د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ثابت څه ثابت کړل ؟

محمدآصف خواتی 18.07.2008 02:50
دافغانستان غمیزې اوپه تیره زموږپه هیوادکې دیو ویشتمې پیړۍ تراژیکو اودراماتیکوپیښوچې خوارافغان ولس ته په خورا ستره بیه تمامې شوې دهیواد دسیاسی کړیو ،سیاستوالواودبهرنیو شتمنو اوځواکمنودولتونو اصلی څیرې ،موخې اوهدفونه، جوهر اوماهیت  بربنډ کړ ۰ دافغانی غمیزې په بهیر کې ډیرو په خورا ښکلواوپه زړه پورې شعارونوسره چې دافغان خوار، مظلوم اورښتینی مسلمان ولس دزړه خبرې ،  هیلې اوتمې ،ستونزې اوکړاوونه په مکر اوریا سره په دې نامه  چې دهغې دهیلو اوغوښتنو دپلې کولو په خاطربه له هیڅ ډول سرشندنوڅخه ډده نکوی ،خپله پوهه ، تجربه  اوژوند به خپلو خلکوته دچوپړ اودهیواددآبادۍ په خاطر نه سپموی  اودهغې په خاطر په مبارزه اوجهاد کوی وکولای شول ددې ولس دیوی برخې ملاتړ ترلاسه کړی اوهغفوی ددوی ترشاه ودریږی ۰ خو کله چې ددې خلکودباور دترلاسه کولو،دهغوې دسرشندنوپه برکت اودپردیودپټ اوښکاره ملاتړ اومرستې له کبله دځواک اوواک  خاوندان شول هرڅه یې هیراوپردې ولس یې رڼا ورځ توره شپه کړه ، یوازې اویوازې یې دخپل اوخپلې ډلې دواک دساتلو، د شتمنیودزیاتولوپه فکرکې شول اودخپلو بادارانودګټو دساتلو وسیله وګرزیدل اوخلکوته دخدمت پرځای دپردیو په چوپړ کې ودریدل ۰ له نیکه مرغه  یوشمیرداسې  رښتینې سیاستوال اووطن ته ژمنې سیاسی کړۍ هم ترسترګوشوې دی چې هغوی سیاست  اومبارزې ته دڅوکۍ اومقام دلاسته راوړلو اودشتمن کیدو په موخه نه بلکه خپلو خلکو ته دچوپړ اودهیواد دآبادۍ اوپرمختګ لپاره راودانګل ،عملا یې پدې لاره کې اوچت ګامونه پورته کړل ،دهیڅ ګواښ اوخطر څخه ونه بیریدل  اودسر اوځان ترقربانۍ پورې  وطن ، خلکو اوخپلو اعتقاداتوته ژمن پاتې شول ۰ ویاړ پرداسې انسانانو اومبارزینو باندې !
څرنګه چې تل د حق اوباطل ترمنځ تلپاتې مبارزه دوام لری دهیواددرښتینو بچیانو اودپردیودګوډاګیانو ترمنځ هم دا مبارزه ادامه لری اوهره ډله غواړی پر مقابل لوری برې ترلاسه کړی دامبارزه کله پټه اوکله څرګنده وی ، کله محسوسه اوکله بالکل نه معلومیږی خو هیڅ وخت په ټپه نه دریږی  ۰ ددې تلپاتې مبارزې یوه نمونه اوبیلګه په دې وروستیو کې دافغانستان دپخوانی ( البته ددریو ورځو مخکې لوی څانوال ) ښاغلی عبدالجبارثابت اودواکمنوکړیو کومې چې دپردیو سره ټینګ تړاولری اودهغوی دګټو ساتونکی اودهغوی په چوپړ کې ولاړې دی ، ده ۰ ښاغلی ثابت چې کابو دوه کاله مخکې دلوی څارنوال په توګه وګومارل شو داداری فساد سره چې افغان اداره پرې ککړه ده خپل جهاد اعلان کړاوپه دې لاره کې یې دعملې ګامونو پورته کول  پیل کړل چې دسخت مقاومت سره مخامخ شو،هیواد اوطن ته خاینو ډلو دهغې ضدیوتبلیغاتی کمپاین پیل او هغې ته یې پدې لاره کې دستونزواوخنډونودایجادولوسربیره  دهغې دسپکولو اوډبولو څخه  هم ډډه ونکړه تر څو دروانې میاشتې په شپږویشتمه  نیټه دجمهوررییس لخوا ددندې څخه ګوښه کړل شو چې په دې توګه هغه څوک چې په اوسنۍ اداره کې لوټمارانو، محتکرینو، بډې خوړونکو اومافیایی ډلو ته دسترګواغزی و نورپه دې اداره کې نشته دۍ ۰ ښاغلی کرزی لوی څارنوال په دې نامه له دندې ګوښه