د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلجيم کې د افغان کډوالو غوښتنليک

په بیلجیم کې دافغان کډوالو،دمهاجرینوددفاع کمیټه 26.07.2008 16:01

په بیلجیم کې دافغان کډوالو،دمهاجرینوددفاع دکمیټی
سرخلاصه غوښتن لیک دافغانستان داسلامی دولت د
جګپوړوچارواکوڅخه،دملی کنګری دګونددمنحلیدواو
دګونددمشرتابه غړوراکشول اومحاکمه کیدلوپه هکله :

بسم الله الرحمن الرحیم
نیټه : 23.07.2008
په بیلجــیـم کـــې دافغان کــــډوالوغوښتن لیک دافغانستان داسلامی دولت دمحترمو جګپوړوچارواکو څخه!
و ښاغلی محترم کرزی صاحب،اودافغانستان داسلامی دولت ونورومحترموجګپوړو
چارواکوته په ډېر درنښت اودرناوی سره دغه سرخلاصی غوښتن لیک په لاندی ډول د کلکی غندنی په ملتیا سره وړاندی کوو:
موږپه بیلجــیـم کـــې میشته افغان کډوال که څه هم دګران هیواد نه لیر یومګراکثره وخت درسنیواوانټرنیټ له طریقه اوهمدارنګه کله ناکله دخپلوخپلوانوسره دتیلیفون له لاری دخپل ګران هیواد اودهغه دجګړه ځپلو متدینو ،مظلومو،خوارو ،ترظلم اوستم لاندی شریفو خلکواواوسیدونکوله حال اواحوال نه هره شیبه،اوهرګړی خبریږو،اودا راته څرګندیږی چې هره ورځ زموږ بی دفاع اوبی ګناه اولسونه په خپل ګران هیوادکې ، دبی مفهومه،غیرعادلانه اونا اعلان سوی جنګ جګړوپه ترځ کې وژل کیږی اوپه خپلووینوکې لمبیږی ،اوله همدی کبله موږدخپلوشریفو خلکواوهیوادوالوپه دی ستره غمیزه اومصیبتونوکښې ځانونه شریک بولواو په ډاګه اوښکاره ډول سره ویلی سو چې دغه ټولی ناخوالي اوکرغیړنی کړني اوچاري زموږ دداخلی اوباندنی دښمنانواوګاونډی هیوادونو لخوازموږپرمسلمان اومتدینوخلکو باندی ټپل سویدی اوهره ورځ دجګړی په دی اورکې افغانان اوددی ټاټوبی پتمن اصلی اوسیدونکی قربانی کیږی اوخپل ژوند دلاسه ورکوی . په ښکاره اواوضیح توګه په دی بهیر کې دافغانستان اسلامی دولت اودهیوادمیشته وګړي اواولسونه یې د ډېروستروسیاسی ،اقتصادی ،ټولنیزو..... اونوروغمیزو،ستونزو،مشکلاتو اوپرابلمونو سره مخامخ اولاس اوګریوان کړي اوکوي یې، چې په نتیجه کښې زموږدخلکومادی اومعنوی شتمنی له منځه تللی اوله منځه ځی اوددغه بی معناجګړی پلویان هیوادیې دورانی پرلورروانه کړی ده اودبربادی وکندی ته یې ورغورځولی دی .
که په منطقی اومدلل ډول سره و اوسنی شرايطوته وګوروچې نړی پرکومه خوا روانه ده اودنړی دنوروهیوادونوخلک څرنګه ژوند کوی ؟ نودابه راته ژوته سی چې زموږ هیواد ډېریو وروسته پاته هیواد دی .
