د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمخکتنې په پلمه یو څو خبرې

لطیف بهاند 18.07.2008 15:25

تر هر څه دمخه ښاغلی او دهنر لیوال لیکوال عبدالوکیل سوله مل نه له دې کبله بښنه غواړم چې څو واره ورته بې ژبې شوی یم.
تر هغه وروسته دهغه دنویو کتابونو دخپریدو مبارکي ورته وایم او بیایې د رنځورې هیلې په نامه خپلې مخې ته پروت کتاب ددې لپاره په منډه لولم چې وکولای شم د دغه کتاب دمخکتنې ورځې ته یو څو کرښې پرې ولیکم.
که د دودیزې کره کتنې له مخې دا چاره پیل کړو داسې به ووایو:
د کتاب پیژندنه:
دکتاب نوم:رنځورې هیلې
لیکوال:عبدالوکیل سوله مل
شمیر:۲۰۰۰ ټوکه
دخپریدو کال:۲۰۰۸ کال
خپروونکی:په لندن کې د افغان لیکوالو فرهنګي ټولنه
انځور ګر:لیمه څاروان
دکمپیوتر چارې:شمشاد شینواری.
کتاب په ښکلی بڼه او صحافت په ۱۰۴ مخونو کې خپور شوی دی.
کتاب د یوې ځانګړې موخې لپاره لیکل شوی دی.لیکوال په دې اړه دکتاب پر لومړۍ او دوهم پوښتۍ دوه واره لیکلی دی:
\\\\\\\"افغاني ښځینه ژوند یو تت انځور. \\\\\\\"
دا د لنډو کیسو جونگ د لیکوال څلورم خپور شوی اثر دی.
تر دې دمخه دهغه دا کتابونه چې ټول هنري نثر دي،خپاره شوي دي:
۱-زړه کلا دلنډو کیسو, ټولګه په ۲۰۰۱ کال کې.
۲-پنځوس میلیونه د لنډو کیسو دوهمه ټولګه،۲۰۰۵ کال.
۳-دپنځوس میلیونه، اردو ژباړه،۲۰۰۷ کال.
په دغې نوې ټولګه کې چې په ځانګړې توګه دافغاني په تیره بیا په پښتني چاپیریال کې دښځو ژوند ته ځانګړې شوې ده دا لاندې ۱۳ کیسې راغلی دي:
۱- شنډه
۲-نا آشنا سندر غاړې
۳-عصري ښځه
۴-چاره
۵-جوارګر
۶-توره
۷-پردي پیټي
۸-وېرېدلې نانځکه
۹-د واده لومړې شپه
۱۰-لور
۱۱-شرعي دروغ
۱۲-پاروونکې ګولۍ
۱۳-نارینه قاضیان
کتاب د خپلو ځانګړو ښځینو ځانګړتیاوو له مخې بیا هم لیکوال ته نیږدې ښځو: مور،خویندو او ښینې ته ډالۍ شوی دی.


د کتاب یا کیسو تر لوستلو وروسته هر چاته څرګندېږي چې هنر او مینه د سوله مل موخه دي.
داسې بریښي چې کیسې په خورا لیوالتیا خو کله لږ په تلوار لیکل شوي دي.
ځینې کیسې د وخت او ځای له مخې ځانګړو وختونو یا ځایونو ته ځانګړې شوي دي.
دغه د وخت او ځای قیدول که څه هم یو غوره تاریخي ارزښت لری،خو کله ناکله یې دهغو خوند کم کړی دی.
که دا ومنو چې ،کیسه یو تخیلی لنډ اثر دی چې پنځه برخې لری:
۱-طرحه:پیل،اوج،اخ وډب ،اوج او پای.
ددې کتابکوټي په زیاتره کیسو کې دا ځانګړتیاوې پیدا کولاي شو.
که څه هم کیداي شو دلته د لنډو کیسو په نورو ځانګړتیاوو،لکه :