کړ چې هغه ځان په راتلونکی کال کې دجمهورې ریاست ټاکنو ته دکاندید په توګه  نومولی دۍ خوخبره داده چې دقانون سره سم باید چې دې مقام ته کاندید پنځه ځلویښت ورځې مخکې دانتخاباتو دپیل څخه درسمې دندې څخه ګوښه شی  چې البته ښاغلی کرزی هم په راتلونکو ټاکنو کې دبیا کاندیدیدو په اړه خبردارې ورکړی دۍ نوده ته هم په کارده چې دخپل مقام څخه ګوښه شی دۍ پخپله ددولت تش په نامه ادارې ته چې په اداره کې یې نظم  نه لیدل کیږی او خلک ځانونه پخپل ټاټوبی کې خوندی احساسوی ۰اوهره ورځ دپردیو دړندوبمباریو بې دفاع قربانیان دی کومې بمبارۍ چې ښاغلی کرزی دهغې ددرولوتوان نلری۰  دښاغلی کرزی ددې چلند څخه ښکاری چې دلوی څارنوال دګوښه کیدو لامل بل څه دۍ  نه دکاندیدیدومساله۰  پدې هکله چې جمهوررییس قانونی ګام پورته کړې یا نه ؟ زما دلیکنې هدف نه دۍ بلکه هغه ګونګوسې چې اوس مهال اوریدل کیږی اوپه ډله ایزو رسنیو کې هم خپرې شوې دی دهغې ګوښه کول دجمهورې ریاست ټاکنو ته دهغې کاندیدیدل نه بلکه دهغې چلند اوکړه وړه دی چې دځینولوړپوړوچارواکونه خوښیږی اودګټو سره یې ټکر کوی اوپه دې حساسه څوکۍ دهغې شتون نشی زغملای نو کاندیدیدل یې ورته پلمه کړی ترڅو دادسترګواغزی او دا خنډ  په دې توګه لیرې کړی ۰  څرنګه چې دټول افغان په ویب پاڼه کې  یومطلب چې عنوان یې (د لوی څارنوال د ګوښه کولو اصلي لامل د ننګرهار د ځمکو لانجه ده) خپورشوی  چې دهغې په یوه برخه کې داسې لولو : (عبدالجبار ثابت غوښتل د سرشاهي د ځمکې د لانجې څېړنې وکړي چې د نوموړي په وینا افغان سوداګر حاجي نجیب زراب نمره کړې او په خلکو یې خرڅه کړې ده. د دې ځمکې منظوري د حاجي زراب ګل زوی حاجي نجیب زراب د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي، د کرزي د کابینې د وزیر یوسف پښتون، او د ولسمشر کرزي د ورور د یو اوښي په مرسته د ولسمشر کرزي څخه لاسلیک کړې ده. خو په ځمکه سیمه ییز خلک دعوه لري او وایي چې د ملکیت کره قبالې یې لري.)۰
که چیرې دښاغلی ثابت دڅارنوالۍ په څوکې ماموریت ته ، دهغې مطبوعاتی مرکواوڅرګندونو،عملی خوبې پایلو ګامونو، دهغې ضدروا اوناروا تبلیغاتی کمپاین ،دهغې دډبولوپیښې ،هغې ته ځینوچارواکو اوځواکمنوکسانو له خوا دستونزودرامنځته کولو اود جمهوررییس له خوا دهغې سره دهمغږی نه موجودیت  بهیرته وګوروهغه وښودل چې دښاغلی ثابت پرله پسې څرګندونو اوعملی کارونو   داوسنی نظام نسبی رښتینۍ انځور کښلی دۍ چې اوسنی نظام څه ډول نظام اوڅومره په مزمن اداری فساد ککړنظام دۍ ، رژیم په کوموناروامصلحتونو ولاړ، څومره دپردیودولتونوتراغیز لاندې لکه ماشوم خپوړې کوی چې دهغوی لاس نیونې ته اړدۍ ، حکومت څومره کمزورۍ اومافیایی ډلې څرنګه ددې نظام اصلی کړۍ جوړوی ۰ داوسنې رژیم خواکمنوډلو اوکلیدې څیرو ته چې یووخت یې غوښتل دهیواد داسې ملی شتمنې لکه دنغلو دبریښنا بندویجاړاوونړوی   اویا یې د ځینوجهادې ډلو هغوکړو ته چې دپاکستانی دولت دغوښتنوسره سم یې دمدرسو ، ښونخیو اولارو په ورانو اوسوزولو لاس پورې کاوه پرده پورته کړی وه  چې منطقا هغه ، هغې  ډلو ته چې نن داوسنی دولت ترکیبې اوهغه هم مرکزی مهرې تشکیلوی دزغم وړ نه و۰دمثال په توګه ښاغلی ثابت دروان کال