موږپه دی باوراوعقیده یوچې ددی جګړه ځپلی هیوادڅخه ددی بدبختیو دلیری کولو دپاره دسولی ،امنیت ،آرامتیا،پرمختګ اودسمون دراوستلود په خاطر اړین اولازمه خو به داوای چې ددغوستروغمیزو،ستونزواوپرابلمونودله منځه وړلو دپاره په دی جګړه ځپلی وطن کې چې دټولوافغانانو(ورونوملیتونو)اوددی هیواد دټولواوسیدونکوګډ کوردی اووهر افغان اووهراوسیدونکی ته دمور حیثت لری نوددی ګډکوردجوړه ولواودپرمختک دپاره په دا اوسنی سختوحالاتوکښې هر باشرف اوبا وجدان افغان اوددی ټاټوبی هراوسیدونکې انسان،خپله انسانی اوهیوادنی دندی اومسؤولیت هرومرو درک اوپرځای کړی اوپه خپل زیار اوهاندسره یې ددغو ټولو نارواچارو دلیری کولو اوورک کولودپاره سرښندنی اوځان تیریدنی ځان تیار اوآماده کړی ،چې ډېرمثبت ارزښتمند ،تاریخی اوویاړلی کار به وی ،که ودغودندواومسؤولیتونوته پام ونه شی نوحتمی اوضروری ده چې پرځای یې منفی پدیدی اونارواچاری رامنځته کیږی اوبیا په اسانی سره نه سی کیدلای چې له منځه ولاړی سی .
په همدی ډول سره له دی کبله په ډېر تاسف اوخواشینی سره باید ووایو چې یولږشمیرمعلوم الحاله دګوتوپه شمارسره ملی ضد څیری چې دهیواد داساسی قانون دمندرج احکاموڅخه په سوی استفادی سره یې سیاسی ګوندونه اوسیاسی سازمانونه یې جوړ کړی دی ،چې دغه ګوندونه اوسیاسی سازمانونه دخپلومطروحه کړنلارواوموخومطابق دهیواد اودهغه دخلکوپه چوپړ کې قرار نیولی وای برعکس زموږدګران هیواد اوزموږ دملی نوامیسوسره په دښمنانه توګه برخورد کوی ،ملی ارزښتونه ترپښولاندی کوی په ملې ویاړونوباندی ملنډی وهی اوزرګونی نورغیرانسانی اوغیرهیوادنی اعمال اوچاری دهیواد اودخلکو په وړاندی زموږدباندنیودښمنانواودپردیوپه لمسون سره ترسره کوی او غواړي چې زموږ ګران تاریخی هیوادلاهم نوروران اوویجاړکړی اوزموږسرلوړي ، اوزړه ورخلک دنوروډېروکړاونواومصیبتونوسره مخامخ کړی ترڅوخپلی ځانی ګټی تر لاسه کړی اودپردیوهغه استراتیژیکی موخی چې زموږ دپلرنی ټاټوبی دمیشته اصلیو اوسیدونکوپه هکله یې لری هغه ښه تره دبریالی توب پړاوته ورسوی .
دغه ناولي څیری همدا اوس دغه ډول کړنی په ډېره سپین سترګې سره ستاسومحترم کرزی صاحب تر ژیری لاندی اوستاسوددولت دنورومسؤولوچارواکوترژیرو لاندی،چې بعضی ددی چارواکوڅخه څه ناڅه ځانونه هم یو څه بولی ،دغه دافغان اودافغانستان ضد کرغیړنی ناولي څیری په ښکاره اوبربنډه توګه مخامخ ستاسودکارونو ددفترونواوستاسودژوندکولودسیموپه څوسوه متری کې دغه کرغیړنی .... اوشیطانی چاری ترسره کوی اوتاسی هک پک ورته ګوري ،نه محاکمه سته اونه قانونی چار چلند؟،اوبیا تاسی ودی سترسیاسی کړکیچ ،انارشی اوګډوډیو،هرج اومرج ،اودخلکواواولسونوپرضد دسیسیوته دموکراسی اوآزادی بیان وایاست ؟چې ډېر دتعجب وړخبره ده او همدااوس ستاسی غیر مسؤولانه برخورد دهمدغسو هیوادپلورونکوخلکوپه وړاندی بیله چوپتیا څخه بل څه نسته دی ، دموکراسی په واقعی معنا اومفهوم سره دقانونیت اوپرنسپی اصولو په چوکات کې دهیواداودټولنی آرامتیا،هوسایی اودهغه داوسیدونکوپه ګټه دقانونمده نورمونو اوپرنسپونواړخیز ساتل ،ملاتړکول اوکنترولو دی نه داچې هرڅوک هر څه چې یې زړه وغواړی ،اویاګونډاوسازمان اوډله ټپله یې وغواړي ،او دخلکواواولسونودسترونوامیسواوویاړونوضداوخلاف ناولی اعمال ترسره کړی اوهیوادنی نورمونه مات کړی ،دخلکواذهان مخشوشه کړی ،ټولنه دګډوډی سره مخامخ کړی اوپه نتیجه کښې هاسی موضوعات اومسائل رامنځته کړی چې مخ نیوی بیا وډېروقربانیوته اړتیا ولری .