۲-شخصیت:څوک دی؟څه وایي؟څه کوي؟دهغو په اړه څه وایي؟
دا شخصیت کیدای شی جدي وي،د ملنډو وړ وی،رښتیاني وي او مبالغه وزمه وي.
۳-وخت او ځای څنګه دي؟
۴- منځپانګه :اخلاقي وي یاهسې د سرګرمۍ لپاره او د خندا وړ وي،یا خیالي وي خو په هغه کې ډول او سبک خورا د پام وړ وي.
خو زما په اند په هنري نثر کې ښکلا او د کلماتو غوره اوبدل او په هره کلمې او جملې کې دیو معنی،ادا او موخې داسې نغښتل چې د اصلي لیکنې تګ لوریي ته تاوان ونه رسوي،لوی او دپام وړ کار او دلیکوال له غوره ځانګړتیاوو نه دي.
دا کسیه د چا له خولې ویل کیږي؟
لومړی څیره، دوهمې او یا که درېیمې؟
دلته کیسې ټولې د درېیمګړي له خوله ویل کیږي.

د داستان اساسی اړخونه کوم دي؟
په هغو کې له کومې ژبې ګټه اخلي؟ټوکه،متلونه؟ او د تخیل قوه یې کومو لوړو ژورو ته لاره موندلاي شي؟او ډیر نور.
که په ټولیزه توګه ووایو د سوله مل ژبه شاعرانه ځکه نه ده.که داسې نه وای ده به ددې په ځای چې ووایي: مالیش کړه،یو بل څه به یې ویلی وای. که څه هم ماته ګران استاد پوهاندداکترمجاور احمد زیار کیسو ته خپله سوچه پښتو ور ګډوله کړې ده،خو بیاهم کله ناکله په ترکیبونو او جملو کې داسې جوړښتونه لیدل کیږي چې د پښتو ژبې له ګرامر سره اړخ نه لګوي.
متلونه په کې کم کارول شوي اوسره له هغه چې د کلیوال ژوند چايیریال په کې انځور شوي دی،خو د یوه دوه ځایه پرته چې د لنډۍ او کوم بل ولسي شعر انګازه په کې اوریدل کیږي د فکلور نښې په کې کمې دي.
د عبوالوکیل سوله مل له هلوځلو او لیوالتیاوو نه داسې څرګندېږي چې هنر او مینه یی موخه دي.
هغه هڅه کوي چې ددغه ژوند یو ښکلی له ورایه لیدونکی تصویر انځور کړي،داسې تصویر چې دانساني هستۍ دلویدو او پاڅیدو تصویر وباسی.

هنر د نړۍ پیژندنې تر ټولو غوره لاره ده.هغه هم د احساس او درک له لارې پېژندنه. او سوله مل په خپلو دغو هڅو کې غواړي له همدې لارې د خپلې ټولنې د داسې یو نادود دود انځور وباسی چې دده د همژبو په ژوند کې د ډېرو بدو او تربګنیو لامل شوي دي.
دده په کیسو کې تکل شوي دي او په ځینو کې خو یې دغه تکل بری ته هم رسیدلی چې په داستان کې شخصیت، ژبه، فضا، جوړښت، موضوع، محتوا و ... دانسانانو د سترو موخو او ارمانونو پر بنسټ شننه وموي.
که ووایو چې داستان د یوه ځانګړې طرحې له مخې یوه پیښه دیوه اتل له مخې انځوروی،دده جونګ زیاتره کیسو خپلې دغه ځانګړتیا وې پوره کړي دي.
که داستان په لنډې کیسې،منځنی او لوی یعنی رومان ویشل کیږی دسوله مل دغه کیسې ټولې لنډې او کله دومره لنډې دي چې آن داستاني طرحه یې نومولي شو.
هره کیسه کې یو اتل په یوه ټولنیز دریځ کې دیوه ارمان ښکلی یا ناولی څرګندونه کوی.

که هر هنري اثر د یوې داسې پیښې انځور دی چې د یوه نوښتگر او تر اوسه ناویل شوي او نا انځور شوې ارمان یا پیښې انځور باسي نو په دې کتاب کې خپرې شوې کیسې په دې نوښت ګڼل کید اي شي چې لیکوال سره له ټولو ټولنیزو ستونزو ددغه شان پیښو انځورولو ته مټې رانغاړلي دي.

