د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مولانا طنزونه ( دويم کښت )

پوهنمل محمود نظري 16.07.2008 00:48

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
دهغه تاجرکیسه چې هندوستان ته د طوطي پیغام وړي:

یو تاجر یو طوطی درلود چې خبری یې کولې ډیر پر ګران وو هغه يې په ښه قفس کې ساتلی وو.
تاجر هندوستان ته ته نو له ټولو مرییانو او مینځو څخه یې وپوښتل چې له هندوستانه څه سوغات غواړی بیا يې له طوطي نه وپوښتل: ته څه غواړې؟ هغه ورته وویل: زه کوم شی نه غواړم خو يوازې د هغه ځای طوطیانو ته زما حال ووایه! هغو ته ووایه! تاسو آزاد یاست هغه زما بندی دی؛ هغه سلام وایه؛ له ستاسو څخه يې مشوره غوښتل ؛ویل يې زه به دلته په دې تنګ زندان کې مړ شم؛ تاسو هلته په ګلونو او بڼونو کې الوځي ستاسو یار دلته اسیر دی آیا د ا ددوستي لاره او وفا ده.



گفت طوطى را چه خواهى ارمغان
كارمت از خطه‏ى هندوستان‏
گفتش آن طوطى كه آنجا طوطيان
چون ببينى كن ز حال من بيان‏
كان فلان طوطى كه مشتاق شماست
از قضاى آسمان در حبس ماست‏
بر شما كرد او سلام و داد خواست
واز شما چاره و ره ارشاد خواست‏
گفت مى‏شايد كه من در اشتياق
جان دهم اينجا بميرم در فراق‏
اين روا باشد كه من در بند سخت
گه شما بر سبزه گاهى بر درخت‏
اين چنين باشد وفاى دوستان
من در اين حبس و شما در بوستان‏

چې تاجر هندوستان ته ولاړ د راتلو په وخت کې يې ټول سوغاتونه رانیول بیا يې د خپل ګران طوطي غوښتنه په یادشوه او د طوطیانو یو بڼ ته ورغی او د خپل طوطي ا مانت يې هغو ته ورسوه .
تاجر د طوطی سلام او خبری هغو ته وکړې ؛ یو ناڅاپه یو طوطي ترپکې کړې له ونې ولوید او مړ شو.
تاجر د طوطیانو له خواشیني څخه ډیر خواشینی شو ‏.
تاجر چې بیرته کور ته راغی د هر یوه غوښتلي سوغاتونه يې هغو ته ورکړل. طوطی ورته وویل: زما امانت دی ورسوئ؟. ما ته کیسه وکړه!
تاجر ورته وویل :زه پښېمانه یم چې ولې مې دهغو خوشالی په غم بدله کړه؛ ستا د حال په اوریدو یو طوطی ترپکي کړی له ونې ولوید او مړ شو.
‏ددې خبری په اورید دده طوطې هم تر پکې کړې او مړ شو.
تاجر ډیر خپه شو د هغه جسد یې ل قفسه راویست او وې غورځوی.
طوطي والوت او د یوې ونې پر یو مونډه(ښاخ) کیناست او تاجر ته يې وویل :زه آزاد شوم ځم خپل هیواد ته ته به هم یو ورځ آزاد شی

معنى مردن ز طوطى بد نياز
در نياز و فقر خود را مرده ساز
تا دم عيسى ترا زنده كند
همچو خويشت خوب و فرخنده كند
از بهاران كى شود سر سبز سنگ
خاك شو تا گل بروئى رنگ رنگ
مولانا موږ ته داښيي چې لاس تر زني ناست آزادی تر لاسه کولای نشئ باید لکه طوطي له ځانه تیر شی ځان مړ کړې چې آزادی تر لاسه کړې .
مولانا د شمس په ديوان کې د ورم اووراشه (نصیحت) په ډول وايي اومه خلک په خپل برې اوکامیابي خاندی، زه هغه صدف یم چې مات شم بیا خاندم.