دوری ( حمل ) په میاشت کې چې دولت دحساب ورکولوډرامه جوړه کړې وه وویل چې جنرال دوستم هغه جنرال چې دپوځ درسیزوال دۍ دیوې مافیایی ډلې دمشر په څیر د خپل سیال په کور ورننوزی  هغه دوهلوټکولو وروسته دګروګان په توګه وړی اوامنیتی ارګانونه هغه ترې ژغوری خو څارنوال ته ددولت درییس له خوا ویل کیږی چې لوی څانوال دې دجنرال دوستم  څخه پوښتنې درویزنې نه کوی دا ځکه چې دا کار(( ملې یوالې )) ته زیان رسوی،  څه ښه دلیل او ملې یوالې ته څومره ژمنتوب ؟ اوبل دا چې ددوستم شاه ته خارجې دولت ولاړدۍ چې دهغې دمحاکمې سره مخالفت کوی ۰همداراز  ښاغلی ثابت داتریخ واقعیت بربند کړی دی چې دهیواد ستراود سیاسی - اقتصادی پلوه خورا مهم ولایتونه ( هرات ، ننګرهار ، مزارشریف ) داسې جګړه ماران اداره کوی چې هم دوی په فسادککړدی اوهم هغه ډله لوړپوړې مامورین چې په فسادککړدی دمحاکمې لپاره څارنوالۍ ته نه سپاری اودولت هم په دې اړوندمرسته نه کوی ۰ همداراز لوی څارنوال داخبره بربنډه کړه چې په ولسې جرګه کې داسی استازی شته چې په درغلیو،لوټماریواونوروناروا اوقانونی ضدکارونوتورن دی خو ددې تقنینی ارګان مشرتابه ددې څخه مخنیوی کوی چې هغوی قانون اوعدالت ته وسپاری ، پدې څرګندونوسره ښاغلی ثابت ثابته کړه چې دولسې جرګې مشرتابه دقانون دماتونکواوداړه مارانوملاتړکوی ۰ دشیرپور یا شیرچوردرسوایۍ دافشا په هکله دښاغلی ثابت  رول اوبیوسی ټولو ته څرګنده ده چې اصلی عاملین یې داوسنۍ ادارې ځواکمنې څیرې اوکړۍ دی چې دا اوددې په شان نورترخه واقعیتونه ټول ددې سبب شول ترڅو ټولې مافیایی دولتی کړۍ ، لوټماران ، بډۍ خوړونکی اودمخدره توکودقاچاق سره تړلې څیرې لاس سره یوکړی اولوی څارنوال له ډګره وباسی چې هغوی وکولای شول پخپله دې ناروا مبارزه کې بریالی شی ۰دا خبره دیادولووړده چې بیله شکه ښاغلی ثابت  دنورو په شان  دنیمګړتیاوو، غلطیو اوتیروتنوڅخه مستثنی شخصیت اوانسان نه و اوداسې کامل انسانان نه پیدا کیږی  چې  په عملی  فعالیت کې تیروتنې ونه کړی  هغه هم لکه د نورو انسانانو په شان  ممکن غلطۍ  کړې وی ۰ او دلوی څانوال په توګه یې هم دا تیوتنې کړې وی خو هغه څه چې ماورته  ګوته ونیوله دهغې دښو هیلو اوهڅو یوه برخه وه چې که دهغې سره نورو مرسته کړی وای بیله شکه هغه اداری فساد چې اوسنی څرګنده بې کفایته اوناکام دولت  ورسره لاس اوګریوان دۍ یو ګوزارورکړل شوی وای اواداره به مخ په ښه کیدو وای نه لا په خرابیدو۰په لویه څارنوالۍ کې دښاغلی عبدالجبارثابت  کړووړوته په کتلو سره ویلای شم چې ښاغلی ثابت وکولای شول چې داوسنی دولتی دستګاه رښتینی انځور چې پر ادارې فساداوخپلسرۍ ، قانونیت اوعدالت ته په سپکاوی  ولاړه ده اودپردیو تربیساره اغیز لاندی  شپې اوورځې تیروی  کښلی  اوپایله یې داشوه  چې دا د(( زوراوزرو څوکې  )) چې ډیر یې دترلاسه کولو خوبونه وینی اودهغې لیوال دی له لاسه ورکړی خو په خبر پوه اوژمن کسان  به دده هغه وطنپاله  هڅې کومې چې غوښتل داداری  فساد ریښی وباسی ، قانون ماتونکی دقانون منګلو اوعدالت ته وسپاری اودافغانستان ددولت چارې دسپیڅلو په کارپوه کسانو ته چې قانون اوعدالت یې دعمل لارښود اوهنداره وی ووینی  هیڅکله هغه هیرنکړی ۰
پای