که پوښتنه وشي چې کیسه څنګه پیل کیږي؟یا په کیسه کې اخ وډب پر څه دی؟آیا کیسه اوج لری؟د کیسې اتل یا اتلان څوک او دهغو د خواخوږی یا ناندریو موضوع څه ده؟دی یا دوي څوک دي؟څه وايي؟ ولې او دڅه لپاره یې وایي؟اتل کومه څیره انځوروی؟تراژیدي ده او که کومیډي؟مثبت که منفي؟،ماحول یې چیرې او څنګه دي؟ژبه یې څنګه ده؟د لیکنې او موضوع سبک یې کوم او څه بڼه لری؟
دا خورا ډېر وخت او زیاتې څیړنې ته اړتیا لری چې په دې لنډه موده کې چې سوله مل صاحب ماته راکړې ده،یوه ناشونې خبره ده.
که په رومانونو کې لیکوال د خپلو اتلانو شخصیتونه په پراخه توګه روزی،خود لنډی کیسی یوه ځانګړې ځانګړتیا داده چې هلته د اتل شخصیت لا دمخه بشپړ او دهغه دژوند د داسې یوه پیښه انځورېږي چې هغه د اخ وډب اوج ته رسیدلې او په هغه کې یوه پایله لټول کیږی.
د رنځورې هیلې د جونګ په کیسو کې زیاتره اتلان داسې دي.
که څه هم کیداي شی په ځینو لنډو کیسو کې ځینې قواعد مراعات نه شی خو ښه به دا وي چې هغه په رښتیا لنډه،اتل یی یو یا یې شمیره، خورا لږ او پیښه یې یوه وی او د ستر لیکوال \\\\\\\"ادگار آلن پو\\\\\\\"په وینا هغه په لنډه موده کې ولوستل شي.
امریکایی ِلیکوال ادگارآلِن پو چې د(۱۸۰۹-۱۸۴۹ )ترمنځ یې ژوند کړی دی ددغه ډول کیسو پلار ګنل کیږي وایی چې دغه لیکنه باید دومره لنډه وي چې په لنډه موده کې ولوستل شي.
دغه خبره د سوله مل د دغو لیکنو لپاره جوړه خبره ده او یا که په ځیر سره ووایو دبڼې له مخې جوړه خبره ده.
ځینې خوا بیا آن دا هم وایی چې لنډه کیسه باید په پنځه سوه کلمو کې انځور کړای شی. دا خبره هم د سوله مل په دغو داستانو نو کې کیداي شی عملی شی،خو دغه خبره چې لنډه کیسه یوه تخیلی قطعه ده په دغو کیسو کې څه ګرانه بریښی.
په تخیلی توان او د روان سپړنه کیدای شی هغه څه وي چې سوله مل یا نه دی غوښتلی او یا یې دهغه د ژورتیا لپاره وخت نه دی پیدا کړی،ځکه دده په دې کیسو کې خبرې برالا،ډانګ پییلې او بربنډې دی.کړه وړه یې مخامخ او دمخامخ ټکرونو زېږنده دي.
د بل هر هنري نثر په څیر،په لنډه کیسه کې له تخیل او واقعیت له دواړو باید ګټه واخیستل شی.
په دې ژانر کې باید د کلماتو په کارونه کې نه یوازې دا چې سپما وشي بلکې هغه باید لکه دشعر په څیر وپییل شی.
دا کار هم په دې کیسو کې تت بریښی.

