپه هکله دنړيوالو مطبوعاتو له لاري ځان خبر کړي . دفياض ابتکار پدې کښي وچي هغه ديوسپېڅلي اومتعهد ژورناليست په توگه ددولتي چارواکو ناخوالي په رڼو سترگوڅېړلې اوددغو ناخوالو اوافغان ولس سره دقانون اواخلاقي نورمونوخلاف کړنوپه اړوند يې له چارواکونه پوښتنې کولې اويائي پر دغو ناخوالو تبصره کول . جالبه ده ،کله چي په نړيوالو محافلو اوکنفرانسونوکي پر افغان دولت نيوکه کېږي چي دميليارډونو ډالروپه مصرف بياهم په خپلو کارو کي پاته راغلي . البته هغوي امنيتي چارواودبيارغاونې کاروته گوته نيسي ،مگر افغان چارواکي دځان دخلاصو په خاطر يوه لاسته راوړنه چي دوي پرې نازېږي هغه دډله ايزو رسنيودشمير زياتوالي اودبيان دازادي اوبله هم ددوي په خبره دښځو دحقوقو تظمين يادوي .پدې او۷ کلنو کې دهرې ورځي په تيرېدوسره داثابتيږي چي دولت په دواړوبرخوکي چي دوي ئي برياوي بولي نړيوالوته دوکه ورکوي . داچي دښځو دژوند حالت څه دی اوددوي ژوندته کومه پاملرنه شوېده ټوله نړئ پرې خبره اودقباعت وړنده .

سوال داپيداکېږي چي ايا يواز ي درسنيودشمير ډير والي ددموکراسی بېلگه ده ؟ نه ،داسي نده ! کېداي سي دډله ايزورسنيو شمير داقتصادي موخولپاره زيات شوی وي . همدا اوس دژورناليستانو او هغوکسانوسره چي په رسنيوکي حقايق خپروي ددولتي ارگانوبرخورد ددې ښکارندوي دئ چي په افغاستان کي په واقعي بڼه دبيان ازادي نشته ،هر هغه راپور،ياليکنه چي په هغه کښي ددولت چارواکو خاليگاو اوغلطيوته گوته نيونه وي خپروي نوسمدلاسه تر دي نامه لاندي چي اسناد نلري زندا ته ليل کيږي .داداري فساد اوناخوالوپه اړونداسناد راټولول په حقيقت کي دامنيتي اوعدلي ارگانو کار دي .په ټوله نړئ کښي امنيتي ارگانونه دمطبوعاتو دخپرونو له لاري دمسايلو په اړوند دخپلو مسلکي اوکاري صلاحيتونو په چوکاټ معلوماتونه تکميلوي اوعدلي ارگانوته ئې سپاري . ښاغلى ولس مشر د ټاکنو وړاندې په خپل تبليغاتي انتخاباتي کمپاين کې خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکې کابينې کښې به داسې کسانو ته دافغان ولس او هېواد برخليک پلاس ورکړي چې رېښتياسره هېواد او ملي ګټو ته وفادار،صادق او وطن دوست وي ،لاسونه ئي دخلکو په وينو ککړنه وي اوياپه جنگی جرمونوتورن شوی نه وي . په ډېر جدي ډول به د رشوت، اداري فساد، درغليو ، لوټماريو اونوروناقانونونه کړنو مخنيوى کوي .چي متاسفانه پر ورکړه شووعدوئې وفاونکړه ،پايله داشوه چي دولت په فساد کي غرق اودخلکونه لار ورکه ده، پر کومه ولاړ سي اوچاته فريادوکړي ،که کوم ژورناليست دهغوي دافرياددنړيوالو اوکه په رښتياسره ښاغلي جمهوررئيس دولسوغوښتنوته هوډمن وي دهغه تر غوړو رسوی نوسرنويشت ئي دفياض اوروحاني په څيردي . کله چي ددولتي فسادنوم اخلو داپدي معناده چي ددولت داړونده ارگانو ځينې کسان چي متاسفانه دافغانستان په دولتي ادارو کښي ئي شمير بې حسابه دي پدې فساد ککړ دي . جالبه خو لا داده چي نه يوازي ښاغلی کرزي له دولتي فسادنه سرټکوي بلکه هغه بهرنيان چي افغانستان ته دهغه دحاکميت دستنو دټيگېدو لپاره راغلي ټول له يوه سره له دېنه سرټکوی چي دافغانستان دولتي اداره بې کچي په فسادونو کي ډوبه ده . حقيقت خودادی چي ديوه ژورناليست په زنداني کولوسره په دولتي اداره کي فسادباندي خاورنه اړول کيږي اونه هم دامعنالري چي گوياخلک به ددې فسادپه اړوند معلومات ترلاس نکړي .