په دی هکله په مشخصه توګه پراصل موضوع باندی غواړوچې و محترمو چارواکوته دغه مهمه مسله په داګه کړو،هغه داچې څه موده مخکی دانټرنيټ دپالټاک دپروګرام دلاری اوهمدارنګه دخراسان دټلویزونی چينل لخوا چې دامریکاد هیوادڅځه خپریږی ،موږ دعبدالطیف پدرام په نوم چې دملی کنګری په نوم ددی ګونډ مشر دی دده خبری اومصاحبی موواریدل چې دغه خبری اومصاحبی سر ترپایه دافغانستان ضداوزموږدخلکو خلاف خبری اودافغانستان داساسی قانون دمندرج موادواواحکاموپرضداودهیواددملی نوامیسواوزموږدخلکودملی ویاړونو پرضد ناروا غیرانسانی اوغیرقانونی اوددښمنی اونقاق اچولوڅخه ډک ،دهیواداوخلکودملی ګټواوملی منافعیوپرضدکړنه اوعمل ووچې ویوه سیاسی اوسازمانی ،ګوندته د قانون له مخی هیڅکله هم اجازه نسته چې دافغان ملت اودهیواد داوسیدونکوپه منځ کی نفاق رامنځته کړی ، خوعملآدغه ګوندهمدا اوس دغه نفاق یې رامنځته کړی. دی
نوکه دکنګره ملی ګونددافغانستان داساسی قانون اودافغانستان دګوندونودقانون دمندرجواحکامواوموادوله مخی دافغانستان داسلامی دولت دعدلی وزارت په موافقه سره په قانونی لحاظ دفعالیت اوسازمانی کارونوجواز اواجازه یې ترلاسه کړی دی ،په دی خاطر یې نه دی ترلاسه کړی چې دمیشته اولسونواوخلکوپه منځ کې دی ژبنی ،قومی ،محلی اومنطقوی تضادونه اونفاق رامنځته کړی اودافغان ملت پرستروملی شخصیتونواوپرملی نوامیسوباندی تیری وکړی ،
دکوم وخت څخه چې دغه ګوند دقانون په حکم قانونی رسمیت یې پیداکړی دی بیایې نو په ډېر بی شرمانه تبلیغاتویې لاس پوری کړی ځکه ددغه ګوند دمشرتابه غړی په نظرکې لری چې دافغانستان دهیوادنوم په خرانسان باندی واړه وی اوکله هم دافغان دکلیمی بدلول په افغانستانی باندی غواړی ،دغه زهرجن شعارونه هرځای تبلیغوی چې ددوی دغه ډول تبلیغات اوپروپاکند دخلکو په منځ کې دبی اتفاقی ،دجاراوجنګجال دناآرامی ،مصیبتونوجنګ جګړو اوددښمنی درامنځته کولوچاری اوکړنی دی چې دغه غیرملی ګوند اودهغه دمشرتابه غړی یې ترسره کوی .
موږپه دی ډادمن اومطمین یو چې تاسی محترمان (رئیس صاحب دولت اوداسلامی دولت محترم چارواکی )به هم ددی ناولی پدرام دغه خبری اوریدلی وي ،نوددی مسلی دښه ثبوت دپاره زموږ هیله اوستره غوښتنه شخصآ دافغانستان دمحترم ریئس صاحب جمهورحامد کرزی او دعدلی اوقضایی اودامنیتی ارګانونودمسؤولینواوجګپوړوچارواکو څخه دا دی چې دپدرام دغه ناروا کړنه اوغیر ملی ،اوضدافغانی کړنه دی دمطبوعاتو ،رادیواوتلویزیون اونورورسنیوله لاری په کلکه سره وغندل سی،دي دی ترعدلی تعقیب لاندی ونیول سی اوداناولی پدرام دی ومحاکمی راکش کړسی چې ونوروملی خاینینوته دعبرت لوست سی .
