دښاغلي محمدآصف صميم لخوا د خپلو ټولوخواخوږو څخه مننه
25.07.2008 15:23
نامتو ليکوال ، شاعر، اديب او ژبپوه محمدآصف صميم د ټولو هغو خواخوږوڅخه د زړه له تله مننه کړې ، چې د نوموړي د پلار په جنازه او فاتحه کښې برخه اخيستې او ورته يې د تېلېفون ، فاکس او وېب پاڼو له لارې دپلار په مړينه غمرازي ښودلې .
ښاغلي محمدآصف صميم د مننې په يو پيغام کښې د((ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ، ټول افغان، بېنوا ، لرواو بر ، وحدت ورځپاڼه ، خبرونه ورځپاڼه ، افغان اسلامي اژانس ، او دانش کتابتون مشر اسدالله څخه ډېره مننه کوم ، چې ماسره يې د پلار د مړينې په غمرازۍ کښې ډېره همکاري کړې ده اوزما د پلار مړى يې دروند کړو.
محمدآصف صميم
پېښور