د یوې یوازینۍ پیښې سپړنه او انځورونه ،د لیکوال ټول خیالونه ددې پیښې په چوپړ کې راوستل او ټول کلمات او جملې د هغې انځور ته سپارل د ښه لیکوال ځانګړتیا ده.نه پوهیږم څه ووایم چې په دې کیسو کې ترکومې کچې دا کار شوي دي،خو سوله مل هغه داسې لیکی چې سړی نه شی کولاي هغه و نه مني.
ښځه په دې لیکنو کې ناکامه،بدمرغه او بدنامه ده
او دا غمړلې لړۍ دهغه د خیال زیږنده نه بلکې دهغه دټولنې ریالیستیک تصویر دی چې کله ناکله د روحی او رواني سپړنې پرته لیکل شوی دي.
دهغې اتلان په جبر اخته دي او په خپلو کړو کې آزادي نه لری،دا هم د لیکوال اراده نه ده،دا دهغه د چاپیریال د نا لیکل شویو قوانینو زور دي.
کوم لیکوال ویلی وچې ځان په ورځینو چارو او دریځونو مه اخته کوی،ځکه هغه له روح او روانه تشې دی خو دلته وینو چې لیکوال ورځینې بدمرغې را اخستي دي او روح او روان هم لري.
په افغانستان كۍ د ښځو دژوند،دهغو ددغه ژوند دستونزو او كړكيچونو،دهغو دزوريدلو او كړيدلو په اړه اصلآ او له هغه ډلۍ نه ما هم اصلا فكر نه دي كړي.
د سوله مل ددغو ليكنو زړى،پر ښځو ،دښځو او ټولنې پراړيكو،دښځو او ټولنيز دود دستور،له ښځو سره دښځو اړيكي او دنارينو سره دښځو پر اړيكو راچورلي.
دغه اړيكي،ښه دي،بد دي،مينه ناك دي،كركجن دي،د ناندريو ډک دي،دغچ اخستو دي،دګناه دي، او نور دي او نور...
او ددغو ليكنو لا مل هم دادي چې تصور کیږي چې ښځه ږموږ په ټولنه کې تر بل هر وخته زیات د زوریدلو او کړیدلو منګلو ته ورلویدلې ده.

کله کله دا ګرانه بریښی چې څنګه سوله مل دښځو له انده پیښو ته ګوري او هغه په رښتني بڼه قلم او لیک ته سپاري.
لیکوال د هیلو او ناهیلو د کړکیچونو،د مين کیدو، دخواخوږۍ او محرومیتونو انځورونه کوي.
هرڅوک نه شی کولاي دغې زوریدنې او کړیدنې ته ور ګډ شی،هر څوک نه شی کولاي په هغه ستم او خواخوږې کې ور ګډ شی ،چې سوله مل ور ګډېږي.کله چې یو څوک تکل کوی ددغو نادودو په اړه لیکنه وکړي،هرو مرو به دا ورته څرګنده وی چې هر اتل سره د هغه په غم او خوشالۍ کې ورګډېږي،ورسره ژاړی او ورسره خاندي. او سوله مل په خپل هر داستان او داستاني طرحه کې دا کار کړی دۍ.
که څه ماته داسې بریښی چې سوله مل په خپلو لیکنو کې د کوم ایزم په کړیو کې راګیر نه دی،خو که په ځیر سره څوک دهغه دا کتاب ولولی کولای شو ووایو چې دا د افغانستان لومړني فیمینیست لیکوال دۍ.
خو په هر حال په داستانونو کې د تخیل پښه ګوډه ده.دانځورونو تصویر په زیاتره ځایونو کې تت دۍ.د لیکوال د تخیل یاغی شوې څپه د ژور تفکر تر پولو نه رسیږۍ.
او ددې ټولو لامل دادی چې ترخه رښتنیني واقیعتونو د هغو مخې ته خنډونه جوړوی.

یوه له هغو خبرو چې په دې داستانونو کې نویوالي لري د بې حجابو یا بربنډو کیسو لیکل دی.
\\\\\\\"پارونکې ګولۍ\\\\\\\"چې په خپل ډول کې بې سارې کیسه ده ،دپام او تامل وړ بریښی.
په دې کیسې سره له خپل لنډوالي هممهاله څو خبرې څیړل شوي دی:
-انساني غریزه.
- په زړښت دځوانې ښځې شوق.
-څو ښحتوب.
- دځوانو نجونو سره ناروا....
- انساني شهواني توان.
- په افغاني ټولنه کې دښځو زغم او په کراره د بن نه وبښۍ د بنو منل.
او دې سره بیاهم د دود له مخې د خداي لمانځنه او له هغه ویره.
او له ټولو نه دپام وړ بربنډې شهواني خبرې.
چې زه دهغه دهمدې وروستي ټکي په اړه څو یادونې لرم:

 

په پښتو ادب کې د بربنډو خبرو یادونه او انځورونه د دغې ژبې فکلوری ادبیاتو ته رسیږی:
چې مې لاسونه ترینه تاو کړل
شپه دجمعې وه په ایمان ووېریدمه
او
دسپینې خولې واک مې در کړی
د پرتوګاښ په غوټه مه وهه لاسونه
او کمیس د تي په سر سیوری دی
لکه مړز چې له خلتې وتلی وینه
او داسې بې شمیره نورې بیلګې.