زموږ ولس دجگړوپدې ۴۰ کلونوکښي اوس دومره هوښيار شوی چي هيڅ شئ اودهيچاکړنې که ډير ي پټي هم وي له سترگونه ئې پناه ندي ،هر څه ويني ،ولي له بې وسۍ نه خاموش اوچوپ پاته دی،وخت اوموقع ته گوري .دايوفياض ندی چي رښتيا ئي ويل اويائي حققت برملاکاوه ،بلکي اوس هر افغان فياض دي ،تنهاپدي تفاوت چي ښاغلي فياض دارياناتلويزون کامره اولودسپېکر په اختيار کي درلود،اوافغان ولس له هغه محروم دي . موږ چي له سويډن څخه دافغانستان سياسي اوپوځی حالا ت څارو وينو چي متاسفانه ددولت په مختلفو ارگانو کښي ډير کسان په اداري فساد ککړ اوپه افغانستان کي دپراختيا اودموکراسی دپروسي له پلي کېدپر خلاف ددولتي امکاناتو نه په استفادي سره مبارزه کوي اوپدي لار کښي ډول ډول خنډونه پېښوي . موږ نه غواړو ټولوهغو ناخوالوته پدې اعلاميه کښي گوته ونيسوکوم چي دولتي اداره پرې ککړه اوافغان ولس ورسره لاس په گرېوان دي ،مگر يوځل بياپردې ټينگار کوو چي په افغانستان کي دنافذشوو قوانينو اونړيوالي ټولنې سره دښاغلي کرزي لخوا دشوو وعدو اودهغوي دگوتنيونودپلي کېدوکلک پلويان يو . موږ پدې باوريو چي ددولتي فساد څخه دخلاصون يوازنی لار دقانون پلي کول اودولتي اداره په فسادله ککړو کسانوڅخه پاکول يو له اړينوکاروڅخه دی . زموږ پدې باوريو چي همدا اداري فسادپه افگانستان کي امنت اوسوله له جدي گواښ سره مخامخ کړېده. دا لومړى ځل نه دى چې يو افغان خبريال د ملي امنيت له خوا نيول کېږي،اويادنورودقدرت خاوندانولخواتر تهديد اورټلو لاندي نيول کيږي ، تر دې وړاندې هم يو شمېر افغان خبريالان د ورته برخليک سره مخامخ شوي دي .حتا ځينو ئې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی . دبېلگې په توگه تر اوسه لادمرحوم عبدالصمد روحاني وينی وچې شوی ندي اونه ئې قاتل نيول شوی ،دادی د يوبل ژورناليست پر مخ دزندان دروازه پرانيستل کېږي اودټولو قبول شوو نورمونوخلاف د زندان تورو تمبو ته ورټيل وهل کيږي . زموږ لپاره دبي بي سي دخبريال سره دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور دوزير داڅرگندونې :

'' رسمآ موږ ته د ده د نيولو په اړه معلومات نه دي راکړل شوي ، زه هيله من يم چې سبا ته هغه ووينم ، ځکه موږ د رسنيو د سرغړونې جرگگۍ ته هغه رابللى دى ، هيله ده چې هغه راشي او له نژدې نه ورسره وگورم . '' دحيرانتياوړدي چي ولي يوه اړونده اداره اوهمدا ډول دډله ايزو رسنيو دسرغړونې کميسيون دښاغلي فياض پدې نيول کېدو خبر ندي ؟ که چيري ښاغلي فياض کومه تیروتنه کړې وي اړينه اوقانوني خوداده چي دامسله لومړی بايد دډله ايزورسنيوپه کميسيون کي څېړل شوې اوکه چير لازمه واي دهغوي له لاري عدلي مراجعوته هغه سپارل شوی واي . وړانديزاوجدي غوښتني :

 ۱ / موږ دجولاي دمیاشتي پر۲۹ مه دوزيرانو دشوراداپرېکړه چي ژورناليستان بېله دينه چي کره اسناد پلاس ونلري نشي کولاي په دولتي لوړپوړو چارواکو ددوي په اصطلاح تور ولگوي دښاغلي کرزی دوعدو ،اساسي اوډله ايزرسنيودقانون ،دبشردحقوقوداعلامې اوبيان دازادی خلاف دکابينې دځينو غړو دشخصي غوښتنوپر بنياديوه پرېکړه بولو . وړانديز کوو پردې پرېکړه کوم چي دبيان اومطبوعاتو ازادي له جدي گواښ سره مخامخوي له سره غور وشي .

 ۲/ دافغانستان پارلمان ته وړانديز کوو چي دډله ايزو رسنيوپر قانون له سره کتنه وکړي اودخپلي کتنې په پايله کښي ليکوال ،ژورناليستان ،هنرمندان اونور فرهنگيان تر قانوني حمايي لاندي راولي اوددوي له گرېوانو څخه دامنيتی ارگانو لاسونه لنډ اوټولي هغه تيروتنې چي دبيان او ژورناليستانو ازادي تر سيوري لاندي راولي رفع اواصلاح کړي . ۳

 / دافغانستان دجمهورئيس ښاغلي کرزی څخه په کلکه غوښتنه کووچي دافغانستان داساس قانون مطابق دهغه ملي مسوليت له مخې چي دملت په وړاندي ئي لري په هيوادکي دبيان ،عقيد اومطبوعاتو دواقعي ازاديواو دموکراتيکو ارزښتنودپلي کېدو اوپياوړتياڅخه ملاتړ وکړی ،پرې نږدي چي په هيوادکي يوځل بيا دخلکو پر خولودچوپتيامهرونه ولگېږي .

 ۴/ پر نړيواله ټولنه ږغ کوو که چيري په افغانستان کي سياسي امنيتي ،فرهنگی اوټولنيزحالات دميليارډو ډالرودمصرف سره په همدې ډول روان وي ،دمثبتواوښتنوپر ځاي هر ورڅ دبشر حقوق پايمال ،دبيان ،عقيدې ،مطبوعاتودازادي محده ،دښځواومشوم پر انساني کرامت تيری ،په فسادکښي ددولتي اداروډوبېدل دهېرئينواونشه ئي توکوپټه اوښکاره سوداگري دهري ورځي په تېرېدوسره اوج ته رسېږي ،اړينه برېښي چي ددې دولتي ادارې څخه دملاتړپر مسله له سر غور وشي .

 ۵/ دښاغلي محمد نصير فياض زنداني کول دقانون خلاف اوخپل سری ده ،هغه بايد دژرترژره خلاص اودوسيۀ ئې دډله ايزورسنيود سرغړونې کمسيون ته دقانوني وڅېړنولپاره وسپارل شي .

 ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب
 حبيب الله غمخور