گرچه من خود ز عدم دلخوش و خندان زادم
عشق آموخت مرا، شكل دگر خنديدن
به صدف مانم، خندم چو مـــرا درشكننــــــد
كارِ خامان بود از فتح و ظفر خنديدن
طنز د انتقادي تفکر یو ادبي هنري ډول دی. طنز انتقادي جرړې لري. د چرنیشفسکی په وینا طنز د نقد د تکامل اخیر پړاو دی. طنز د تاریخ په یوه ځانګړې شیبه کې،دتناقضونو ، دانسان او ټولنې بهرني او دننه ني تضادونو یو هنري انځور دی ، په نېښ ډوله وینګ سره. مولانا ښه پوهیږی چې دا هنر ی انځور څرنګه وباسی که څه هم دا په صوري منطق کې نا شونی دی خو د هغه موخه ټولنیز ژوند دی هغه ځای چې په هغه کې هر ان تضادونه زیږي.
هغه د خپلو کیسو په هکله داسې وايي: دا کیسې لکه د مینانو فکر سر او پښې نه لری ځکه له ازله دي او تر ابده به وي دا کیسی نه دی، دا زما او ستا د ژوند نقد دی.
این حکایت گفته شد زیرو زبر
همچو فکر عاشقان بی‌پا و سر
سر ندارد، چون ز ازل بوده‌ست پیش
پا ندارد، با ابد بوده‌ست خویش
بلکه چون آب است هر قطره از آن
هم سرست و پا و هم بی هر دوان
حاش لله این حکایت نیست هین
نقد حال ما و تست این خوش ببین
مولانا په مثنوي معنوي کې د یو باټک سړی کیسه داسې راغلې ده :
یوباټک هره ورځ خپل شونډان او بریتونه په لم غوړول او بدو(حریفانو) ته يې ویل ماداشی وخوړ او هغه، لاس به يې پر بریتو تیراوه اوویل یې :زما شونډانو ته وګورئ هغه شایدي ورکوي.
خونس یې بې ږغه نارې وا هلې: اې دروغجنه! ستا بریتونه دی باد یوسئ؛ په دې باټو دی زه وسوم؛ رحم وکړه چې خپل عیب نه وایي نو چوپ اوسه یا رښتیا ووایه یا چوپ شه ؛ چې د خدای رحمت درباندی وشی.
هو خدایه! هغه رسوا کړې .
د نس چې دبریتو دوښمن شوی وو ، بده دعا یې قبوله شوه .هغه ته حاجت پيدا شو او پیشنګوری د لم ټوټه ترې یووړه یو ماشوم د هغه پسې منډه کړه خو هغه ترې وتښتیده هغه هلک هغه ځای ته چې باټک ناست وو ورغی او باټک ته یې په وارختايي وویل: هغه لم چې تا هر سهار بریتونه او شونډان پر غوړول هغه پيشی یو وړ. ما پسې وځغاستل خو هغه وتښتیده.
ټولو ناستو کسانو وخندل او باټک يې میلمه او په نس موړ کړ هغه چې د رښتیا پایله ولیده نو د رښتیاویلو مریي شو

پوست دنبه يافت شخصى مستهان
هر صباحى چرب كردى سبلتان‏

در ميان منعمان رفتى كه من
لوت چربى خورده‏ام در انجمن‏

دست بر سبلت نهادى در نويد
رمز، يعنى سوى سبلت بنگريد

كاين گواه صدق گفتار من است
وين نشان چرب و شيرين خوردن است‏

اشكمش گفتى جواب بى‏طنين
كه أباد اللَّه كيد الكاذبين
دا یوه جوته خبره ده چې دا شوخ طبعانه آثار صوفیانه ادبیات نه دي که څه هم صوفیانو ویلی دی نو په دی اساس ویلای شو چې دا د طنز او شوخ طبعي موخه ده چې دی آثارو ته یې اعتبار ورکوی نه دهغه مضمونونه .
لکه چې. ابوالفضل زرویی د طنز په تعریف کې لیکی: ترخه نیوکه په خوږ بیان ویل طنز دی. نیوکه باید په خوږوینګ اوخندنۍ کنایې بیان شي خو باید پاک او منصفانه وي
مولانا د شوخ طبعی او طنز د ډلبندی په هکله وایي:


كودكان افسانه‌ها مي‌آورند
درج در افسانه‌شان بس سر و پند
هزل‌ها گويند در افسانه‌ها
گنج مي‌جو در همه ويرانه‌ها
هزل تعليم است آن را جد شنو
تو مشو بر ظاهر هزلش گرو
هر جدي هزل است پيش هازلان
هزل‌ها جد است پيش عاقلان
عاقلي گر خاك گيرد زر شود
جاهل ار زر برد خاكستر شود
‏د مثنوي معنوي طنزي کیسې دوې لایې لري یوه د هغه د ویلو شیوه یا کلامي طنزدی او بله دهغه د ښوونی لایه ده یا په بله وینا دا کیسې ښه او بد کړه او سوچونه سره پخلا کوی چې دا بیا ویونکو یا اوریدونکو د عبرت لامل ګرځي .

نوټ: د کازي په کیسه کې داروغه یانی نایب یا مرستیال مانا لري

نور بیا