د ۲۰۰۱ ز راهیسې د افغانستان د امنیتي وضعیت ارزونه
23.07.2008 12:52د ۲۰۰۱ ز راهیسې د افغانستان امنیتي وضعیت سږ کال ډېر خراب ښودل شوی دی. د امریکا د څېړنیزو مطالعاتو مرکز د جولای په ۱۸ نېټه یو راپور خپور کړی دی چې د ۲۰۰۱ ز کال راهیسې یې په کې د افغانستان امنیتي وضعیت په لاندې توګه ارزولی دی:
مرګونی کال:
د امریکايي ځواکونو د پاره ۲۰۰۷ ز کال تر ټولو ډېر مرګونی ؤ. او تمه ده چې ۲۰۰۸ ز به تر هغې هم مرګونی وي.
ځانمرګي بریدونه:
- له ۱۹۸۳ ز څخه تر ۲۰۰۱ ز پورې : صفر
- په ۲۰۰۵ ز کې: ۲۱ بریدونه
- په ۲۰۰۶ ز کې: ۱۲۳ بریدونه
- په ۲۰۰۷ ز کې: ۱۶۰ بریدونه
د سړک د غاړي بمي چاودنې
- په ۲۰۰۶ ز کې: ۱۹۲۱ چاودنې
- په ۲۰۰۷ ز کې: ۲۶۱۵ چاودنې
د پولیسو روزنه:
د پولیسو په روزنه ټولټال ۶،۲ شپږ اعشاریه دوه بلیونه ډالر مصرف شوي دي.
- د پولیسو یو ټولی هم پخپله د دې وړ نه ده چې ځانته عملیات وکړي.
- ۳۰ ټولي یا ۷٪ کولای شي د ایتلافي ځواکونو په مرسته عملیات وکړي.
- ۳۴۳ ټولي یا ۷۷٪ د عملیاتو د تر سره کولو وړتیا نه لري.
- ۶۹ ټولي یا ۱۶٪ بېخي حاضري نه ورکوي. د کورنیو چارو وزارت ترېنه بېخي خبر نه دی.