د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل په ښار کې د حسام ادبي ټولنه پرانیستل شوه

سمسور«ظفر زی اهتمام» 28.07.2008 14:10

د کابل په ښار کې د حسام ادبي ټولنه پرانیستل شوه دا په داسی حا ل کې پرانيستل کېږي چې په دې وروستیو کې د محمد اصف صمیم،کاروان،او د ښځو له خوا د هوا په نوم همداسې آزادې ټولنې جوړې شوې دي او کار کوي خو پخوا تر دې په مرکز او ولایاتو کې ګڼ شمیر ادبي او فرهنګي ټولنې هم جوړې شوې وې چې هر یوې ځانګړی کاري دریځ درلود خو کارونه یې زیات محسوس نه وو او د ځینو خو یوازې نوم پاتې دی.
د حسام ادبي ټولنې پرانستونکې غونډه د ۱۳۸۷وم کال د زمري په ۱۳سمه نېټه په کابل کې په قلم ټولنې کې دمحمد نبي صلاحي په وياندۍ په یوه ستره خیمه کې جوړه شوې وه باید وویل شي چې حاجي محمد حسن حسام اوسمهال د قلم ټولنې مشر او په خپله یو حساس او هڅاند شاعر او لیکوال دی تر اوسه یې د شعرونو،آزادو شعرونو او نورو لیکنو یوولس ټوکه کتابونه چاپ شوي دي په دې غونډه کې هم د « څار » او « یو خوب او دوه انځوره » په نومونو د ده د دوو کتابونو مخ کتنه وشوه.

په غونډه کې شاعرانو،لیکوالو،د پارلمان وکیلانو او ځینو دولتي چارواکو ګډون کړی ؤ غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د محترمو هر یو حبیب اله رفیع،عبداله بختاني او محمد صدیق پسرلي له خوا د پټۍ په پرې کولو پرانیستل شوه په غونډه کې رفیع اله سهاک د ټولنې مشر د ټولنې د هدفونو په هکله معلومات ورکړل،دغونډې نور ویناوال: هر یو محترم حبیب اله رفیع،عزیز تحریک،شفیقه یارقین،عبداله بختانی،انجینر احمد شاه احمد زی،ډاکتر کبیر رنجبر،استاد محمد اصف صمیم وو همدارنګه ساجده میلاد،نورستانی،وردک،ګل ملا همکار او ځینو نورو شاعرانو خپل شعرونه او ترانې ولوستلې په غونډه کې د قدرمن احمد جان مشتاق له خوا تمثیلي ټوټې او له داریا سره تمثیلي سندرې اجرأ شوې په دې غونډه کې سرمحقق عبداله بختاني خدمتګار ته، په سویس کې د نور ټلویزیون له خوا رالېږل شوی سوغات او د سرو زرو مډال د ده د فرهنګی خدمتونو په ویاړدګډون کوونکو په استازيتوب دالحاج حسام صيب له خوا ورکړ شو.

حسام ادبي ټولنې تر پرانېستونکې غونډې لا ندې څلور بیلابیل کتابونه چاپ کړي دي:
۱- خپګان څه شی دی ( ارواپوهنه ). ۲- بغاوت ( ناول ).۳- د ژیړې کرښې اخوا ( رومان ). ۴- د ادبیاتو په لړ کې ( ادبي مقالې ). هر یو په زرو ټوکو کې. ۵- د پرون په نوم د ټولنې مجله د سید نظیم سیدی په مدیریت چاپ کړي دي. د غونډې په لړ کې د جنوب لوېدیځې حوزې،خوست،لغمان،ننګرهار او ځینو آزادو ټولنو د مبارکی ټـیلفونی او لیکلی پیغامونه د دریځ له مایک څخه په مستقیمه توګه خپاره شول غونډه د غرمنۍ په خوړلو او له ننګرهار څخه راغلو د سیتار او منګي د سندرغاړو په ښکلي او په زړه پورې کنسرت پای ته ورسیده.