دغه راز د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال خان خټک لکه بل هر ژانر کې په دې کې هم ښه طبعه آزمایلې ده.
بده به نه وی چې بیلګه یې را واخلو:
زه د غ ...له لاسه چاوته فریاد کړم
لمونځ زما له لاسه ووځی چې کو... یاد کړم
تر آخره...
په اوسنی پښتني ادب او په تیره بیا په لنډه کیسه کې په دغه شان د رښتیتي ژوند دیالوګ چا تر اوسه په لیکیزو کرښو کې رانغاړلی نه و.
په پنځوسمو کلنو کې ماته ګران او د خوږ قلم خاوند ستر ډرام او داستان لیکونکی عبدالمنان ملګري او زموږ یو بل آشنا ضیا منصور(اوس یې پته رانه لا درکه ده )چې هغه هم د رادیو لپاره ډرامونه،داستانونه او لنډې کیسې لیکلې د رښتني ژوند په انځورولو کې یې په هنري انداز ماهرت درلود .
دغه راز سید رسول رسا په خپلو داستانونو کې هم په ځینو برخو کې پوره انځورنې کړي دی.
خو دغه شان خبرې،لکه:
\\\\\\\"حاجی غلام رسول د وروستي ځل لپاره ځان ښځې ته ورنیږدې کړ،سمدلاسه یې خپل کنډاس غاښونه د هغې په غومبرو ښخ کړل.په دې پسې یې په ورو په خپلو خپړو کې دهغې کلک تیونه ونیول.
ناوې هیڅ له ځایه ونه شوریده او لکه یوازې ننداره چې کوي،هماغسې پرپالنګ غځیدلې وه،خو کله چې یې دحاجی رسول خپړو تیونه خوږول په ورویې له خولې ووتل:
-مړه دې کړم،خوږېږی.
حاجي رسول هم ورغبرګه کړه:
-څه وکړم نه راپارېږم.
لږ وروسته یې په ورو دهغې لاس دپښو منځ ته ور اوږد کړ،هیله يې وکړه:
-ته خو یې هم لږ مالیش کړه.\\\\\\\"
په دې کسیه کې تر دې لا بربنډې خبرې،جملات اودیالوګونه مونداي شو.

دا خبرې که له یو پلوه د ژوند یوه رښتینه خبره ده خو له بله پلوه په څو لاملونه چاته ګرانه،چاته بې حیايی او چا ته د بې سترۍ خبرې بریښي.
زه په داسې حال چې ددغه راز کیسو له لیکلو او بیا دهغو له خپرولو سره کومه تربګني نه لرم خو که هغه په کوم جلا پاڼه او جلا جونګ کې وي،خورا په ځای خبره به وي.
\\\\\\\"نارینه قاضیان\\\\\\\"
یوه بله داسې کیسه ده چې په هغې کې د یوې بلې خورا په زړه پورې موضوع سپړنه شوې ده.
دا په بهر کې دافغاني نارینو د کړو وړ یو ژوندی تصویر دی.
په دې تصویر کې د هغو افغانانو د ژوند انځورنه روانه ده چې د اروپا يي ژوند له دودونو ګټه اخیستل د ځان بشپړ حق ګڼي،خو د ښځو لپاره د هغو ګټه اخیستل لویه ګناه ګڼی.
دا موضوع لا د کډوالۍ نه مخکې هغه وخت پیل شوې ده چې ځینې افغانې پیغلې له زلمیانو سره ګډ بهر ته د زدکړو لپاره لاړې.
غواړم ووایم چې د کیسو ډول،ژانر،محتوا چې هرڅه وی،پر هغه تل غږیداي شو،خو زه په خپله هغه احساس،هغه هم هغه ژور احساس ته چې ښاغلی سوله مل یی له خپلې ژبې سره لری او د لنډو کیسو په بڼه یې په تورو کې نغاړی درناوی کوم او د قدر وړ یې ګڼم.
په درناوی