موږ په جدی توګه سره دا وړاندیز کوو:
هر هغه څوک چې دافغانستان اودهغه دخلکوپرملی نوامیسواودملی اتلانوپرویاړونوباندی ملندی وهی اوپردوی باندی ناروا اوناحقه تیری کوی ، لکه کنګری ملی چې همدا اوس دغه جنایت یې ترسره کړیدی ،ددی غیرانسانی کړنو دمخ نیوی دپاره په آنی توګه دملی کنګری ګوند دی منحله اعلان سی اوپرسیاسی فعالیت یې بندیز ولګول سی دګوندمشر عبدالطیف پدرام اودهغه دګونددوتنه معاونین بشیر بیژن اوصلاح الدین صمیم او دمشرتابه اودرهبری نورغړي دی ویوی علنی محاکمی ته راکش کړل سی او ترقانونی پوښتنو اوګړویژنو لاندی دی راوستل سی ددغه ګوند مشرتابه برسیره پردی چې په هیواد کې په داهسی ر‌ذیلانه اوغیر انسانی اعمالوبوخت دی دلته په اروپایی هیوادونو کې وهم ودغه شان توطیواودسایسوته په پراخ ډول سره لمن وهی . دده معاون بشیربیژن وایې چې داږغ دپدرام ږغ ندی لطفا ددولت محترم چارواکی اونورګران هیوادوال دی دانټرنيټ په دغه سایت کښې دا ناولی ږغ اودا دادبی نه لیری خبری دیوسیاسی لومپن خبری اوچټیات دی دلته واری :
http://video.google.com/videoplay?docid=4884247551194989814&q=&hl=en
http://video.google.com/videoplay?docid=2634425310093149098&hl=en
دکنګره ملی دګونددوهم معاون صلاح الدین صمیم دبیلجیم په هیواد کې اوسیږی اوتل په دغه هیوادکې یې دمیشته کډوالوافغانانوپه منځ کې په شیطانت اونفاق اچولواوغیرانسانی کړنوسره دمضر اوشیطان انسان په نوم پیژندل سوی دی اوپه هرځای کې دافغانستانی اوخراسان دعوه یې پرلاره اچولی،اوپه همدی دول سره دیوشمیر هیوادپالوافغانانودمقاومت سره مخامخ سویدی .
موږ ددولتی چارواکوڅخه په ټينګه هیله مند یو چې دوي دافغانستان داسلامی دولت اودافغانستان داساسی قانون څخه حراست کوی اودقانون تطبیق په خپله غاړه باندی لری نوپه اوسنی شرايطوکې لازم اوضروری دی ،هغه کسان چې اساسی قانون اودهیوادنورتصویب سوی اومطروحه قوانین ترپښولاندی کوی اونقضوی یې ،دغه سر غړه ونکی اوملی خاینین دی هرومرو دقانون ومنګلوته وسپارل سی اوپه دی هکله د افغانستان اسلامی دولت چې دخپلواتباعواوخلکوپه وړاندی قانونی مسؤولیتونه لری نوددغه احساس مسؤولیت پربنسټ دی ،ددی ستری پيښی پروړاندی دی هراړخیز اقدامات ترسره کړی
موږیوځل بیادافغانستان داسلامی دولت ومحترمومسؤولینوته په زغرده سره وایو که د داهسوناروا،غیرانسانی ،ضدملی اوکرغیړنوکړنومخه ونه نیول سی ،داځای یې نخښه چې دافغانستان خلک په اصولی توګه ددی ناخوالیودمخنیوی دپاره وهر ډول سرښندنی اومبارزی ته تیار دی اوددی مسلی دحل په اړه بیا هرڅه چې پيښیږی نومسؤولیت یې ددولت اوددولتی چارواکوپه غاړه به وی ،او بله دحل لاره ددی ناخوالواوکرغیړنوکړنودمخ نیوی اودمنځه وړلودپاره نسته بیله غاښ ماتونکی ځوابه څخه .
تل دی وی افغانستان
تل دوی ملی یوالی اوملی تړون
مړه اوبرباده وی دافغان اودافغانستان دښمنان
په درناوی
په بیلجیم کې دافغان کډوالو،دمهاجرینوددفاع کمیټه