د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دختيزې سيمې ليکوالو اوژورنالستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه

بلال شينوارى 22.07.2008 10:18
تيره شپه مو درسنيو نه دملي کنګرې دکوند دمشر لطيف پدرام هغه بې مسووليته څرګندونې واوريدې چې دغازي امير امان اله خان  چې زمونږ دهيواد دخپلواکۍ ستورى دى په ادرس ويل شوې وې.دلطيف پدرام دا لومړې ځل نه دى چې دا ډول څرګندونې کوي  دولس مشرۍ دټاکنو پرمهال هم نوموړي دافغان او افغانستاني خبره راپورته کړې و او داځل چې بيا دتاکنو خبرې راروانې دي نوموړي بيا په داسې الفاظو خوله پرانستې چې دهيڅ مسلمان او افغان له شان سره نه ښايي .دملي جنبش دټوټه کيدو سره ښايي ددې ښاغلې شپې هم په خپل وطن کې ګرانې شوې وي نو ځکه دا ډول بې مسوليته څرګندونې کوي،دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه پداسې حال کې چې دپدرام داڅرګندونې په کلکه غندي له افغان دولت او په ځانګړې توګه سترې محکمې او عدليې وزارت نه په ټينګه غوښتنه کوو چې نوموړې دافغانستان ملي مشاهيرو ته دسپکاوي په جرم محاکمې ته راکش کړي او هم دې دده تش په نوم ګوند چې ملي يووالي ته دزيان اړونې بوې ترې راپورته کيږي منحل کړي.او له ټول افغان ولس نه هيله کووچې پدرام ديو افغان په توګه نه بلکې ديوجاسوس په توګه وپيژني
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنې مشرتابه